لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د تښتول شوو هندوانو راخوشي کولو دپاره احتجاج شوی


د کراچۍ په تين تلوار د تښتول شوو هندوانو راخوشي کولو دپاره احتجاجي مظاهره
د کراچۍ په تين تلوار د تښتول شوو هندوانو راخوشي کولو دپاره احتجاجي مظاهره

د کراچۍ په تين تلوار د هندو او نورو لږکيو سره تعلق لرونکو او مدني فعالو د سيند صوبې په کندکوټ سیمه کې د تښتول شوو هندوانو راخوشي کولو دپاره احتجاج کړی او سړک یې بند کړی وو. وروسته بيا د کورنیو چارو نګران وزير ویلي، دوه تښتول شوي هندوان راخوشي کړی شوي او نور به هم خوشي کړي.

پرون د اتوار په مازيګر د کراچۍ په تين تلوار د هندوانو سره د نورو لږکيو غړي او مدني فعال راټول شوي، د سيند صوبې په کندکوټ، کشمور کې د تښتول شوو هندوانو راخوشي کولو غوښتنې یې کولې.

د احتجاج کوونکو په وينا د هندو ټولنې پینځه کسان د کندکوټ غلو تښتولي او د کروړونو روپو تاوان ترې غواړي.

په احتجاج کې شريک ډاکټر ونيج کمار وي او اې ډیوه ته وويل، دوی ځکه راټول شوي چې په کشمور کندکوټ کې، د خلکو تښتونې، غلاګانې ډاکې ډېرې سېوا شوي دي.

هغه زياته کړه، دوی د ټولو تښتول شوو کسانو راتښتولو او امنيت غوښتنه کوي.

او مدني فعالې فعالې شيما کرماني وويل،"د سيند د کشمور ضلعې او ورسره خواوشا سيمو نه د تيرو څو مياشتو راهسې د تاوان دپاره د غريبو خلکو تښتول پېل شوي دي، ښکاري چې د يوې منصوبې لاندې يا سازش سره د امنيتي ځواکونو په ملاتړ دغه کار راوان دی".

مظاهره چيانو په پوليس تور پورې کړی چې د غلو او د تښتول شوو کسانو د کورنيو تر منځ د منځګړي کردار ادا کوي او هڅه یې ده چې د تاوان په روپو دغه معامله هواره کړي.

د احتجاج کوونکوپه وينا د تېرو درېو ورځو راهسې په کشمور کې د هندو لږکيو احتجاجي پرلت روان دی خو څوک یې غږ نه اوري او نه ورته د پاکستان په مطبوعاتو کورېج ورکول کيږي.

د شپې ناوخته بيا په صوبه کې د نګران حکومت د کورنيو چارو وزير [ريټايرډ بريګيډير] حارث نواز او د کراچۍ مېر مرتضا وهاب په تين تلوار کې د احتجاج کوونکو څنګ ته ورغلي او د کورنيو چارو وزير ويلي، دوه تښتول شوي کسان یې راخوشي کړي او دوه نور به په 12 ساعتونو کې راخوشي کړي.

"ډاکټر مونيج نیاج او ساګر کمار راخوشي کړی شوي، پاتې دوه نور به هم راخوشي کړی شي".

د نوموړي وزير د باور وروسته احتجاج ختم کړی شوی دی. خو احتجاج کوونکو دعوه کړې د ټولنې پينځه کسان یې تښتول شوي دي.

د پاکستان په سيند صوبه کې د پنجاب او بلوچستان صوبو سره په پوله پرتې پراخه سيمې کچه نومې علاقې څخه د اوږدې مودې نه داسې خبرونه مخې ته راځي چې دغلته ډاکوان د تاوان دپاره خلک تښتوي.

د سيند صوبې پوليس دعوه کوي، د اپرېل د میاشتې راهسې د غلو ډاکوانو پرضد عمليات دوام لري.

د احتجاج نه وړاندې حارث نواز مطبوعاتو سره په خبرو کې ويلي وو په شکار پور او جېکب اباد [کچې علاقه] کې د استخباراتو په اساس د عملياتو تياری شوی او زر به دغلته په غټه کچه عملیات وشي.

د جون او جولايۍ په میاشتوکې د خېبرپښتونخوا د ټانک سيمې خالد خان بېټنی او اېډوکيټ/وکيل حکمت الله مسيد غلو تښتولی وو، وروسته بيا د دوی د راخوشي کولو دپاره په غټه کچه احتجاجونه شوي او له هغې وروسته راخوشي کړی شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ذوالفقار بېټنی

    ذوالفقار خان بېټنی د پاکستان په کراچۍ ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې وخت په وخت د دې ښار په سیاسي، ټولنیزو او نورو موضوعاتو رپوټونه جوړوي. تر دې وړاندې هم هغه په پاکستان کې له نورو رسنیو سره د خبریال په توګه کار کړی او کالمونه یې لیکلي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG