لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ورکو بلوڅانو تنظیم وایي تر 6000 د زیاتو جبري لادرکه بلوڅانو نوملړ یې تیار کړی دی


په بلوچستان کې د لادرکه بلوڅانو لپاره کارکوونکی تنظیم وایس فار بلوڅ مسنګ پرسنز وايي په تېرو دوو لسيزو کې تر 6000 د زياتو بلوڅ فعالان د جبري لادرکه کېدو نوملړ يې تيار کړی دی.

تنظیم وايي په تېرو درو کلونو کې په ناقانونه توګه د بلوڅانو د لادرکه کولو لړۍ نورہ تېزه شوې ده.

د کوټې د مطبوعاتو کلب مخ ته د لادرکه بلوڅانو لپاره ږغ پورته کوونکي تنظيم د شورو- چارشنبې په ورځ احتجاج کړ‎ی، چې د لادرکه بلوڅانو د کورنيو د نارينه او ښځینه غړو تر څنګ ماشومانو هم ګډون پکې ګډون کړی دی.

احتجاج کوونکو ویلي د بلوڅ فعالانو او زده کوونکو په لادرکه کېدو کې زياتوالی راغلی دی. د تنظیم چېرمین نصرالله بلوڅ وایي:

"په تېره يوه نيمه مياشت کې 80 ته نیژدې بلوڅ فعالان په بلوچستان کې په جبري توګه لادرکه کړل شوي دي، روان کال د شاوخوا 105 لادرکه کسانو کورنيو له تنظيم سره د خپلو ورکو کسانو نومونه ثبت کړي دي".

د وايس فاﺭ بلوچ میسنګ پرسنز مرستيال مشر ماما قدير وایي په جبري توګه د خلکو پورته کېدل زيات شوي خو وایي د پورته شويو خلکو بېرته را خلاصېدو عمل د تېرو کلونو په نسبت په ټپه درېدلی دی:

"د لادرکه کسانو لپاره ډېر کميشنونه جوړشوي خو يوه هم زموږ ستونځې نه دي هوارې کړي، زموږ له دې کمیشنونو نوره تمه نه شته، د لادرکه کسانو شمېر د پخوا په نسبت زيات شوی دی، ټول بلوچستان د ټارچرسيل [قیدخانه] شکل اخيستی دی".

د تنظيم چارواکي زياتوي د بلوچستان له تربت، کېچ، خضدار، کوټې، مستونګ او قلات څخه لادرکه شوي زياتره ځوانان بلوڅ سیاسي فعالان او زده کوونکي دي.

زياتره وخت په بلوچستان کې د بلوڅانو د لادرکه کېدو تورونه د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو لګول کېږي خو پوځ نه یواځې دا چې دا تورونه ردوي بلکې دا يې ويلي چې دا د پوځ د بدنامه کولو دسیسه او یوه پروپیګنډه ده.

د تنظيم د تازه دعوو په اړه مو د بلوچستان د کورنيو چارو د محکمې له سېکرېټري صالح ناصر سره په ټیليفون رابطه وکړه، خو په جواب تر لاسه کولو بريالي نه شوو.

څه موده وړاندې د بلوچستان د کورنیو چارو پخواني وزیر مېرضیا الله لانګو ويلي وو چې د دوی د حکومت په دوره کې په سلګونه لا درکه بلوڅان را خوشي شوي او خپلو کورونو ته ستانه شوي هم دي.

خو لانګو د وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز پر تنظیم دا تور هم پورې کړی وو چې د دوی تنظيم هغه وسلوال هم د لادرکه کسانو په نوملړ کې اچولي چې د ده په وینا هغه په غرونو کې دي او له ریاست سره جنګېږي. تنظيم د لانګو دا تور رد کړی وو.

د کال 2023م د اپرېل مياشتې پر 23مه د بلوچستان په مرکز کوټه کې يوې غونډې ته د وينا پرمهال د پاکستان پخواني وزیراعظم شهباز شريف ويلي وو:

"له قانون سره سم به د لادرکه بلوڅانو د ستونځې د هوارې لپاره غږ پورته کوم او په دې اړه چې کوم واکداران او ذمه واران دي له هغوی سره به خبرې کوم".

شریف ويلي وو، تر څو د لادرکه کسانو ستونځه حل نه شي، په بلوچستان کې به محرومۍ نورې هم زیاتېږي.

د لادرکه کسانو په اړه د بلوڅ قامپاله ګوند بي اين پي مېنګل مشر سردار اختر مينګل په خپله يوه تازه مرکه کې ويلي، په بلوچستان کې د تېرو وختونو په نسبت د پاکستان ډيموکرېټک موومنټ د ګډ حکومت په دوره کې د بلوڅ فعالانو لادرکه کېدل زيات شوي دي.

په جبري توګه د لا درکه شوو کسانو لپاره د پلټنو مرکزي کمېشن په سپريم کورټ کې جمع کړي خپل تازه رپورټ کې ویلي، کمېشن تر جولای 2023م پورې په مجموعي توګه 7،616 قضيې هوارې کړي چې پکې د جولاې د مياشتې 176 نوي کېسونه هم شامل دي.

د وايس فار بلوڅ ميسنګ پرسن تنظيم رپورټ دی چې د لادرکه کسانو نوملړ تر شپږ زره کسانو زیات شوی دی، دوی د پاکستان له حکومت، پوځ او څارګرو ادارو عدالتونو ته د لادرکه کسانو د وړاندې کولو او د هغوی په اړه د هغوی له کورنيو او تنظيم سره د ضروري معلوماتو شريکولو غوښتنه کړې ده.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG