لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يورپي يونين افغانستان کې د موسمي بدلون څخه اغېزمنو سره د 15.8 ميلينه ډالرو مرسته کوي


يورپي يونين په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوراک نړيوال پروګرام د لارې د موسمي بدلون د اغېزو څخه متاثره شويو کورنيو سره د 15.8 ميلينه ډالرو مرسته کوي.

د يورپي يونين ترمخه دې مرستو سره به مقامي خلک د قدرتي افتونو د خطرو دپاره په تيارۍ او د موسمي بدلون تباه کوونکو اثراتو مقابلې کولو جوګه شي.

د ماحولياتو ماهرين وايي که څه هم دا مرستې د هغو زيانونو په پرتله کمې دي کوم چې هر کال د سېلابونو له وجې افغانستان ته رسېږي خو که په سمه توګه د موسمي بدلون د خرابو اثراتو د مخنيوي دپاره پروژو باندې ولګول شي نو تر ډېره حده يې مسقتل ګټې ټولنې ته رسېدای شي.

ماحولياتي چارو افغان کارپوه نجيب سديد وايي، "افغانستان هرکال دوه اربه ډالرو ته اړتيا لري چې د موسمي بدلون په مقابله کې مبارزه وکړي، يوازې سېلابونه هرکال تر 550 ميليونه ډالره افغانستان ته زيان رسولی شي، سږ کال د سېلابونو له امله 500 تنانو د بده مرغه ژوند لاسه ورکړو".

په افغانستان کې ځايي خلک د قدرتي افتونو د خطرو او د موسمي بدلون د ويجاړونکو اثراتو مقابلې ته چمتو کولو دپاره اروپايي ټولنه د ملګرو ملتونو د خوراک نړيوال پروګرام د لارې افغانانو سره د څه کم 16 ميليونه ډالرو مرسته کوي.

د خوراک نړيوال پروګرام په ټولنه کې د اوبه خور لختي، بندونه او د سېلابونو د ساتنې حفاظتي ديوالونو جوړولو او نورو اقداماتو کولو د لارې د موسمي بدلون د اغېزو په کمولو کې مرسته کوي.

د ماحولياتو ماهرين وايي دا مرستې تر څه حده د افغانانو ستونزې کمولی شي خو په مستقل ډول د نړيوالې تودوخې او موسمي بدلون د بدو اغېزو کمولو دپاره به د کور په داخل او په نړيوال کچ منظمې منصوبې جوړول وي.

د ماحولياتي چارو افغان کارپوه ډاکټر ممتاز احمد الهام وايي، "يو څه اندازې پورې به دا مشکلات حل کړي خو په مجموعي کې موسمي بدلون چونکې علاقايي او نړيواله کچه د هر يو ملک د پاره يوه غټه ستونزه ده او دې دپاره يو نظام ته ضرورت دی چې دغه ټولې چارې په لاسو کې واخلي، بيا هم زه په دې مطمين يم چې يو څه اندازه به دا په مشکلاتو رفع کولو کې مدد وکړي خو په طويل المدت کې منسجم ملي او د دولت په کچه منصوبو ته ضرورت دی".

د ماحولياتو ماهرين وايي موسمي بدلون په افغانستان کې د فصلونو پيداوار، د اوبو سرچينې او د خلکو ژوند زيات اغېزمنوي، دوی وايي بايد دا ډول مرستې د اوبو د خونديتوب، د اوبه خور نظام ښه کولو او د سېلابي اوبو د مخېنيوي دپاره پروژو کې ولګول شي.

نجيب سديد وايي، "د ځمکې دلاندې اوبو او د سطحي اوبو په مدیريت کې، د کروندې او اوبو لګولو پرمختللې ټېکنالوجۍ پلي کولو کې دا مرستې کېدای شي چې مفيد تمام شي، که په يوې علاقه کې تاسو دا پېسې ولګوئ او هلته واړه بندونه جوړ کړی نو هم خلک په کار کېږي او د بل پلوه دا بندونه او دا کوچنۍ ويالې نظامنه هلته پاتې کېږي او د خلکو اوبو ته لاس رسی ښه کېږي".

د يورپي ټولنې د خبرپاڼې ترمخه په روان کال کې تر اوسه 160،000 نه سېوا تنان يوازې د سېلابونو له وجې متاثره شوي، نزدې 20،000 کورونه او په زرګونو اېکړه د کروندې ځمکه يې ويجاړه کړې ده.

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


د ډانلډ ټرمپ مېرمن ملانیا ټرمپ پېژندګلو
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:43 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG