لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: په امنیتي عسکرو د وسلوالو برید کې یو پولیس وژل شوی، دوه ژوبل


امنیتي چارواکي وایي د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې د وسله والو په یو برید کې یو عسکر وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

د شمالي وزیرستان دپولیسو مشر یا ډي پي او بېلابېلو پاکستاني رسنیو ته ویلي، دا پېښه د دوشنبې یا ګل په ورځ میرعلي سیمه کې شوې ده.

هغه ویلي وسله والو میرعلي کې د پولیسو اؤ سیکورټي فورسز لپاره د جوړیدونکي چیک پوست لپاره په جوړ کړل شوې عارضي قیام ګاه یا د پاتې کېدو پر ودانۍ برید کړی چې یو عسکر وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

په پېښه کې د وژل شوي عسکر پیژندګلو د نورګل اؤ د ژوبلو عسکرو پېژندګلو د محسن اعظم اؤ ثمین الله په نومونو سره شوې ده .

پېښور کې میشت د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکي خبریال ښاغلي رسول داوړ وي او ای ډیوه ته ویلي، په دې برید کې په امنیتي ځواکونو دوه راکټ لانچر هم داغل شوي دي.

رسول داوړ وایي، ژوبل عسکر د علاج لپاره د هیليکاپټر په ذریعه د بنو اؤ پېښور روغتونونو ته رسول شوي دي.

په دې وروستیو کې د پاکستان بېلابېلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې اؤ‌ څېړونکي وایي چې پاکستان کې اوس د تېر وخت په پرتله ترهګرې ډلې نورې مهم منظم شوې اؤ فعاله شوې دي.

خو ددې ترڅنګ امنیتي ادارې هم وخت په وخت دعوې کوي چې دترهګرو پرضد یې د استخباراتي عملیاتو لړۍ چټک کړې ده اؤ په دې عملیاتو کې دمهمو ترهګرو د وژل کیدو ترڅنګ یو شمیر وسله وال ترهګر نیول شوي هم دي.

په شمالي وزیرستان کې ددې تازه پېښې نه وړاندې هم په 5م جولایي په یوه پوځي قافله ځانمرګی برید شوی ؤ چې پکې درې پوځيان وژل شوي او درې ملکي کسان سخت ژوبل شوي وو.

همدغسې ورپسې په بله ورځ په خېبر ضلع کې په يوه وسله واله نښته کې يو پاکستانی پوځي افسر اؤ یو پولیس عسکر په دوؤ بېلابېلو نښتو کې وژل شوي وؤ.

خبریال رسول داوړ وایي ،داسې بریښي چې امنیتي ځواکونه سیمه کې اوس د یوې نوې سټریټيجي لاندې د ټي ټي پي‌ اؤ حافظ ګل بهادر ډلې د وسله والو پرضد کارروایۍ کوي .

نوموړي وویل ، دا مهال که یو خوا قبایلي ضلعو کې امنیتي ځواکونو د وسله والو ډلو پرضد علمیات چټک کړي نو بلخوا وسله والو هم په امنیتي ځواکونو خپلو بریدونو کې چټکتیا راوستې ده اؤ د دواړو خواو ترمنځ جګړه کې یو وارې بیا شدت پیدا شوی دی.

ښاغلی داوړ زیاته کړه په میرعلي چوک کې چې کومه پوسته جوړیږي نو هغه په ډير قوي یا مضبوط انداز کې جوړه کړل شوې ده اؤ امنیتي ځواکونو هڅې کوي چې سیمه کې دهدفي وژنو دپېښو ترڅنګ په امنیتي ځواکونو د کیدونکو بریدونو مخه هم ونیسي .

خبریال رسول داوړ وایي که یو لوري ته امنیتي ځواکونو سیمه کې د وسله والو ډلو پرضد خپل عملیات چټک کړي نو بلخوا لیدل کیږي چې وسله والو ډلو هم اوس د خپلو فعالیتونو بڼه بدله کړې اؤ زیاتره یوازې امنیتي ځواکونه په نخښه کوي.

هغه وایي وسله وال که یو خوا په امنیتي ځواکونو ځانمرګي بریدونه کوي نو بلخوا دشپې تیاره کې د دوي پوستې په نخښه کوي اؤ مرګ ژوبله ورته ور اړوي

تېره اوونۍ په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې په خپل تازه رپورټ کې ویلي وؤ، پاکستان کې د روان کال په لومړیو شپږ مياشتو کې وسله والو بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي.

په رپورټ کې ویل شوي، د روان کال 2023م په لومړو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي، په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو.

د پي آی سي اېس اېس د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 87 فيصده سېوا شوي دي.

په رپورټ کې زياته کړی شوې، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې خېبرپښتونخوا صوبه او قبايلي ضلعې تر ټولو زياتې د 174 وسله والو بريدونو ښکار شوي دي.

ویل شوي، په دغو بریدونو کې 266 کسان وژل شوي او 463 ژوبل شوي دي، او په دغو بریدونو کې د صوبې په بېلابيلو برخو کې په 100 بريدونو کې 188 کسان وژل شوي او 109 ژوبل شوي دي او په قبايلي ضلعو کې په 74 پېښو کې 78 کسان وژل شوي او 109 ژوبل شوي دي او د تېر کال په مقابله کې په قبايلي ضلعو کې ترهګر بريدونه 51 فيصده لوړ شوي دي.

د رپورټ ترمخه په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تېر کال د لومړو شپږو مياشتو په مقابله کې روان کال په یاده موده کې ترهګر بريدونه 108 فيصده زیات شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG