په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ او د دفاع د وزیر لخوا په افغانستان کې دت رهګرو ډلو د پټنځایونو پرضد د نیغ په نیغه عملیاتو ګواښ ته خپل غبرګون کې ویلي، که د پاکستان له لوري داسې یو اقدام وشي نو دوي به یې جدي مخنیوی کوي او پخپله خاوره د تجاوز یا تیري اجازه هیچاته نه ورکوي.
برتانوي خبري شبکې بي بي سي سره خبرو کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان دا تورونه یو ځل بیا په کلکه رد کړي چې ګنې د ټي ټي پي وسله وال افغانستان کې خوندي ځالي لري او هلته په پاکستان بریدونه کوي.
د طالبانو ویاند وویل، پاکستان باید خپلې ستونزې د خپل کور دننه هوارې کړي.
د هغه په خبره "یوه ناامني چې هلته دننه په پاکستان کې پېښیږي ، سره ددې چې دوي پوځ لري، پولیس لري، امکانات لري، استخبارات لري، دوي یې مخه نه شي نیولی، بیا د افغانستان پر خاوره باندې ادعا کوي، یوه ضعیفه نکته بهانه کړي چې دا غلطه موضوع ده"
دا په داسې حال کې ده چې په 12م جولایي د بلوچستان د ږوپ په پوځي چاوڼۍ د وسله والو لخوا شوي برید کې لږ تر لږه 12 پاکستاني پوځیان وژل شوي وؤ اؤ له دغې پېښې وروسته تېره ورځ د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر ویلي وؤ " پاکستان کې په تروریستي فعالیتونو کې د افغانانو لاسوهنه بله مهمه اندیښنه ده، چې باید حل شي"
د پاکستان پوځ خپل بیان کې ویلي وؤ "د پاکستان وسله وال ځواکونه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د خوندي پټنځایونو او د فعالیت د ازادۍ په اړه ژوره اندیښنه لري"
د پوځ له دغې بیان یوه ورځ وروسته نن د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم پخپل یو ټویټ کې په افغانستان تور لګولی چې د ګانډیتوب حق نه ادا کوي اؤ نه هم د دوحي د تړون خیال ساتي.
د پاکستان ددفاع وزیر خواجه اصف پخپل ټویټ کې خبرداری ورکړی چې دا صورتحال نور دوامداره نه شي پاتې کیدای اؤ پاکستان به د خپلې خاورې اؤ خپلو وګړو د تحفظ لپاره له هرې لارې کار اخلي.
د پاکستان د پوځ اؤ حکومت دې څرګندونو ته خپل غبرګون کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان تورونه ناسم بللي دي اؤ ویلي یې دي که چرې پاکستان د خپلو تورونو ثبوتونه لري نو هغه دې افغانستان ته ورکړي ،د طالبانو حکومت به پرې اقدام وکړي.
هغه وویل "څه چې شوي دي د پاکستان خاوره کې دننه شوي دي، هلته ولې دوي(پاکستان)د دوي مخنیوی نه کړی چې دوي د باندې نه ګیله کوي؟"
د طالبانو ویاند وویل د دوحي تړون دوي د امریکایانو سره کړی چې هغه یوه جلا موضوع ده اؤ پاکستان سره تړاؤ نه لري خو وایي "پاکستان زمونږ یو ګاونډی هیواد دی د دوحې د تړون په رڼا کې تعمل ورسره نه کوؤ بلکې د یو ورور اؤ مسلمان هیواد په شکل ورسره برخورد کوؤ"
ښاغلي مجاهد وویل دوي هیڅکله وسله والو ډلو ته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره د پاکستان پرضد وکاروي.
هغه وویل که د افغانستان د خاورې نه د پاکستان یا سیمې امنیت ته ضرر رسیږي نو دا تر ټولو لمړی پخپله د افغانستان په زیان تمامیږي.
"مونږ دوي ته ډاډ هم ورکړی دی ورسره مو مجالس هم کړي دي نو نه پوهیږو چې دوي بیا څرنګه دداسې سوء تفاهم ښکار دي"
د پاکستان دننه وروستیو ترسره شوؤ بریدونو کې د افغانستان دننه د پټو ترهګرو د لاس لرنې په اړوند د پاکستاني چارواکو تورونو ته ځواب کې ذبیح الله مجاهد وویل، کله چې امنیتي ارګانونه پخپلو فعالیتونو کې له ناکامۍ سره مخ کیږي نو په دې خاطر چې عامه ذهنیت په بل لوري واړوي،خپل دنني مضوعات بیا بهر پسې تړي.
هغه وایي د طالبانو حکومت ژمنه کړې ده چې چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي .
هغه وویل "نه دلته ټي ټي پي کوم مرکز لري ، نه ورته د کوم فعالیت اجازه شته او نه یې د شتون، اؤ که دوي(پاکستان) په دې مورد کې مونږ سره شواهد شریک کړي نو مونږ ورته ویلي چې مونږ پرې غور هم کوؤ اؤ اقدامات هم درسره کوؤ"
خو هغه وایي دا چې د خپلې خاوره دننه د ناکامۍ یا د ځینو پېښو په وړاندې د نارسایي نه د عامه ذهینیت بدلولو لپاره په افغانستان تورونه لګول کیږي ، دا سمه خبره نه ده اؤ د پاکستان امنیتي ځواکونه باید پخپله د خپلې خاورې امنیت ته توجو ولري.
د وایس اف امریکا د رپورټ له مخې د روان کال وړومبیو شپږ نیمو میاشتو کې د پاکستان دننه ترسره شوؤ ترهګریز بریدونو کې د امنیتي عسکرو په ګډون تر 400 زیات کسان وژل شوي دي.
رپورټ وایي په دې بریدونو کې د پاکستاني پوځ نزدې 120 افسرانو اؤ ځوانانو هم خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.
په پاکستان کې د ترسره شوؤ دې خونړیو ترهګریزو بریدونو ذمه واري زیاتره تحریک طالبان پاکستان، داعش اؤ بلوچستان لبریشن ارمي پغاړه اخستې ده.
د پاکستان لخوا په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان د موجودګۍ دعوې په وړومبي ځل نه دي شوي ، له دې وړاندې هم د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان څو ځله دغه تورونه لګولي او په افغانستان کې واکمنو طالبانو یې رد کړی دی.
په 25م اپرېل د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل احمد شریف چوهدري په يوه خبري غونډه کې ويلي وو، د افغانستان نه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته چې په افغانستان کې کوم بدلون راغلی د هغې په نتيجه کې پاکستان کې د ترهګرۍ پېښې نسبتا سېوا شوي دي.
په افغانستان کې طالبان د کال 2021م د اګست په مياشت کې په واک کې راغلي، او پاکستاني چارواکو د افغانستان سفرونه کړي او د افغانستان نه واکمنو طالبانو د اسلام اباد سفرونه هم کړي خو د پاکستان لخوا د تورونو لړۍ دوامداره پاتې شوې ده.