په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا پخپل تازه رپورټ کې ويلي چې په روان 2024م کال کې د افغانانو سره د مرستو لپاره 3.1 بيلينو ډالرو ته اړتیا لرله خو تر دې دمه یې یوازې 1.15 بيلينه ډالر ترلاسه کړي دي.
د اقتصادي چارو پوهان وايي د تېر په پرتله اوس د افغانستان سره د مرستو د کموالي لوی علت د نړيوالې ټولنې له خوا د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژندل او د ټول شموله حکومت نيشتوالی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا پخپل وروستي رپورټ کې ويلي چې له تېرو دريوو کلونو راهيسې په افغانستان کې د څه باندې 9 ميليونه ماشومانو په ګډون 23.7 ميليونه خلک بشري مرستو ته اړتيا لري۔
د رپورټ ترمخه د اړمنو کورنيو سره په روان 2024م کال کې د مرستو لپاره د غوښتل شوې بودیجې يوازې 37.5 فيصده برخه يې ترلاسه کړې ده.
د اقتصادي چارو کارپوهه عبدالقادر جیلاني ډیوه ته وایي، په افغانستان واکمن طالبان که چرې غواړي چې ډېرې مرستې ترلاسه کړي نو دوی بايد د نړيوالو سره ښه روابط او اړيکې ولري.
ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي" تر هر څه مهمه ده چې طالبان بايد ځينې هغه شرایط چې هغه د افغانستان له ملي ګټو سره په خطر کې نه وسي هغه دې ومني چې په افغانستان کې يو نظام رامنځته شي چې هغه ټولې نړۍ ته او افغانانو ته د منلو وړ وي"
که څه هم طالبان وايي چې حکومت يې ټول شموله دی خو د نړۍ يو هېواد هم د دوی حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.
د اوچا په رپورټ کې ویل شوي چې په 2024م کال کې د خلکو سره مرستو دپاره 3.1 بيلينه ډالرو ته اړتيا وه خو تر دې دمه يې يوازې 1.15 بيلينه ډالره ترلاسه کړي دي۔
د اقتصادي چارو پوهان وايي د افغانستان سره د نړيوالو مرستو کمښت به په دې هېواد کې ماشومان او ښځې زياتې اغېزمنې کړي.
د اقتصادي چارو کارپوهه تاج محمد ځلان ډیوه سره خبرو کې ویلي،هغه کليوالې سيمې چې د پخوا څخه یې اقتصاد ځپل شوی هغه به نورې هم وځپل شي.
نوموړی وایي، د ماشومانو سره د روغتيا په برخه کې باید دوي ته د ويکسينو زمينه برابره کړل شي، باید د غذايي موادو مرسته ورسره وشي چې دوی د خوارځواکۍ يا د خوراک د کمي نه بچ پاتې شي .
"ددې تر څنګ باید ماشومانو ته د زدکړو يو ښه چارپېريال برابر شي چې دوی په سمه توګه خپلې زده کړې مخې ته يوسي"
په افغانستان کې د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته په بهرنیو هیوادونو کې پرتې د افغانستان شتمنۍ کنګل شوي او بهرنيو مرستو کې هم تر ډېره حده کمی راغلی چې له امله يې په هېواد کې اقتصادي وضعيت خراب شوی دی۔
ماهرين وايي نړيوال امداد د څه وخت لپاره د افغانانو ستونزې کمولی شي خو په نړيوالو مرستو د انحصار کمولو دپاره به ځايي ولس ته د روزګار زمينه برابرول وي.
د اقتصاد پوهه عبدالقادر جيلاني جیلاني په خبره "په يو اضطراري حالت کې ځينې مرستې کورنيو ته رسېږي خو که چېرې مونږ وغواړو او دا په پلان کې وي چې افغانان خپل حالت بدل کړي نو دوی بايد ډېر تمرکز په اقتصادي سېکټر باندې وکړي او ډېر زيات مونږ باید کوشش وکړو چې خصوصي سېکټر په پښو ودروو او په افغانستان کې د خلکو دپاره د کار او روزګار فرصتونه پېدا کړو چې خلک کار وکړي او خپله خرچه پوره کړي"
د اوچا د رپورټ ترمخه اوسمهال په افغانستان کې څه کم 8 ميلينه خلک د خوراک د کمي سره مخ دي، څه د باندې 6 ميلينه د هېواد په داخل کې بېځايه شوي دي او 48 فيصده افغانان د غربت د کرښې نه لاندې ژوند کوي
Forum