لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شهباز شریف حکومت د دریوو اوونیو ملیمه، راتلونکی حکومت به د چا وي؟


په داسې حال کې چې په پاکستان کې اوس د پي ډي ایم ګډ حکومت د دریوؤ اوونیو نه هم دکمې مودې میلمه پاتې شوی دی،هیواد کې دنوي نګران حکومت لپاره جوړولو لپاره دسیاسي مشرانو ترمنځ سلا مشورې پیل شوې دي.

څېړونکي وایي دپيپلز ګوند مشر اصف علي زداري خپل ټول زور لګولی چې خپل زوي بلاول بوټو راتلونکي حکومت کې د وزیراعظم کرسۍ ته ورسوي خو مسلم لیګ(ن) ګوند هم په اله اسانه د وزیراعظم کرسۍ له لاسه ورکول نه غواړي.

دشهباز شریف په مشرۍ موجوده حکومت داګست په 12مه نیټه خپله اییني موده سرته رسوي اؤ پاکستان مطبوعات وایي چې داګست په 8مه یا 9مه نیټه موجوده قامي اسمبلي ماتیدای شي.

پاکستان کې د واکمن سیاسي ایتلاف دګوندونو ترمنځ دنوي نګران حکومت دجوړښت لپاره سلا مشورې په داسې حال کې پیل شوي چې ددغه هیواد ستر حکومت مخالف سیاسي ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر اؤ پخوانی وزیراعظم تور لګوي چې حکومت اؤ اسټیبلشمنټ یا په نورو ټکو پوځ غواړي چې انتخاباتو کې دپي‌ ټي ایي د ګټې مخه ونیسي.

دا مهال دپاکستان په ګډ مرکزي حکومت کې تر ټولو مهم رول پاکستان مسلم لیګ(ن) اؤ پاکستان پیپلز پارټي لري اؤ څېړونکي وایي دغه دواړه ډلې هڅه کوي چې راتلونکي حکومت کې د وزیراعظم مهمه څوکۍ ترلاسه کړي.

روانه میاشت په دوبۍ کې دمسلم لیګ نواز ګوند دمشر میا نواز شریف اؤ دپیپلز ګوند دمشر اصف علي زرداري ترمنځ یوه مهمه لیدنه هم شوې ده اؤ په مطبوعاتو کې داسې دعوې منځته راغلي چې دغه لیدنه کې د راتلونکي وزیراعظم اؤ نګران حکومت په اړه سلا مشورې شوې دي.

د حکومتي اتحاد پي ډي‌ ایم مشر مولانا فضل الرحمان د دوبۍ په دغه لیدنه کلکې نیوکې کړې دي اؤ ویلي یې دي چې د دوبۍ د مذاکراتو په اړه دی په باور کې نه و اخستل شوی .

دوبۍ کې دنوازشریف اؤ زرداري تر منځ له شوې لیدنې راپدیخوا پرون د نهې په ورځ دپیپلز ګوند مشر اصف علي زرداري په دویم وار اسلام اباد کې د وزیراعظم شهباز شریف سره لیدنه کړې ده.

پاکستاني مطبوعات وایي په دې لیدنه کې د اصف علي زرداري زوي اؤ دهیواد خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري هم شامل وؤ اؤ دغو دریوؤ واړو مشرانو دهیواد په موجوده سیاسي صورتحال،په راتلونکي نګران حکومت اؤ انتخاباتو خبرې اترې اؤ مشورې کړې دي.

دسیاسي چارو څېړونکی اؤ خبریال ښاغلی ناصر داوړ اصف علي زرداري ته دسیاست د جادوګر نوم ورکوي اؤ وایي هغه به دا ځل خپله ټوله هڅه وکړي چې خپل زوي بلاول بوټو د وزیراعظم کرسۍ ته ورسوي خو ددې ترڅنګ هغه وایي مسلم لیګ نواز ګوند به کله هم ونه غواړي چې د وزیراعظم دغه مضبوطه کرسۍ له خپل لاسه وباسي.

ناصر داوړ وایي د راتلونکي وزیراعظم انتخاب کې به د اسټیبلشمنټ یا پوځ کردار هم ډیر مهم وي اؤ په ظاهره داسې ښکاري چې اسټیبلشمنټ دا مهال د شهباز شریف تر شا ولاړ دی نو که نوازشریف د ځېنو قانوني پیچیدګیو له امله د وزیراعظم منصب ته د رسیدو نه پاتې کیږي، بیا به د مسلم لیګ(ن)هڅه دا وي چې شهباز شریف د وزیراعظم کرسۍ په دویم ځل هم سمبال کړي.

دناصر داوړ په خبره ، په جمهوري تولنو کې حکومتونه د ولس په رایې جوړیږي خو هغه وایي دلته د ولس د رایې نه زیات د حکومتونو په جوړښت کې د اسټبلشمنټ کردار پاتې شوی دی اؤ نن که هر څو تحریک انصاف ګوند د ولسي ملاتړ دعوې لري خو داسټیبلشمنټ سره د تاو تریخوالي له امله راتلونکو انتخاباتو کې ددغه ګوند اقتدار ته رسیدل د امکان نه لرې ښکاري.

په نهم مې پاکستان کې دپخواني وزیراعظم عمران خان دنیول کیدو پرضد دهغه دګوند تحریک انصاف پلویانو قهرجن احتجاجونه کړي اؤ ددغو احتجاجونو په مهال دولتي ودانیو اؤ پوځي تنصیباتو ته اورونه اچول شوي وؤ چې دهغې راپدیخوا هیواد کې امنیتي ځواکونو دتحریک انصاف د پلویانو پرضد عملیات پیل کړي دي.

عمران خان وایي دهغه پرضد لږ تر لږه 180مقدمې درج شوي دي، دګوند تر10زیات پلویان اؤ مشران یې نیول شوي اؤ زندانونو ته اچول شوي،ګڼ شمیر مشران یې نه په زوړ اړول شوي اؤ په خبره یې ، دا هرڅه ددې لپاره کیږي ترڅو راتلونکو انتخاباتو کې دهغه دګوند دکامیابۍ مخه ونیول شي.

وزیراعظم شهباز شریف په 13م جولایي قام ته پخپله وینا کې واضحه اعلان کړی چې اګست کې به هغه حکومتي چارې نګران حکومت ته وسپاري.

خو دتحریک انصاف ګوند مرستیال مشر شاه محمود قریشي تېره اوونۍ مطبوعاتو ته وویل،دنګران حکومت په جوړښت د دوؤ ګوندونو مشرانو خپلو کې معامله کړې ده اؤ تحریک انصاف ګوند یې هیڅ په اعتماد کې نه دی اخستی.

شاه محمود قریشي ویلي که ملک کې روڼ انده ټاکنې ترسره شي نو ولس بیا یو وارې بیا تحریک انصاف ګوند ته خپلې رایې ورکړي خو حکومتي مشران بیا تحریک انصاف ګوند د ریاست پرضد په سازش تورنوي اؤ وایي،ولس نور ددې ګوند په سازشي نظریه پوهه شوی اؤ دا ګوند بیا په اقتدار کې نه شي راتلی.

ځېنې څېړونکي وایي دتحریک انصاف ګوند نه چې کوم دپارلیمان پخواني غړي دجهانګیر ترین اؤ پرویز خټک نوؤ ګوندونو ته ته اوښتي دي کیدای شي اسټیلشمنټ دهغوي نه راتلونکو انتخاباتو کې مهم کار واخلي اؤ په مرکز،پنجاب اؤ خېبر پښتونخوا کې یې دیو داسې ایتلافي حکومت برخه جوړه کړي چې هغه حکومت به په هره توګه کمزوری اؤ د اسټبلشمنټ ملاتړ ته محتاجه وي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG