لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان الیکشن کمیشن د ای این پي جلسې ته په وینا کولو د نګران صوبایي وزیر شاهد خټک د ګوښه کولو حکم کړی


دپاکستان الیکشن کمیشن دخېبر پښتونخوا نګران حکومت ته امر کړی چې سیاسي جلسه کې په برخې اخستو اؤ وینا کولو دې دصوبې دټرانسپورټ اؤ انفارمیشن ټیکنالوجۍ نګران وزیر شاهد خټک د حکومت نه وباسي.

په شاهد خټک نیوکې کیږي چې هغه دعوامي نیشنل ګوند کلک ملاتړی دی اؤ په سوشل میډیا دعوې مخې ته راغلي دي چې هغه اوړمه ورځ پخپله سیمه نوښار کې راجوړې شوې دعوامي نیشنل ګوند جلسه کې نه یوازې برخه اخستې بلکې وینا یې هم ورته کړې ده.

سیاسي جلسه کې په برخې اخستو په ټولنیزو رسنیو په نګران صوبایي وزیر شاهد خټک کلکې نیوکې شوې وې اؤ دهغه په غیرجانبدارۍ دخبریالانو اؤ حکومت مخالف سیاسي ګوندونو له لوري پوښتنې راپورته کړل شوې وې.

دپاکستان الیکشن کمیشن د خالي په ماښام خپل یو بیان کې ویلي چې په ټولنیزو رسنیو سیاسي جلسې ته دشاهد خټک د وینا داطلاعاتو په ترلاسه کیدو الیکشن کمیشن سخت نوټس اخستی ؤ اؤ صوبایي الیکشن کمشنر نه دقانوني کارروایۍ په غرض په دې اړوند عاجل رپورټ غوښتی ؤ.

الیکشن کمیشن ویلي دخېبر پښتونخوا د صوبایي الیکشن کمشنر نه په دې هکله د رپورټ ترلاسه کیدو وروسته الیکشن کمیشن دصوبې نګران وزیراعلا ته امر کړی دی چې شاهد خټک د صوبایي کابینې نه لرې کړي.

دالیکشن کمیشن په بیان کې ویل شوي دپنجاب نګران حکومت ته هم احکامات ورکړي چې دنګران حکومت هیڅ یو چارواکی یا وزیر په څه رقم سیاسي اؤ انتخابي مهم کې د ګډون کولو اجازه نه لري اؤ که چا داسې وکړل نو پرضد به یې سمدستي قانوني کارروایي کولی شي.

دخېبر پښتونخوا دټرانسپورټ په نګران وزیر شاهد خټک د وړاندې څخه په ټولنیزو رسنیو نیوکې کیدلې چې هغه د عوامي نیشنل ګوند یو ډاګیز ملاتړی دی اؤ نګران حکومت کې یې غیرجانبداري دپوښتنو لاندې ده.

خو دپېښور پریس کلب صدر ارشد عزیز ملک په ټویټر لیکلي چې شاهد خټک دنوښار دجلسې په اړوند خبرونو ته خپل غبرګون کې ویلي چې نوښار کې دکوم سیاسي ګوند جلسه نه وه بلکې دنوښار مشران دخپلو ستونزو د هواري په غرض راټول شوي وؤ چې دهغوي دغه اجتماع دجلسې شکل اختیار کړی ؤ.

په پاکستان حکومت مخالف ګوندونه اؤ خبریالان د وړاندې نه دخېبر پښتونخوا اؤ پنجاب په نګران حکومتونو د سیاسي جانبدارۍ تور لګوي اؤ دغه حکومتونه غیر اییني اؤ غیر قانوني بولي.

نګران حکومتونه په اییني توګه دانتخاباتو کولو لپاره یوازې د دریوؤ میاشتو لپاره ټاکل کیږي خو په خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب کې نګران حکومتونو خپله دغه اییني موده سرته رسولې ده اؤ اوس یې هم ذمه وارۍ په لاس کې نیولي دي

حکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف دپښتونخوا اؤ پنجاب دنګران حکومتونو په غیراییني توګه اقتدار کې دپاتې کیدو پرضد عدالت ته هم رجوع کړې ده خو عدالت لا په دې اړوند څه پرېکړه نه ده کړې

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG