د سياسي چارو پوهان وايي په پښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف د صوبايي حکومت او د وفاق تر منځ د روانو سياسي اختلافاتو او د پښتون قامي جرګې د غوښتنو غیرسنجیده اخستل کېدو له امله د يادې جرګې غوښتنې لا هم نه دي پوره شوي. تفصیل د عبدالرزاق په رپوټ کې:
د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير په پېښور کې د سياسي ګوندونو مشرانو سره ملاقات کې د طالبانو له حکومت سره یواځینۍ ستونزه په افغانستان کې د ټي ټي پي موجودګي او په پاکستان کې د دې ډلې ترهګري بللې، خو څېړونکي یې د افغان کډوالو د شړلو په ګډون بېلابېل علتونه ګڼي. تفصيل د عبدالرزاق په رپورټ کې:
د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير پېښور کې د سياسي ګوندونو مشرانو سره ليدنه کې ويلي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ یوازینۍ ستونزه د تحريک طالبان پاکستان هلته موجودګي او د پولې د پولې غاړې افغانستان څخه پاکستان کې ترهګري کېدل بللي دي.
د بې پولې خبريالانو تنظيم يا ار ايس ايف پخپل وروستي رپورټ کې ويلي چې د 2024م کال په مهال طالبانو لږ تر لږه 12 رسنۍ بندې کړي دي
روان کال د اګست په مياشت کې افغان طالبانو په ښځو نور محدودیتونه عملي کړل او هغوی یې په عامه ژوند کې د زمزمه کولو، شعر ویلو، یا په اوچت اواز کې خبرې کولو نه منع کړي، او امر یې کړی چې ښځې دې د کوره بهر ټول وخت خپل وجود او مخ پټ وساتي
د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت وايي د ځوانانو د تعليم ترڅنګ دوی ته روزګارونو او قسما قسم هنرونو ورکولو دپاره يې د احساس لون په نوم د قرضو ورکولو پروګرام پېل کړی دی
په افغانستان کې د طالبانو له خوا د طبي زده کړو په مرکزونو کې د جينکو په روزنې لګول شوي بندېز د ملګرو ملتونو کارپوهان اندېښمن کړي او دا يې غېرعادلانه اقدام ګرځولی او رد کړی يې د. کارپوهانو ویلي، دا ګام به د ناروغيو او مېرمنو او ماشومانو د مړيني لامل وګرځي.
يورپي يونين په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراک نړيوال پروګرام د لارې د موسمي بدلون د اغېزو څخه متاثره شويو کورنيو سره د 15.8 ميلينه ډالرو مرسته کوي. د ماحولياتو ماهرين وايي که دا مرستې په سمه توګه ولګول شي تر ډېره حده يې مسقتل ګټې ټولنې ته رسېدای شي. تفصیل د عبدالرزاق په رپوټ کې:
يورپي يونين په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراک نړيوال پروګرام د لارې د موسمي بدلون د اغېزو څخه متاثره شويو کورنيو سره د 15.8 ميلينه ډالرو مرسته کوي.
د روغتيا د چارو پوهان وايي د جينکو په تعليم لګول شوی بنديز د افغان جينکو په کم عمرۍ کې د ودونو سېوا کېدو لامل ګرځېدلی چې له وجې يې کم عمره مېرمنې د پيچيده مسلو سره مخ کېږي
پاکستان د موسم او افتونو د مزاحمت د پروګرام لوړولو لاندې له ايشين ډويولپمنټ بېنک سره د 500 ميلينه ډالرو د پور اخيستو معاهده لاسليک کړې چې هدف يې د موسمي بدلون او قدرتي پېښو د خطرو د مخنيوي لپاره د هېواد صلاحيت پياوړی کول دي. تفصیل د عبدالرزاق په رپورټ کې:
څېړونکي وايي هند سره د طالبانو د حکومت زیاتېدونکي تعلقات به د پاکستان دپاره د تشويش وړ وي او دې سره په منطقه کې تناو سېوا کېدای شي. څېړونکي وايي د سيمې د ثبات دپاره د ګاونډيو هېوادونو تر مځن اړيکې ښې کول پکار دي او بايد هند او پاکستان مثبت تعلقاتو ته وده ورکړي. تفصيل د عبدالرزاق په رپورټ کې:
د سياسي او نړيوالو چارو څېړونکي وايي د امريکا نوي صدر ډونلډ ټرمپ به د افغانستان موجوده سياسي او انتظامي وضيعت او د دوحې تړون عملي کول د پامه نه غورځوي ځکه چې غربي نړۍ په افغانستان کې د شلو کالو دپاره کومې پېسې لګولي د ټرمپ انتظامیه به غواړي چې هغه بې مقصده ضايع نه شي
د موسمي بدلون د پاره د زرغون چاپېریال «ګرين کلايمېټ فنډ» په نوم نړيوالې ادارې پاکستان کې د موسمي بدلون پروژې دپاره د 50 ميلينه ډالرو پنګې منظور کړې دي. دا پنګه به د موسمي بدلون د بدو اغېزو په لړ کې په ملکي کچه د حل لارې لټولو لپاره کارول کېږي. تفصیل د عبدالرزاق په رپوټ کې:
د ماحولياتو ماهرين وايي د موسمي بدلون له وجې راتلونکي سېلابونه ځايي ولس ته مالي او ځاني زيان رسوي او د دې ترڅنګ د سخت موسم په نتيجه کې د فصلونو پېداوار او د اوبو سرچينې هم متاثره کوي
د طالبانو د روغتيا وزارت ترجمان وايي په هېواد کې د خوارځواکۍ سره د مخ ماشومانو او مېندو علاج دپاره د 3000 نه سېوا مرکزونه فعال دي او د هغوي درملنه پکې دوام لري۔
نور کتل