د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف اؤ اپوزیشن لیډر راجا ریاض د لنډ مهاله وزیراعظم په توګه د بلوچستان عوامي ګوند د سینیټر انوارالحق کاکړ په نوم متفق شوي چې له هغې وروسته د هیواد صدر ډاکټر عارف علوي د نګران یا سرپرست وزیراعظم په توګه د ډاکټر انوارالحق د نوم منظوري ورکړې ده.
د خالي په ورځ وزیراعظم شهباز شریف اؤ د اپوزیشن مشر راجا ریاض د نګران وزیراعظم په ټاکنه خپلې مشورې سرته رسولي اؤ دواړه د انوارالحق په نوم متفق شوي دي.
د وزیراعظم اؤ اپوزیشن لیډر له لوري د نګران وزیراعظم په نوم له متفق کیدو وروسته د پاکستان صدر عارف علوي ته سپارښتنه یا سمري لیږل شوې وه چې باید انوارالحق کاکړ د نګران وزیراعظم په توګه وټاکي.
په ایکس ټولنیزه رسنۍ د صدارتي ماڼۍ نه خپور شوي بیان کې ویل شوي چې ډاکټر عارف علوي انوار الحق کاکړ نګران وزیراعظم ټاکلی اؤ ورلیږل شوې سمرۍ یې لاسلیک کړی دی.
د اپوزیشن مشر راجا ریاض رسنیو ته ویلي ده اؤ وزیراعظم په دې خبره سلا کړې وه چې نګران وزیراعظم باید د وړې صوبې څخه واخستل شي تر څو د وړې صوبې دمحرومۍ د احساس ازاله وشي.
انوار الحق کاکړ څوک دی ؟
سناتور انوار الحق کاکړ د بلوچستان عوامي ګوند سره تعلق لري
ھغه د پوھنتون د زدکړو پر وخت د پښتون سټوډنټ فیډریشن د مرکزي کمېټۍ غړی ھم پاته شوی
له پوھنتون وروسته ھغه برتانیې تللی او له څو کالو پس پاکستان ته بېرته ورغلی.
سناتور انوارالحق کاکړ په ۲۰۰۶ شپږ د مسلم لیګ ق ګوند کې شمولیت وکړ.
ھغه د کوټې په مشھور سرینا هوټل کې خپل سیاسي دفتر جوړ کړی و.
د ځینې سیاسي سرچینو په وینا چې ھغه لومړی ناستې پاستې د ھغه وخت د پوځ له امتیاز نومي برګېډیر، ډپټي کمیشنر کوټه حافظ شېر علي او د مسلم ق له سیاستوال سرور خان کاکړ سرہ وہ.
مرحوم سرور خان کاکړ صوبایي او مرکزي وزیر تر څنګ د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر ھم پاته شوی. ھغه د پاکستان اسټېبلشمنټ ته زیات نېږدې تن ښوول کېږي.
شنونکي پدې باور دي چې لا ھم ھغه وخت انوار الحق کاکړ و اسټیبلشمنټ ته نېږدې شوی.
ھغه په لومړي ځل له کوټې سیټي این اې ۲۵۹ څخه په ۲۰۰۸ کال کې د پاکستان مسلم لیګ ق پر ټکټ د قومي اسمبلۍ په ټاکنو کې برخه واخیسته خو بریالی نشو.کاکړ تر دولس زرہ کم ووټ اخیستی و.
د ھغه په مقابله کې د پییپلز ګوند غړې ناصر علي شاہ تر څلرویشت زرہ زیات ووټ واخیست او کامیابه شو.
په ۲۰۱۵م کال کې د مسلم لیګ ن د نواب ثناءالله زهري په دوره کې د بلوچستان حکومت ویاند شو، خو د ۲۰۱۷م کال په ډسمبر کې یې د خپل حکومت پر ضد د بې اعتمادۍ د تحریک مھمه رول لوبولی.
له هغه وروسته عبدالقدوس بزنجو شپږ میاشتې وزیراعلی پاتې شو، بیا انوارالحق کاکړ د هغه په کابینه کې د اطلاعاتو سلاکار شو.
انوارالحق کاکړ د ۲۰۱۸ کال په مارچ میاشت د شپږو کلونو لپاره د پاکستان په سينټ کې سناتور وټاکل شو.
ھغه ته د مسلم لیګ (ن) ملاتړ حاصل وو خو هغه په خپلواک حیثیت سنېټر شو.
د مارچ په ھم دې میاشت کې له مسلم لیګ (ن) څخه خفه غړو ملګری شو او د بلوچستان عوامي ګوند په نوم د ګوند بنیاد یې کېښود.
ھغه وخت انورالحق کاکړ د BAP د مرکزي ویاند په توګه وټاکل شو.
ھغه وخت د بلوچستان زیاترہ قام پرست سیاسي ګوندونو باپ ګوند د اسټیبلشمنټ پارټۍ او د پاکستان د پوځ څارګرې ادارې ای ایس ای د ھغه وخت د برګېدیر خالد په لاس جوړ جوړ کړل شوی ګوند یاداوہ.
خو د کاکړ په شمول د دې ګوند زیاترہ مرکزي غړو نه دا چي دا تورونه رد کړي بلکه دا به یې ویل چې د بلوچستان سیاسي ګوندونه تنګ نظرہ، قام پرسته، او د نفرت سیاست کوي ځکه دوی نوی ګوند جوړ کړ چې دا به په مرکز کې د بلوچستان حقیقي استازی ګوند وي.
دې ګوند په دوہ زرہ اتلس الېکشن کې 24 سیټونه تر لاسه کړل او جام کمال یې د بلوچستان وزیر اعلا جوړ کړ.
د نوابزادہ سراج ریساني له وژنې پس جام کمال د بلوچستان عوامي ګوند مھمه شخصیت وګرځول شو او وزیر اعلا شو.
ریساني د 2018 کال پر 13 جولایي تر عامو ټاکنو دولس ورځې اوّل په یوہ زورورہ چاودنه کې د مستونګ ضلعې په درینګړھ سیمه کې ووژل شو.
پدې چاودنه کې د ریساني تر 150 زیار پلویان او د سیمې خلک ووژل شول.
د پېښې زمه واري داعش منلې وہ.
نوابزادہ ریساني د پوځ مھمه کس بلل کېدہ.
د ریساني د فاتحې مراسمو ته د ھغه وخت د بلوچستان کور کمانډر عاصم سلیم باجوہ او د ای ایس ای د ھغه وخت د بلوچستان مشر برګېډیر خالد ورغلي او د ھغه پر قبر یې د پاکستان د بېرغ لګولو تر څنګ پورہ پوځي مراسم تر سرہ کړي وو.
خو څه څه مودہ پس د جام کمال پر ضد د بې اعتمادۍ د تحريک نه پس په "باپ" ګوند کې اختلافات راپورته شول، ھغه وخت کاکړ د صادق سنجراني او عبدالقدوس بزنجو پر ځای د جام کمال ملاتړ وکړ.
انوارالحق کاکړ د پښتنو له مشهورې کاکړ قبیلې سره تعلق لري د نومول شوي نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ تعلق د بلوچستان د قلعه سیف الله ضلعې له تحصیل مسلم باغ سره دی.ھغه د پاکستان د پوځ کېډټ کالج کوہاټ زدکونکی ھم پاته شوی.
نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د کوټې له يوه شخصي ښوونځي څخه تر لاسه کړې او د بلوچستان له پوهنتون څنګ یې له پېښور پوھنتون څخه زدکړې کړې دي.
کاکړ د پاکستان د پوځ نېشنل ورکشاپ یا د ملي دفاع پوهنتون د امنيتي ورکشاپ برخه هم پاتې شوې ده.
سناتور انوارالحق کاکړ به دویم نگران وزیراعظم وي چې د بلوچستان سرہ تعلق کري.
Forum