د خېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې (سي ټي ډي) پخپل تازه رپورټ کې ویلي چې د روان کال وړومبیو پینځو میاشتو کې د صوبې په بیلابیلو سیمو کې 76 ترهګر د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
د سي ټي ډي په رپورټ کې دعوه شوې ده چې په بنو ، ډيره اسماعیل خان، مردان اؤ ملاکنډ ډویژنونو کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو پرضد کامیاب عملیات کړي اؤ په دې عملیاتو کې د ټي پي پي مهم کمانډران هم وژل شوي دي.
څېړنې ښیي په خېبرپښتونخوا کې په دې وروستیو کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي اؤ د تېرو شپږو میاشتو په مهال د صوبې دننه 174 وسله والو بريدونو کې 266 کسان وژل شوي دي.
څېړونکي وایي ترهګرې ډلې په خېبر پښتونخوا اؤ د ملک په نورو سیمو کې اوس د وړاندې په پرتله زیاتې منظمې اؤ فعالې شوې دي .
د ترهګرۍ ضد محکمې په رپورټ کې نه ده واضحه کړل شوې چې د ترهګرو پرضد د عملیاتو په مهال امنیتي ځواکونو ته څومره مرګ ژوبله اوښتې ده ؟
رپورټ کې دعوه شوې ده چې یوه میاشت وړاندې ډیره اسماعیل خان سیمه کې شوؤ عملیاتو کې قانون نافذ کوونکو ادارو ته مطلوب ترهګر اقبال عرف بلي هم وژل شوی چې د هغه پر سر دپښتونخوا حکومت درې میلیونه اؤ د پنجاب حکومت دوه نیم میلیونه روپۍ انعام ویستی ؤ.
رپورټ وایي دغه ترهګر لږ تر لږه په 35 مقدمو کې دپښتونخوا اؤ پنجاب حکومتونو ته مطلوب ؤ.
دسي ټي ډي په رپورټ کې دعوه شوې ده چې په لکي مروت سیمه کې دترهګرو پرضد شوؤ عملیاتو کې د ټي ټي پي کمانډر عتیق عرف ټیپو هم وژل شوی اؤ ددې ترڅنګ د ضرار اؤ انکل ګروپونو وسله وال اؤ افغان ترهګر هم وژل شوي دي.
د ترهګرۍ په چارو ژور نظرلرونکی خبریال ناصر داوړ وي او ای ډیوه ته وایي هر څو که امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې دملک په بیلابیلو برخو په ځانګړي ډول دپښتونخوا قبایلي ضلعو کې د ترهګرو پرضد داستخباراتي معلوماتو په اساس د بریدونو لړۍ چټکه کړې ده خو وایي بیا هم ترهګریزو بریدونو کې هیڅ کمی نه دی راغلی.
ناصر داوړ وایي په دې وروستیو کې شوؤ بریدونو ته که وکتل شي نو اوس وسله والو ډلو هم تر ډېره حده خپله تګلاره بدله کړې ده اؤ مخکې به که هغوي په بازارونو یا عامو ولسي ځایونو کې بریدونه کول ،اوس زیاتره امنیتي ځواکونه اؤ پوځي تنصیبات په نخښه کوي.
ښاغلی داوړ وایي ، په کال 2014م کې دترهګرو پرضد دضرب عضب عملیاتو پیل کیدو نه مخکې چې وسله والې ډلې څومره پیاوړې وې ، اوس تر هغې زیاتې پیاوړې شوې اؤ منظم شوې دي اؤ ډير په منظم انداز په پوځ،ایف سي اؤ پولیسو ځواکونو بریدونه کوي اؤ هغوي ته مرګ ژوبله اړوي.
روانه اوونۍ په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې په خپل تازه رپورټ کې ویلي وؤ، پاکستان کې د روان کال په لومړیو شپږ مياشتو کې وسله والو بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي.
په رپورټ کې ویل شوي، د روان کال 2023م په لومړو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي، په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو.
د پي آی سي اېس اېس د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 87 فيصده سېوا شوي دي.
په رپورټ کې زياته کړی شوې، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې خېبرپښتونخوا صوبه او قبايلي ضلعې تر ټولو زياتې د 174 وسله والو بريدونو ښکار شوي دي.
ویل شوي، په دغو بریدونو کې 266 کسان وژل شوي او 463 ژوبل شوي دي، او په دغو بریدونو کې د صوبې په بېلابيلو برخو کې په 100 بريدونو کې 188 کسان وژل شوي او 109 ژوبل شوي دي او په قبايلي ضلعو کې په 74 پېښو کې 78 کسان وژل شوي او 109 ژوبل شوي دي او د تېر کال په مقابله کې په قبايلي ضلعو کې ترهګر بريدونه 51 فيصده لوړ شوي دي.
د رپورټ په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تېر کال د لومړو شپږو مياشتو په مقابله کې روان کال په یاده موده کې ترهګر بريدونه 108 فيصده زیات شوي دي.