په ټولنیزو رسنیو د پښتونخوا قبایلي ضلعه خېبر کې دپولیسو لخوا د یوې غیرملکي سېلګرې جوړې یا ښځې اؤ خاوند سره د شوي مبینه ناوړه چلند سخته غندنه شوې ده.
ګڼو فعالانو په ټولنیزو رسنیو د دوؤ بهرنیو سیلانیانو انځور خپور کړی اؤ دعوه یې کړې ده چې دا خپلو کې ښځه اؤ خاوند دي چې تعلق یې د روس سره دی.
په ټولنیزو رسنیو خپور شوي انځور کې مېرمنه د ژړا په حال کې لیدل کیږي خو ددغه جوړې په هکله نور هیڅ معلومات مخې ته نه دي راغلي.
په ټولنیزو رسنیو دعوه شوې ده چې دا ښځه اؤ خاوند اوړمه ورځ دخېبر ضلعې جمرود سیمې ته د سیل لپاره ورغلي وؤ خو هلته پولیسو ودرولي اؤ ناوړه چلند یې ورسره کړی دی.
د پښتونخوا پولیسو بیا دا تورونه په سختۍ سره رد کړي دي اؤ ویلي یې دي چې یادې جوړې سره هیڅ ناوړه چلند نه دی شوی بلکې د ویزو په ایکسپایر کیدو د تورخم له لارې د افغانستان تګ ته نه دي پرېښودل شوي اؤ په حفاظت سره پېښور ته راستانه کړل شوي دي.
د ټولنیزو رسنیو یو فعال سهیل نور په ایکس (پخوانۍ ټویټر)رسنۍ د دې جوړې عکس خپور کړی اؤ ورته یې لیکلي چې دا روسي ښځه اؤ خاوند سېلګران دي اؤ په خېبر کې پولیسو را ایسار کړي دي.
هغه لیکلي "اوس هم د پاکستان ریاست نړۍ ته زمونږ د پښتنو اؤ په ځانګړي ډول د قبایلو خراب انځور ښیي اؤ ورته ویل غواړي چې دا سیمه خطرناکه ده".
د پېښور سره تړاؤ لرونکي خبریال محمد فهیم په ایکس رسنۍ دا پېښه د افسوس وړ بللې ده اؤ لیکلي یې دي چې د پولیسو ذهن سازۍ ته اړتیا ده.
هغه لیکلي که چرې یو ځاي تن سره پولیس څه رقم رویه وکړي نو نړۍ کې پرې نه بدنامیږي خو د سېلګرو سره د ناوړه رویې له امله به ورپسې ټوله نړۍ کې مسخرې وشي.
ګڼو فعالینو بیا د صوبې دپولیسو د مشر یا آی جي پي نه غوښتنه کړې ده چې ددې پېښې په سختۍ سره نوټس واخلي.
د پولیسو دریځ:
د خېبر پښتونخوا د پولیسو ویاند پخپل یو بیان کې دا تورونه په سختۍ سره رد کړي دي چې ګنې خېبر کې پولیسو د بهرنیو سېلګرو سره ناوړه رویه کړې ده.
د پولیسو ویاند پخپل یو بیان کې ویلي دي چې د بهرنیو میلمنو سره هیڅ یو پولیس بده رویه نه ده کړې بلکې هغوي یې په پرامن توګه د تورخم نه پېښور ته رارسولي دي.
د پولیسو ویاند سپیناوی کړی دی چې دغه بهرنۍ جوړې غوښتل په 26 اګست پرته له کومې اطلاع د تورخم په لاره افغانستان ته واوړي خو که کله چې په بازار کې عامو خلکو بهرنیان ولیدل نو هغوي ترې راتاؤ شول اؤ په دې دغه ښځه اؤ خاوند ویریدلي وؤ .
ویاند وایي پولیس چې موقعې ته ورسیدل نو دهغوي نه راتاو خلک یې خواره کړل اؤ دغه ښځې اؤ خاوند ته یې د ضروري کاغذونو د ښودلو وینا وکړه خو وایي هغوی په انګریزۍ سم نه پوهیدل اؤ پولیس اؤ ځایي خلک یې پخپله خبره نه شول پوهولی.
د پولیسو ویاند ویلي چې د دغه بهرنۍ جوړې په ویزو وخت تیر شوی ؤ اؤ هم یې نور کاغذونه نیمګړي وؤ اؤ غوښتل یې افغانستان ته واوړي خو د امګریشن چارواکو افغانستان ته د اوښتو اجازه ده ورکړې چې له هغې وروسته د خېبر پولیسو په حفاظت سره پېښور ته رسولي دي اؤ هلته یې ځاي پولیسو ته سپارلي دي.
وي او ای ډیوه هڅه وکړه چې د پېښور پولیس چارواکو نه ددغه بهرنۍ جوړې په اړه معلومات ترلاسه کړي چې اوس هغوي چرته اؤ په څه حال دي خو د پولیس چارواکي په دې حواله څه ویلو ته تیار نه شول.
Forum