لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت د کاپي رایټس اؤ موسیقۍ د نورو مسلو هواري لپاره وړومبی ځل د موسیقي پالیسي جوړه کړه


music
music

د پاکستان حکومت وایي په وړومبي ځل یې ملک کې د کاپي رایټس، پټولو یا غلا کولو اؤ نورو ستونزو هواري لپاره د موسیقۍ پالیسي جوړه کړې ده.

د اطلاعاتو د مرکزي وزیرې مریم اورنګزیب په وینا د موسیقۍ په اړوند د تګلارې دې مسودې ته غوڅ شکل ورکړل شوی دی اؤ د غټ اختر نه وروسته به مرکزي کابینې ته د منظورېدو لپاره وړاندې کړل شي.

په خېبر پښتونخوا کې د موسیقۍ د هنر سره تړلو هنرمندانو دموسیقۍ په اړه دپالیسۍ جوړولو تود هرکلی کړی اؤ وایي دا مهال هنرمندانو ته تر ټولو ستره ستونزه د کاپي رایټس اؤ دموسیقۍ دموادو د پټولو ده.

دپښتو موسیقۍ وتلی میوزیک ډایریکټر اؤ سندرغاړی استاد اصف علي وایي دموسیقۍ دیوې قامې تګلارې جوړولو ضرورت د ډیر وخت نه محسوسیدو اؤ فنکارانو په دې اړه وخت په وخت دحکومت نه غوښتنې هم کړي دي خو دا چې که اوس دحکومت پام دې لوري ته راوګرځېدو نو دا دفنکارانو لپاره دیو ستر زیري نه کمه خبره نه ده.

دپاکستان د ډان ورځپاڼې د رپورټ له مخې دګل یا دوشنبې په ورځ دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیرې مریم اورنګزب پخپل یو اعلان کې ویلي دي چې کله د لویې اختر نه وروسته مرکزي کابینه دموسیقۍ دپالیسۍ منظوري ورکړي نو دهغې وروسته به دا پالیسي په ټول ملک کې نافذ شي.

هغې ویلي چې د 1970 دلسیزې نه راپدیخوا دموسیقۍ دصنعت لپاره نه خو کومه قانون سازي شوې ده اؤ نه کومه پالیسي مخې ته راوړل شوې ده.

نوموړې ویلي دموسیقۍ نوې پالیسي دموسیقۍ دصنعت د ودې اؤ پاکستان کې دکاپي رایټس دغیر موثره قوانینو په لړ کې د اړونده اړخونو (اسټیک هولډرز) داندېښنو ختمولو لپاره دمراعاتو اؤ اقداماتو خاکه وړاندې کوي.

باید وویل شي پاکستان کې وړاندې نه دکاپي رایټس په اړه قوانین شته خو دموسیقۍ دهنر سره تړلي هنرمندان ګیله کوي چې دغه قوانین نه عملي کیږي .

استاد اصف علي وایي که چرې یو هنرمند دخپلو سندرو یا سازونو دغلا کیدو په صورت کې عدالت ته رجوع کوي نو هغه د اوږدو ،پیچلو اؤ زړه ستړو مرحلو نه تېریږي خو بیا هم ډیر کم دهغه دمقدمې ګټلو چانس وي اؤ دا په داسې حال کې ده چې دپښتونخوا زیاتره سندرغاړي دومره غریبان دي چې عدالتونو کې دکیسونو چلولو توان هم نه لري.

داطلاعاتو وزیرې هم پخپل بیان کې منلې ده چې پاکستان اؤ ددې دموسیقۍ صنعت ته دهنري موادو دپټولو عمل ستر زیانونه اړولي خو وایي دموسیقۍ نوې قامي پالیسي به دموسیقۍ اؤ موسیقارانو دحقونو بشپړه تحفظ کوي.

هغې ویلي د پالیسۍ مسوده دنړیوالو معیارونو په اساس تیاره کړل شوې ده اؤ ددې له لارې دفنکارانو اولسي ګارکردګي،پیداور،دموادو ویش،موده ،دمکینیکل اؤ کمیو نیکیشن حقونو تحفظ یو قانوني چوکاټ ته راوړل شوي دي.

داستاد اصف وینا ده چې دا مهال په خېبر پښتونخوا کې فنکاران ترهګرۍ اؤ دافراطي رویو ځپلي دي اؤ کارونه دنشت برابر پاتې شوې دي.

"خو په داسې حالاتو کې هم هنرمندان خپل هنر پالي،دحکومتي سرپرستۍ اؤ ټولنیز ملاتړ نه پرته نوي نوي کلامونه پخپلو پیسو ریکارډ کوي خو چې کله دا کلامونه ریکارډ کړي نو ګټه یې هنرمندانو ته کمه اؤ غیر متعلقه خلکو ته زیاته رسیږي"

ښاغلی اصف وایي سندره دهنرمند پخپله خرچه ریکارډ شي خو بیا دهنرمند له اجازې پرته دا سندره ټي‌ ویژنونه،ریډیوګان،ویب پاڼې اؤ دیجیټل رسنۍ له خپلو ،خپلو فورمونو خپروي اؤ پیسې پرې ګټي.

د استاد اصف علي په وینا، یو هنرمند ته دسندرې ویلو لپاره یو فورم یا پارټي دیو وخت دسندرې معاوضه ورکوي خو دغه سندره بیا هغه فورم یا پارټي بیا،بیا خپروي اؤ ټوله ګټه یې هغوي ته اوځي خو هنرمند ترې نه خبریږي چې دهغه په سندره څوک پیسې ګټي؟

هغه وایي مخکې به ودونو ،ښادیو اؤ نورو دستورو له هنرمندان بلل کیدل هغوي به پکې سندرې ویلې اؤ روزګار به یې روان ؤ خو وایي اوس دمیموري کارډ دلارې په ودونو ،ښادیو اؤ بیلابیلو دستورو کې په غټو لوډ اسپیکرو دسندرغاړو سندرې اورول کیږي ،ډي‌ جی واله پرې ځان له پیسې راټولوي خو هنرمند ته یې یوه پیسه ګټه هم نه رسیږي.

داطلاعاتو وزیرې مریم اورنګزیب ویلي دموسیقۍ پالیسې به دموسیقۍ صنعت کې داجاره دارۍ نظام په مکمله توګه ختم کړي اؤ دا پالیسي به دفنکارانو دبنیادي حقونو تحفظ کوي.

هغې زیاته کړې ده چې دکاپي رایټس په شمول به د موسیقۍ داړونده اړخونو ټولې مسلې اؤ غوښتنې هوارولی شي اؤ دا پالیسي میوزییک پروډیوسرانو،سندرغاړو،شاعرانو اؤ ادیباو ته دهغوي دحقونو قانوني تحفظ ورکوي.

په پالیسۍ کې راغلي چې حکومت به دکلاسیکي موسیقۍ دتحفظ،د ځایي اؤ ولسي موسیقۍ اؤ دسیمه ییزو سندرغاړو د ودې لپاره ګامونه اخلي اؤ ددې ترڅنک به د پاکستاني موسیقۍ دپنګې خوندي خوندي کولو اؤ هغې ته د ودې ورکولو لپاره هم اقدامات کولی شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG