لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: ګوادر ښار کې د چین د انجینرانو پر قافله ډله ییز وسله وال برید شوی


د پاکستان د بلوچستان صوبې په ګوادر سیمه کې پولیسو ویلي دي چې نامعلومو وسله والو د اتوار/یکشنبې په ورځ سهار، د ګوادر ائیرپورټ په سړک د چینایي انجنیرانو په یو قافلې باندې برید کړی دی.

دا خبر یو ځایي پولیس چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او ای ډیوه ته ورکړی، خو نور تفصیل یې نه دی شریک کړی.

پولیس چارواکي وویل،”برید هغه وخت وشو چې کله د چینایي انجینرانوقافله تېرہ شوه". پېښه د ګوادر عدالت ودانۍ ته څیرمه شوې چیرته چې د پاکستان آرمې کیمپ او د چینایي انجینرانو د کار کیمپونه هم موجود دي.

پولیس وایي دا مهال فایرنګ درېدلی دی او د د لټونې عملیات لا اوس هم روان دي. د ګوادر د ځايي خلګو په وینا له سهاره څخه د چاودنو او ډزو غږونو ځایي خلګ په تشویش او ویره کې اچولي وو، وایي د ګوادر د تګ راتګ ټولي لاري تړلې شوې دي.

ځینې ازادې سرچینې تاییدوي چې دوہ وسله وال برید ګر وژل شوي او دا مھال ډزې درېدلې دي. د پولیس چارواکي په وینا د وسلوالو پر ضد په عملیاتو کې د پولیس تر څنګ د ایف سي او پاکستان ارمي عسکر هم برخه لري.

پولیس چارواکي د پېښې په اړ‎ہ تفصیلي معلوماتو شریکولو څخه ډډہ کوله او ویې ویل،”په دې اړ‎ہ به لوړ‎ پوړ‎ي چارواکي نور تفصیل وروسته شریکوي.”

بلوڅ بېلتون غوښتونکې ناقانونه ګرځول شوې ډلې بي ایل اې د برید زمه واري منلې او ویلي یي دي “د دوی د ځانمرګي بریډګرې ډلې ( مجید بریګېډ) د چاینا د انجینېرانو پر قافله وسلوال ډله ییز برید کړی چې د څلورو چینایانو په ګډون دیارلس تنه یې وژلي دي”.

پولیس او ازادې سرچینې د دې دعوو تصدیق نه کوي. یاد تنظیم پر ټولنیزو رسنیو د دوو بریدګرو عکسونه هم شریک کړ‎ي دي.

د دې تر څنګ نن د بلوچستان په تربت سیمه کې هم ناپېژندل شویو وسلوالو برید کړی او دوہ تنه مزدوران یې وژلي دي.

د پولیسو په وینا په پېښه کې د پلانټ د منشي په شمول 2 مزدوران وژل شوي دي. پولیس وایي په پېښه کې د وژل شویو دواړه کسانو تعلق د پنجاب د ملتان ښار څخه دی. ددې پېښي ذمه واري د رپورټ جوړولو تر وخته کومې ډلې نه ده منلې.

ګوادر د بلوچستان ساحلي ښار او د نړۍ تر ټولو ژور قدرتي بندر ګڼل کېږي. په کال 2015 کې د پاکستان او چین تر مینځ د اربونو روپو اقتصادي پروژه سي پېک هم د ګوادر ښار کې پېل شوې وه.

خو بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالي ډلې ددې پروژې مخالفت کوي او ادعا کوي چې پاکستان او چین په ګډه د بلوڅو پر ساحل وسایل خوري خو ځایي خلګو ته یې د وړلو یا ګټه ورڅخه اخیستلو اجازه نه ورکوي، ځکه دوی ته دا د منلو نه دہ.

خو حکومت بیا د دوی دغه تورونه ردوي او وايي چې د سي پیک د پروژې ترڅنګ یې د بلوچستان د پر مختګ لپاره ګامونه پورته کړي دي. حکومت دا دعوه هم کوي چې د دې پروژې مخالفت کوونکي د پاکستان دښمن قوتونه دي.

پر چینایي وګړ‎و او کارمندانو تر دې وړ‎اندې هم وخت په وخت په بلوچستان کې بریدونه شوي دي.

د 2018م کال اګست پر 11مه د چاغي ضلعې دالبندین په سیمه کې د چیانیي کارمندانو پر بس ځانمرګی برید شوی و. د برید له امله لږ تر لږه شپږ تنه چې درې چینايي انجینران هم په کې شامل وو، ټپیان شوي وو.

د دې برید زمه واري هم بي ایل اې مجید بریګېډ منلې وہ.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG