د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمو بر جنوبي وزیرستان اؤ خېبر کې په امنیتي ځواکونو برید اؤ د سړک د غاړې بمي چاودنه کې لږ تر لږه 7 عسکر ژوبل شوي دي.
په عین حال کې په شمالي وزیرستان اؤ ډیره اسماعیل خان سیمو کې د هدفي وژنو په دوو بیلابیلو پېښو کې دوه کسان وژل شوي اؤ یو تن بل ژوبل شوی دی.
د سیمې څخه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د ګل یا دوشنبې په ورځ د بر شمالي وزیرستان په لدها تحصیل کې د ایف سي ځواکونو په یو ګاډي د سړک پر غاړه ښځ کړل شوی بم چاودیدلی چې په کې څلور عسکر ژوبل شوي دي.
سرچینې وایي د پېښې سره سم په ګڼ شمیر امنیتي عسکر د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ چاودنه کې ژوبل کسان یې د علاج لپاره روغتون ته رسولي دي.
د افغانستان سره په پوله پرتو د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمو کې چې اکثره داسې واقعات وشي نو د هغې پخلی د سیمه ییزې انتظامیې اؤ پولیس چارواکو نه نیغ په نیغه ځکه هم ډیر په ګرانه کیږي چې اکثره په دغو سیمو کې موبایل فونونه کار نه کوي اؤ د صحافیانو هلته په ازادانه توګه په رپورټنګ کولو غیر اعلانیه بندیز پرځای دی.
خو امنیتي اؤ ځایي سرچینې بیا اکثره په غیر رسمي توګه خبریالانو ته د ناامنۍ د واقعاتو تصدیق یا تردید کوي.
بل لوري ته پولیس سرچینې وایي د خیبرپښتونخوا د قبایلي ضلعې خېبر په باړه تحصیل کې هم د امنیتي ځواکونو په یوه پوسته وسله والو برید کړی چې په کې یو د پولیس اؤ دوه د ایف سي عسکر ژوبل شوي دي.
د سیمې نه ځایي سرچینو وي او ای ډیوه ته د دې برید پخلی کړی دی اؤ وایي له برید وروسته برید ګر له سیمې تښتیدلي دي.
په سمدستي توګه د دې برید پړه هم چا په غاړه نه ده اخستې .
بر جنوبي وزیرستان اؤ باړه کې په امنیتي ځواکونو دا بریدونه د ګل یا دوشنبې په ورځ په داسې حال کې شوی چې پاکستان دخپلې ازادۍ ملي ورځ نمانځله اؤ هم په دغه ورځ دپښتونخوا په یو شمیر قبایلي سیمو کې ولس د بدامنۍ اؤ ترهګرۍ پرضد د احتجاج په توګه دا ورځ د تورې ورځې په توګه نمانځلې ده.
تر دې وړاندې د جولایي د میاشتې په 20 نیټه هم دباړې تحصیل په ودانۍ یو ځانمرګی برید شوی ؤ چې د چارواکو په وینا څلور تنه وژل شوي اؤ 10 نور ژوبل شوي وؤ.
د دغه ځانمرګي برید پړه دپاکستاني طالبانو یوې ډلې په غاړه اخستې وه.
هم دا راز سرچینې وایي د ګل/دوشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په رزمک اؤ د ډیره اسماعیل خان په درازنده سیمو کې د هدفي وژنو په دوؤ بیلابیلو پېښو کې دوه تنه وژل شوي اؤ یو بل ژوبل شوی دی.
سرچینې وایي دغو دواړو سیمو کې په موټر سایکلو سورو نامعلومو وسله والو ډزې کړي اؤ د دوؤ کسانو له وژلو وروسته تښتیدلي دي.
خو په دغو دواړو پېښو کې د وژل شوؤ کسانو په اړه نور تفصیلات مخې ته نه دي راغلي چې هغوئ څوک وؤ اؤ ولې وژل شوي دي؟
په دي وروستیو وختونو کې د خېبرپښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې په پوځ، اېف سي او پوليس د ترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې ده چې امنیتي ځواکونو ته په کې درنه مرګ ژوبله اووښتې ده.
د پاکستان انسټيتیوټ فار کنفلکټ اېنډ سیکيورټي سټدیز نومې غېر دولتي ادارې د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې د روان کال په لومړو اووه مياشتو کې د پاکستان دننه 18 ځانمرګي بريدونه شوي دي چې دې کې زیاتره بریدونه په پښتونخوا کې شوي دي.
د ادارې د رپورټ ترمخه د ترهګرۍ دغو پېښو کې د 200 نه زیات کسان وژل شوي او 450 نه زیات ژوبل شوي دي. ويل شوي په 18 ځانمرګو بريدونو کې نیم په قبایلي ضلعو، څلور د خېبرپښتونخوا په نورو سيمو، څلور په بلوچستان او يو په سيند صوبه کې شوی دی.
Forum