لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملا متقي د پاکستان ځانګړي استازي ته ویلي"نه پرېږدو چې خاوره مو د بل هیواد پرضد وکارول شي"


په پاکستان کې د ترهګرۍ د وروستیو پېښو په تړاو د پاکستان د پوځ او حکومت لخوا د افغان طالبانو د حکومت په کردار د شوؤ سختو نیوکو نه وروسته افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازی اصف دراني د چهارشنبې په ورځ د یو جګپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته رسیدلی او دغلته یې طالب چارواکو سره مخامخ خبرې کړي دي.

د افغانستان د خارجه وزارت د اعلامیې ترمخه افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي په کابل کې د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي سره لیدلي او ورسره یې د سیمې د سیاسي او امنیتي حالاتو ترڅنګ د اړونده خوښۍ په یو لړ موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

کابل ته پاکستاني استازي اصف دراني خپل دا وړومبی رسمي سفر وروسته له هغې کړی چې پاکستان کې تېره اوونۍ په امنیتي ځواکونو پرله پسې خونړي بریدونه وشول او پاکستاني چارواکو تور ولګولو چې دې بریدونو کې د افغانستان دننه پټ ترهګر لاس لري.

د پاکستان پوځي مشر جنرال عاصم منیر او د دفاع وزیر خواجه اصف پخپلو څرګندونو کې افغانستان کې ترهګرو د پټو ځالو په اړه اندېښنې ښکاره کړې وې او افغانستان کې یې نیغ په نیغه د ترهګرو پرضد د ګامونو اخېستلو اشاره هم ورکړې وه.

ددفاع وزیر خواجه اصف ویلي وؤ چې ترهګرې ډلې افغانستان کې خوندي ځالې لري او افغانستان نه د دوست ګاوندي هیواد حق ادا کوي او نه د دوحې تړون ته غاړه ږدي.

د طالبانو د خارجه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې په دې لیدنه کې د طالبانو د حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي پاکستاني پلاوي ته ویلي چې" افغانان هیڅکله چاته ضرر نه رسوي"

اعلامیه کې د متقي له خولې ویل شوي "موږ نه پریږدو چې خاوره مو د کوم هیواد په خلاف وکارول شي او تل مو هڅه دا وي چې په سیمه کې امن او ثبات ته کار وشي"

دا په داسې حال کې ده چې په 12م جولایي د پاکستان د بلوچستان ایالت د ږوب په پوځي چاوڼۍ د وسله والو لخوا شوي برید کې لږ تر لږه 12 پاکستاني پوځیان وژل شوي وؤ اؤ له دغې پېښې وروسته د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر ویلي وؤ " پاکستان کې په تروریستي فعالیتونو کې د افغانانو لاسوهنه بله مهمه اندیښنه ده، چې باید حل شي"

د طالبانو خارجه وزیر سره د لیدنې په مهال پاکستاني استازي افغان طالبانو ته ویلي چې دسیمې امن د ټولو په ګټه دی او د امنیت په برخه کي به پاکستان اؤ افغانستان دیو بل سره همکاري سره کوي.

د اعلامیې له مخې په دغه لیدنه کې امیر خان متقي افغانستان لپاره دپاکستان ځانګړي استازي ته دهغه په نوي مسولیت مبارکي ویلې ده اؤ هیله یې ښکاره کړې ده چې دځانګړي استازي په توګه دهغه دګمارل کیدو سره به د دواړو ګاونډیو هیوادونو تر منځ سیاسي او اقتصادي اړیکې لا هم پراختیا ومومي.
د طالبانو خارجه وزیر ویلي دسیاسي اؤ اقتصادي اړیکو پراختیا لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.
متقي وویل" په افغانستان کي د امن په راتلو سره خورا ښه فرصت رامنځته شوی چي د دواړو هیوادونو اقتصاد وغوړیږي لویې، پروژي شروع شي او تجارت مو هم زیات شي"
د طالبانو دحکومت دبهرنیو چارو د وزارت داعلامیې له مخې پاکستاني استازي په دې لیدنه کې افغان لوري ته ډاډ ورکړی چې هڅه به وکړي چې دهغه دماموریت په موده کې د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې لا قوي او پراخې شي،
اصف دراني وویل "موږ او تاسې په تجارتی برخه کې پرمختګونه لرو چې د ستاینې وړ دي، د سیمې امن د ټولو په ګټه دی او د امنیت په برخه کي به همکاري سره کوو"
دراني زیاته کړه "حاضر یو چې په سیاسي، اقتصادی او نورو برخو کې دوه اړخیز میکانیزمونه جوړ او پلي کړو، د تورخم – جلال آباد سړک د رغولو پاته کار ته به جدی توجه وکړو چي شروع یې کړو، افغانانو ته د ویزو په برخه کې په ځانګړې توګه د ناروغانو لپاره اسانتیاوې رامنځ ته شي"
د دې لیدنې په مهال خارجه وزیر امیر خان متقي په پاکستان کې د افغان بندیانو او د افغان سوداګرو د مالونو د ځنډېدو دستونزو د حل غوښتنه وکړه چې دپاکستان دځانګړي استازي اصف دراني له خوا ورته په دې لړ کې دبشړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
افغانستان کې دطالبانو حکومت دپاکستان په ګډون د نړۍ یو هیواد هم لا په رسمیت نه دی منلی خو په اګست کال 2021م کې چې طالبانو یو وارې بیا په حکومت قبضه وکړه نو پاکستان کې یې تود هرکلی شوی ؤ اؤ په هغه وخت کې دپاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي وؤ چې "افغانانو دغلامۍ زنځیرونه مات کړل"
خو په افغانستان کې دطالبانو د واکمنۍ په مهال چې وروسته پاکستان کې وسلې والې ډلې بیا منظم شوې اؤ خپل وسله وال بریدونه یې چټک کړل نو پاکستاني چارواکو دطالبانو په حکومت نیوکې پیل کړې چې افغانستان کې دپاکستان مخالفو وسله والو ترهګرو ډلو ته خوندي ځالې ورکړې دي.
د پاکستان دې تورونو ته ځواب کې تېره اوونۍ دافغان طالبانو دحکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وؤ دافغانستان په خاوره کې ترهګر نشته اؤ پاکستان که دخپلو دعوؤ په هکله ثبوتونه لري نو باید دوي ته یې ورکړي، دوي به پرې اقدام وکړي
  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG