انور الحق کاکړ: ترهګر دومره توان نه لري چې د یو یونین کونسل په اندازه ځمکه ونیسي
د پاکستان د موقت حکومت وزيراعظم انوار الحق کاکړ وايي ترهګر دومره توان نه لري چې د يو يونين کونسل هومره زمکه ونيسي او ډېر نه ډېر لکه په پښتونخوا کې د جاني خېل د ځانمرګي بريد په شان پېښې رامنځ ته کېدلی شي.
خو يوه غير دولتي اداره د شمارو په بنياد دعوه کوي سږکال يواځې د اګست په مياشت کې 99 ترهګرې پېښې رپوټ شوي چې زور يې په پخوانۍ فاټا او بلوچستان کې ليدل کيږي.
تفصيل د اورنګزيب خان په رپوټ کې