د چارسدې د ابازو سیمې د خوږو امونو فصل رسېدلی او بزګر یې د صادراتو د زیاتېدو غوښتنه کوي
د ګرمۍ په دې موسم کې خواږه امونه د هرچا خوښېږي چې هم یې خپله وخوري او هم یې نورو ته ډالۍ کړي.
د چارسدې د ابازو سیمې د امونو په باغونو کې فصل رسېدلی چې نه یواځې د هېواد بېلابېلو سیمو ته لېږل کېږي بلکه بهرنیو هېوادونو ته هم استول کېږي خو بزګر وايي، چې صادرات یې باید زیات شي.
تفصیل د ملک وقاص په راپور کې.