په پاکستان کې مېشتو لږکيو له حکومت څخه د امتيازي قوانینو د ختمولو او دوي ته د تعلیم او روزګار د فرصتونو برابرولو غوښتنې کړي.
دوی وايي، د هېواد اقليېتونه نن په وېره ژوند کوي.
دا غوښتنې په اسلام اباد کې د لږکيو د قامي ورځې د لمانځلو په مناسبت وشوې.
په دې غونډه کې د عورت مارچ فعالانو او د بشري حقونو مباريزينو هم برخه درلوده.
تفصيل د وقار احمد په راپور کې.