دپاکستان دحکومت مخالفه ګوند پي ټي ایي مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان د هیواد دخارجه وزیر بلاول بوټو په هغه بیان سخت غبرګون ښودلی چې ویلي وؤ پاکستان ترهګرو پسې افغانستان ته دننه هم ورتلی اؤ هلته ترهګر په نښه کولی شي.
دچهارشنبې په ماسخوتن پخپله یوه ویډيو کې عمران خان د بلاول بوټو زرداري دا بیان له سیاسي پوهې بهر ګرځولی اؤ بلاول بوټو ته یې وریاده کړې ده چې افغانستان خپل یو تاریخ لري.
عمران خان دپاکستان موجوده حکومت تورن کړی چې افغانستان سره دځان په ګټه دغوره اړیکو موقعه یې پخپله له لاسه ورکړې ده.
دپاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو اوړمه ورځ اسلام اباد کې یوې دستورې ته د وینا په مهال ګواښ کړی ؤ چې دافغانستان دخاورې نه دپاکستان پرضد دکیدونکې ترهګرۍ مخه ونه نیول شوه نو پاکستان بیا اپشن په لاس کې لري چې ترهګرو پسې افغانستان ته هم ورشي.
دبلاول دې څرګندونو ته خپل غبرګون کې عمران خان ویلي "څوک هم چې په دې ملک کې لږه شان پوهه هم لري، نو ددې خطې خپل تاریخ دی، دخطې مطلب پاکستان، افغانستان اؤ قبایلي سیمې،نو هغه به داسې احمقانه بیان ور نه کړي"
عمران خان ویلي چې د طالبانو نه مخکې په افغانستان کې داشرف غني حکومت د هند پلوي ؤ اؤ دپاکستان پرضد یې یوه موقعه هم له لاسه نه ورکوله خو هغه وایي کله چې دطالبانو حکومت راغلو نو پاکستان ته یوه زرورینه موقعه په لاس ورغله چې افغانستان سره دخپلو ګټو په اساس غوره اړیکې پرمخ یوسي.
هغه ویلي امریکې سره طالبان خبرو ته پاکستان کښینولي وؤ اؤ د دوحې په تړون کې هم دپاکستان رول ډیر مهم ؤ نو پاکستان کولی شول چې دخپل اثر رسوخ نه په استفاده یې پاکستان کې دترهګرۍ په مخنیوي کې دافغان طالبانو دحکومت مرسته ترلاسه کړې وای.
دعمران خان په وینا کله چې په افغانستان کې داشرف غني حکومت و نو هغه مهال ده د وزیراعظم په توګه د کابل سفر کړی ؤ اؤ اشرف غني یې پاکستان ته هم رابللی ؤ تر څو دافغانستان سره دغوره اړیکو له لارې دترهګرۍ په ستونزه اؤ نورو مسلو قابو ومومي.
خو هغه وایي کله چې دده حکومت ختم شو نو اوسني حکومت بیا افغانستان ته هیڅ پام ونه ګرځولو.
هغه پوښتنه وکړه چې بلاول بوټو زرداري دپاکستان هغه وړومبی خارجه وزیر دی چې تر ټولو زیات بهرني سفرونه یې وکړل خو ایا هغه تر اوسه دافغانستان په سفر ولې ونه کړو؟
دعمران خان په خبره اوس چې بلاول بوټو دافغانستان دننه د ترهګرو د په نښه کولو کوم ګواښونه کوي په دې دترهګرۍ ستونزه نه هواریږي بلکې له امله یې افغانستان سره معاملې نورې هم خرابیږي.
هغه پاکستان کې دترهګرۍ په وروستیو پېښو اندېښنه ښکاره کړه اؤ وي ویل دهیواد حکومت اؤ ایجنسیو ټول پام دده د ګوند دمشرانو اؤ فعالانو ځورولو اؤ ددې ګوند کمزوري کولو ته ګرځولی اؤ ترهګرۍ ستونزې ته یې هیڅ توجو نه شته .
عمران خان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې دټي ټي پي له لوري پاکستان سره د اوربند ماتولو له اعلان وروسته پاکستان کې یو وارې بیا دترهګرۍ اؤ ځانمرګي بریدونو بهیر چټک شوی اؤ په دې بریدونو کې د سوؤنو امنیتي عسکرو ترڅنګ عامو وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
څېړونکي وایي په کال 2021م کې چې کله دعمران خان تېر حکومت دافغان طالبانو په منځګړتوب ټي ټي پي سره افغانستان کې دسولې مذاکرات پیل کړل نو ددغو مذاکراتو په نتیجه کې د ټي ټي پي په زرګونو وسله وال پاکستان ته راننوتلي اؤ هم پاکستان دخپلو زندانونو نه د ټي ټي پي خطرناک بندیان خوشي کړي دي چې اوس دغه ترهګر دپاکستان دننه خپل فعالیتونه کوي خو پاکستان یې دقابو کولو په چل نه پوهیږي.
دپاکستان پوځ اؤ حکومت پخپله هم منلې ده چې په تېر وخت کې ترهګرو سره نرمې رویه هغوي زړور کړي چې دپاکستان دننه ځانونه منظم اؤ ترهګریز فعالیتونه پرمخ یوسي
Forum