لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جرمونو په نړیواله محکمه کې د طالبانو د مشرانو د نیولو د حکم غوښتنه شوې


د افغان طالبانو مشر ملا هېبت الله اخندزاده
د افغان طالبانو مشر ملا هېبت الله اخندزاده

د جرمونو د نړیوالې محکمې لوړپوړي څارنوال کریم خان د پنجشنبې په ورځ، جنوري ۲۳ (سلواغې څلورمه)، وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره د پراخ تبعیض له امله د بشریت ضد جرمونو په تور یې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده او قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو د امر صادرېدو غوښتنه کړې ده.

د کریم خان د دفتر لخوا په خپره شوې اعلامیه کې، نوموړي ویلي چې د ترسره شویو تحقیقاتو په ترڅ کې موندل شوي معلومات دا باور توجیه کوي چې اخندزاده او د ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو قاضي القضات عبدالحکیم حقاني، "د جنسیت په اساس د ځورونو له کبله د بشریت په وړاندې د جنایت مسؤلیت په غاړه لري."

په اعلامیه کې راغلي چې د طالبانو دا مشران "د افغان نجونو او ښځو... او هغو کسانو چې طالبان یې د نجونو او ښځو [د حقونو] ملاتړي بولي، د ځورول کېدو له کبله د جنایت مسئول دي."

د جرمونو د نړیوالې محکمې دا څارنوال وايي چې په افغانستان کې دا ځورونې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵مه، د طالبانو د بیاواکمن کېدو راهیسې روانې دي او لا هم دوام لري.

طالبانو سمدستي په دې اړه غبرګون ندی ښودلی.

deewa
deewa

د جرمونو په نړیواله محکمه کې د افغانستان په اړه د جنګي جرمونو د څېړنې قضیه له ډیرو کلونو راهیسې مطرح ده. په دې اړه ابتدايي څېړنې په ۲۰۰۷ کې پیل شوې او په ۲۰۲۲ کې دا څېړنې پراخې کچې ته ورسېدې. ددې سره هم مهاله د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې په افغانستان کې پر ښځو، نجونو، خبریالانو او قومي او مذهبي ډلو باندې د طالبانو د فشارونو د زیاتیدو له امله په دغه هیواد کې بشري وضعیت لا خراب شوی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي چې طالبانو د ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې نوي فرمانونه نافذ کړي چې له امله یې په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو د حقونو په ګډون د افغانانو بشري حقونه لا محدود شوي دي.

طالبانو چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې بیا واک ترلاسه کړی، په تیرو څه باندې دریو کلنو کې يې په ښځو او نجونو باندې په پرله پسې ډول محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو په افغانستان کې د بیاواکمن کېدو هم مهاله له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ څخه منع کړې او د ۲۰۲۲ په دسمبر کې د پوهنتونونو او لوړو زده کړو د موسسو دروازې هم د نجونو پرمخ تر "امر ثاني" پورې وتړل شوې. طالبانو د ښځو په کار او اجتماع کې په ګډون باندې هم پراخ محدودیتونه وضع کړي دي.

ددې مطلب د چمتو کولو لپاره د اسوشیتد پرس، فرانس پرس او رویټرز اژانسونو معلومات کارول شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG