د خېبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په درېم ځل تکرار کړې، افغانستان سره د شخړو هوارولو دپاره راتلونکو دوو اونیو کې د صوبايي حکومت یو پلاوی ګاونډي هيواد ته استوي، او د دواړو هېوادونو ترمنځه د مسلو حل لارې به ولټوي.
ښاغلي ګنډاپور له دې وړاندې د تېر کال دسمبر په مياشت کې ويلي وو، مرکزي حکومت ورته ويلي چې د افغانستان سره خبرې وکړي او له دغې وړاندې نوموړي د ستمبر په مياشت کې ويلي وو، د صوبې په حېث افغانستان ته پلاوی لېږم.
د ګنډاپور لومړۍ څرګندونې ته په غبرګون کې د دفاع وزير خواجه اصف ويلي وو، د خېبرپښتونخوا صوبې د افغانستان سره د مذاکراتو خبره په "فېډرېش، مرکز باندې نېغه حمله ده".
د علي امين ګنډاپور يادو دعوو تراوسه کومه نتيجه نه ده ورکړې.
د نړيوالو چارو کار پوهان د افغان طالبانو سره د خبرو د لارې د مسلو حل را ايستل مهم بولي خو وايي د وفاقي حکومت په اعتماد کې د اخستو بغېر دا ګام به ډېر موثر نه وي.
د خېبر پښتونخوا علي وزير علي امين ګنډاپور افغانستان سره د خبرو تازه بيان د جنورۍ په 20مه ورکړی او ويلي یې وو، په دوو هفتو کې به د صوبايي حکومت پلاوی افغانستان ته لېږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځه د شخړو حل کولو دپاره زمنيه برابره کړي.
د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د نړيوالو زده کړو د څانګې استاذ ډاکټر عبدالشکور وايي، "د سيکيورټي حوالې سره چې کومه خبره ده که افغانستان سره وي، که د هند سره وي که د ايران سره وي يا د دنيا نورو ملکونو سره وي نو هغه د پاکستان د ايين په چوکاټ کې د وفاقي حکومت کار دی نه چې د صوبايي حکومت، نو که قبايلي مشران ولېږي او که د صوبايي حکومت په سطحه خبرې وشي نو يو مثبت خبره ده خو که دې نه څوک دا مطلب راوباسي چې دا به په حقيقي معنو کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځه مسله ده يا دلته چې د ترهګرۍ او سيکيورټۍ مسله ده دا به حل شي نو زما په خيال دا خبره سمه نه ده".
د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير د جنورۍ په 13 مه پېښور کې د سياسي ګوندونو مشرانو سره ملاقات کې ويلي وو، د تحريک طالبان پاکستان په افغانستان کې موجودګي او د پولې بل اړخ نه پاکستان کې بريدونه د افغانستان سره د کړکيچ يوازځينی علت دی.
د پاکستان پوځ او حکومت دعوه کوي، د کله نه په افغانستان کې طالبان په واک کې راغلي، پاکستان کې ناامني او ترهګري سېوا شوې ده، او د افغانستان د خاورې نه پاکستان کې ترهګري کيږي، خو طالبانو د پاکستان دغه دعوې او تورونه تل رد کړي او ويلي یې دي پاکستان دې د خپلو ناکامو زمه واري په دوی نه ور اچوي.
د امنيتي چارو څېړونکي وايي د دواړو ګاونډي هېوادونو ترمنځه د ستونزو د هواري دپاره د مرکزي حکومتونو په کچه خبرې کول ډېر مهم دي.
خبريال او د امنيتي چارو څېړونکی حقنواز خان وايي، "خېبر پښتونخوا زياته اغېزمنه ده د ترهګرۍ نه، کوم چې د پاکستان چارواکي وايي چې دا د افغانستان د اړخ نه دغه ترهګر راځي او دلته کې په امنيتي عسکرو بريدونه کوي، د پاکستان او افغانستان چې څه هم شخړې دي نو دا به د خبرو اترو په سفارتي او سياسي طريقه حل کېږي، بله لار داسې مخې ته نشته ځکه چې نورې کومې لارې دي هغه ازمايلی شوي هم دي او که په هغې که مونږه نظر واچوو نو نقصان يې ډېر شوی دی او ګټه ترې نه ده ترلاسه شوې".
ګنډاپور ويلي، په لومړي پړاو کې به د صوبايي حکومت يو پلاوی او بيا د قبايلي مشرانو وفد افغانستان ته د خبرو اترو دپاره لېږي.
له دې وړاندې هم د طالبانو سره خبرو دپاره د خېبرپښتونخوا صوبې نه د حکومتي او قبايلي مشرانو پلاوي کابل ته تللي خو هغه تګ راتګ او خبرو هم کومه نتيجه نه وه ورکړې.
په مرکز او خېبرپښتونخوا صوبه کې د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان (چې دا وخت په جېل کې دی) په حکومت کې د هغه وخت د استخباراتي ادارې (آی اېس آی) د پخواني مشر جنرل فېض حميد (څوک چې دا وخت د پوځ سره په بند کې دی) په مشرۍ د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) سره په کال 2021م کې په کابل کې مذاکرات پيل کړل شوي وو.
د پاکستان نه څو پلاوي په دغه لړ کې کابل ته تللي وو خو د کال 2022م په نومبر کې بیا ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پيل کړي وو.
له دغې وروسته په ځانګړي ډول خېبرپښتونخوا، قبايلي او جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ او ترهګرۍ پېښې ډېرې سېوا شوي دي.
د کال 2023 د فرورۍ په 22مه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ کې د پاکستان د استخباراتي ادارې مخکيني مشر لفټننټ جنرل نديم انجم په ګډون يو حکومتي پلاوي د کابل سفر کړی وو.
او په افغانستان کې یې د طالب چارواکو سره په ليدنه کې د ترهګرۍ مخ په زیاتیدونکي ګواښ او په ځانګړې ډول د داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان په اړه یې ورسره خبرې کړې وې.
د تېر کال په 24م دسمبر افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي وو، پاکستان د پکتيکا برمل ولسوالۍ کې بمباري کړې، وزيرستاني کډوال یې ويشتي، د ماشومانو او ښځو په ګډون پکې 46 کسان وژل شوي، طالبانو دغه بريد غندلی او ویلي یې ويلي وو، دغه بريد به ځوابه پرې نه ږدي.
او بيا په 28م دسمبر د طالبانو د دفاع وزارت دعوه کړې وه، "د ډېورنډ د فرضي کرښې بلې خوا ته په څو نکتو کې د هغو شریرو عناصرو او د دوی د حمایت کوونکو پټن ځايونه او مرکزونه انتقاما تر بریدونو لاندې ونيول شول، له کومو څخه چې په افغانستان کې بریدونو تنظمېدل".
پاکستان تراوسه پورې په دغې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
Forum