لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورمه کې په جګړه بوختو خواوو د سولې تړون لاسلیک کړو، د یو کال اوربند وشو


د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلع کورمه کې د اوو ورځو له جګړو اؤ تاوجنو حالاتو وروسته د امن جرګې په منځګړتوب فریقینو یا دخیلو اړخونو د یو کال لپاره د سولې تړون کړی اؤ ډزبندي یې اعلان کړې ده.

د سیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي، د سولې له تړون وروسته په جګړه بوختو خواوو خپلې مورچې خالي کړي اؤ اوس دغلته امنیتي ځواکونه اؤ پولیس ځای په ځای شوي دي.

د کورمې ضلعې د انتظامي سرچینو له مخې د اورکزۍ، هنګو اؤ کوهاټ نه ورغلې جرګې د زیارت- پنجشنبې په ورځ د فریقینو سره کامیاب مذاکرات کړي اؤ هغوي یې د یو کال لپاره دسولې تړون ته چمتو کړي دي.

سرچینې وایي د جرګې په هڅو په جګړه بوختو خواوو د سولې په تړون لاسلیکونه کړي اؤ د ډزبندۍ تیږه یې ایښې ده.

د سولې په تړون کې پرېکړه شوې ده چې که دیو کال په موده کې هر اړخ د سولې دتړون څخه سرغړونه وکړه نو 12 کروړه روپۍ جرمانه به پرې لګولی شي.

تېره ورځ د بره کورمې انتظامي مشر او مرستیال کمشنر حفیظ الله دفتر چارواکو وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ د بره کورمې په یو شمیر سیمو کې نزدې د 30 نه زیاتې مورچې د کوهاټ، هنګو او اورکزیو څخه ورغلې 30 کسیزه جرګې ته خالي کړل شوي او امنیتي ځواکونو ته یې واک سپارل شوی دی.

مطبوعاتي رپورټونه وایي په کورمه قبایلي ضلعه کې د زمکو په شخړه دتېرو اوو ورځو نه روانو جګړه کې نزدې لس کسان وژل شوي اؤ تر 70ؤ زیات ژوبل شوي دي.

سیمه کې د روانو خونړیو نښتو ختمولو لپاره ورغلې جرګه کې د کوهاټ کمشنر محمد علي شاه، د کورمې ډپټي کمشنر سیف الاسلام شاه،پوځي افسر بریګیډیر شهزاد عظم ،دکوهاټ ډي ایي جي اؤ نور چارواکي شامل وؤ.

د زیارت- پنجشبنې په ورځ د کورمې ضلعې انتظامي مشر یا ډپټي کمشنر سیف اسلام وي او ای ډیوه سره په خبرو کې د جرګې د لارې د اوربند کولو او نورو خبرو په وړاندې دبوتللو پخلی کړی ؤ او ويلي یې وؤ چې جرګې ته پوره حکومتي مرسته ترلاسه ده او په زیاتره سیمو کې په اوربند کې بریالۍ شوې ده.

د سولې د تړون لاسلیک کولو په مهال مرکزي وزیر ساجد توري ویلي چې د ډزبندۍ تړون دستایلو وړ ګام دی اؤ ددې سره به اصل مجرمانو ته په رسیدو کې اساني پیدا کیږي.

هغه وویل جرګې پرېکړه کړې ده چې چرته هم کومه بده پېښه رامنځته کیږي هلته به مجرمان معلومولی اؤ پرضد به یې کارروایي کولی شي.

هغه ویلي دسولې دتړون په اساس کوم خلک چې لویې لارې بندوي دهغوي پرضد به هم ګامونه اخستل کیږي.

په اوومه جولايۍ د کورمې ضلعې په ډنډار صحرا او بوشهره کې د شيعه او سني ټولنو ترمنځ د لانجمنه شاملاتو په سر ډزې پېل شوې او مرګ ژوبلې پکې اوښتې وې چې وروسته دا نښتې نورو سیمو ته هم غځیدلې وې.

د کورمې ضلعې سره تعلق لرونکي دپاکستان دمرکزي کابینې وزیر ساجد توري اوړمه ورځ وي او ای ډیوه سره خبرو کې ویلي وؤ په کورمه کې د ځمکو په سر شخړې کيږي خو هغه بيا د سني او شيعه په نوم بدلې شي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG