د پاکستان د انتخاباتو کمېشن پخوانی وزیراعظم عمران خان د پېنځو کلونو دپاره نا اهل ګرځولی
د الېکشن کمېشن د فېصلې ترمخه به عمران خان د نا اهلی په موده کې نه په کومه حکومتي عهده کار کولی شي او نه به په انتخاباتو او سیاست کې برخه اخېستی شي.
د تحریک انصاف د ګوند یو ویاند ذوالفقار بخاري د فیصلې غندنه کړې ده او وايي په عدالت کې به یې چېلنج کوي.
تفصیل د نوشیروان قلندر په رپورټ کې