د بشري حقونو فعالانې وايي چې په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ په مهال د 2024 کال په دوران هم په افغان مېرمنو او جينکو د بندېزونو لګېدو لړۍ دوام درلودو۔
دوی وايي د طالبانو وروستۍ پرېکړه چې ترمخه يې طبي تعلیمي ادارو کې ښځې او جینکۍ د تعلیم ترلاسه کولو نه منع کړې، له امله يې په افغانستان کې د مېندو او ماشومانو ژوند د لوی ګواښ سره مخ شوی دی.
نظيفه جلالي د بشري حقونو افغان فعاله ده، وايي "طالبانو سر بېره له دې چې دغه بنديزونه نه دي کم کړي، دغه محدوديتونه يې له زيات کړي دي، هره ورځ د افغان مېرمنو دپاره يو نوی محدوديت دی، دوی غږ محدوده دی، رسنۍ په افغانستان کې دي، بيا په رسنيو کې هغه په نښه شوی ګروپ چې دی هغه مېرمنې دي چې حتا د دوی غږ په رسنيو کې عورت بلل کېږي، دوی د محرم څخه پرته سفر نشي کولې، د سياسي او فرهنګي مشارکت حق نه لري مېرمنې، پارک ته نشي تللی او د تحصيل مسله يې تاسو ته مالومه ده."
د طالبانو د روغتيا وزارت د دسمبر په دوېمه افغانستان کې د طبي روزنيزو مرکزونو مشرانو ته په هغو ادارو کې د ښځو په زده کړو د نوي بنديز په اړه خبر ورکړې چې د نرسنګ، مډ وايفري يا قابله ګۍ، د مېډيکل لېبارټرو ساينس او د غاښونو د علاج په برخه کې درسونه ورکوي۔
د بشري حقونو دپاره کار کوونکې وايي د طبي زده کړو په مرکزونو کې د ښځو او جينکو په تعليم لګول شوی بندېز به په دې هېواد کې د روغتيا څانګه ډېره اغيزمنه کړي.
د افغان ښځو او نجونو د حقونو فعاله شينکۍ کړوخيل وايي "نن صبا په افغانستان کې مونږه صحي پرسونل مونږه ډېر کم لرو او مېندو مړينه ورځ تربلې کچه لوړه دي، نو کله چې دا صحي کارمندان نه وي نو دا مړينه نوره هم سېوا کېږي، نو زه فکر کوم چې هرڅه د افغان مېرمنو په توان دي او تاسو وګورۍ چې افغان مېرمنه او جينۍ خپل په عامه ځايونو کې پورته نه کړي ځکه چې دوی وايي دا فساد يا فتنه راپورته کوي او تاسو بايد خاموشه اوسۍ، نو د ولس خاموشي يا سقوط حاکمول د مملکت تباهي ده."
روان کال د اګست په مياشت کې افغان طالبانو په ښځو نور محدودیتونه عملي کړل او هغوی یې په عامه ژوند کې د زمزمه کولو، شعر ویلو، یا په اوچت اواز کې خبرې کولو نه منع کړي، او امر یې کړی چې ښځې دې د کوره بهر ټول وخت خپل وجود او مخ پټ وساتي۔
افغانستان کې په ښځو لګول شوي بنديزونه د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالې ټولنې هم په کلکه غندلي دي او د طالبانو له حکومته يې غوښتلي چې پخپلو پرېکړو دې بیا غور وکړي۔
نظيفه جلالي وايي "يو هغه خبرې او بيانونه دي چې نړيواله ټولنه يې کوي او هغه خبري دي چې د طالبانو څخه يې ظاهراً غواړي ليکن يو هغه مسوليت دی چې دوی يې د ملګرو ملتونو د منډېټ په اساس درلودل، دوی مثلاً د امنيت د شورا منډېټ مطابق عمل کړی وی، دوی بايد د کميشن د حقوق بشر د منډېټ مطابق عمل کړی وی، نړيوالو ته خپل سياسي ګټې مهمې دي، نه د افغانستان مېرمنې دوی ته مهمې دي، نه په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت دوی ته مهم دی او نه کوم نور مسايل دوی ته مهم دي، او طالب هم نه ويرېږي، د چا نه ويريږي او چاته ځواب ورکړي؟"
طالبانو په افغانستان کې ښځې په خصوصي سېکټر کې د کار کولو نه منعه کړي دي او د شپږم ټولګي پورته په سکولونو او پوهنتونو کې يې د جينکو په تعليم هم بندېز لګولې دی چې علت يي د يو مناسب چاپېريال رامنځته کول او طرحي جوړول بللي دي۔
طالبان د ښځو په اړه د خپلې تګلارې دفاع کوي.
د څه باندې دريو کلنو تېرېدو وروسته هم د افغان طالبانو حکومت کوم يو هېواد په رسميت نه دی پېژندلی۔
Forum