په افغانستان کې د طالبانو له خوا د جينکو په تعليم تر لګول شوي بندیز وروسته له زدکړو محرومې جينکۍ وايي دوی د نفسياتي فشار سره مخ دي او خپل راتلونکی په تيارو کې ويني.
ښځينه زده کوونکې د طالب چارواکو نه غوښتنه کوي چې دغې پرېکړې دې بیا کتنه وکړي او نجونو ته دې د تعليم تر لاسه کولو اجازه ور کړي.
د ښځو د حقونو فعالان وايي که چېرې دا بندیز دوام وکړي نو دا به د جينکو ترڅنګ د ټولنې په مجموعې ژوند هم ژور خراب اثر وکړي.
په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ دوه کاله پوره کېدو وروسته هم د جينکو په تعليم لګول شوی بندیز دوام لري او د منځنۍ درجې د سکولونو او پوهنتونونو ښځينه زده کوونکې په کورونو ناستې دي.
په کابل کې د دوولسم ټولګي زده کوونکې فاطمه ساپۍ وي او اې ډيوه ته وايي دوه کاله وشول چې د مکتبونو دروازې بندې دي او دا ډېره لویه موده ده چې دوی د لاسه ورکړه.
نوموړې زياته کړه هيله يې دا وه چې له تعليم تر لاسه لکولو وروسته به ډاکټره جوړېږي او د خپلو خلکو به خدمت کوي خو د مکتبونو تړل کېدو سره بې هيلې شوه. د فاطمه ساپۍ وېنا وه:
"سره له دې چې ډېر وخت ضايع شو، جينکۍ په بېلابېلو رواني ناروغو اخته شوې دي، زه پخپله د رواني او روحي فشار سره مخ يمه ځکه چې يو نامالوم برخليک سره مخ يم".
هغه له طالب چارواکو غوښتنه کوي چې په خپلو پرېکړو کې بدلون راولي او جينکو ته د تعليم اجازه ورکړي.
پاملرنې په نوم نړیواله مرسته کوونکې اداره کېر انټرنېشنل پخپل راپور کې وايي د 2021 کال په سپتمبر کې واکمنو طالبانو تر دوولس کلنۍ پورته جينکو ټول رسمي تعليم وځنډاوه چې له کبله يې 11 لکه ښځينه زده کوونکې د تعليم څخه بې برخې شوې.
د ادارې د رپوټ له مخې د 2022م کال په دسمبر کې طالبانو په پوهنتونونو کې هم د جينکو په زدکړو بندیز ولګاوه چې وایي د سرکاري او غېر سرکاري پوهنتونونو د 100،000 نه سېوا ښځينه زده کوونکو تعليم اغيزمن شو.
په جرمني کې مېشته د ښځو د حقونو فعاله روح ګل افغان پخپلو خبرو کې وي او اې ډيوه ته وويل، د طالبانو اولنۍ فتواوې د افغانستان د نيمايي ابادۍ یعنې ښځو پر ضد دي:
"د دې شي په نظر کې نيولو سره دوی د افغانستان ښځې په شپږمه پېړۍ کې ويني چې په کور کې به زندانيانې ناستې وي چې دا د افغانستان د حال او راتلونکي لپاره ډېر منفي تاثيرات درلودلی شي".
د ښځو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي که څه هم افغان طالبانو وار په وار ويلي چې د جينکو د تعليم ادارې به پرانستل شي خو وایي څومره چې دا مسله د ځنډ ښکار کېږي زيان به يې افغان ولس ته رسېږي.
په افغانستان کې مېشته د جمهوري غوښتونکو د ملي ګوند مشره عادله بهرام نظامي وي او اې ډيوه ته وويل که د نجونو د مکتونو دروازې بندې پاتې شي نو د دې لوی خطر په کم عمرۍ کې د جينکو د ودونو سېوا کېدو دی او بله دا چې دا به يوه بې سواده مور وي.
نوموړې زياته کړه چې دې سره به د اقتصاد او روغتیا له پلوه هم جينکو او هم کورنيو ته يې ډېرې خطرې مخ وي نو د نجونو په تعليم بندیز لګول د ټولنې د پرمختګ مخنيوی دی.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي لا هم تر شپږم ټولګي پورته جينکو ته د تعلیم د اسانتیا د برابرولو او د ښځو د پوهنتونونو د پرانیستلو دپاره تګلارې نه دي بشپړې شوې او په دې اړه کار روان دی.
نړيوالې ټولنې د طالبانو د حکومت په رسمي ډول پېژندل په دغه هېواد کې د ښځو د تعليم او او نورو حقونو پرځای کولو سره مشروط کړی دی.
Forum