د چمن سوداګر: که د تورخم لويه لاره زر خلاصه نشي، سوداګر به نورې لارې خپلې کړي
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بلوچستان د چمن لارې تجارت کونکو ځايي سوداګرو غوښتنه کړې، چې د دواړو هېوادونو د ښو اړيکو او تجارت د روان ساتلو د پاره دې زر تر زره جرګې مرکې وشي چې د تورخم لويه تجارتي لاره خلاصه شي.
دوی خبرداری ورکړی که داسې ونشي افغان تاجران به ځان ته نورې لارې ولټوي چې اغېزې به يې د سيمې په هغو زرګونو خواريکښو پرېوځي چې دواړو خواو ته له دې تجارت سره تړلي دي.
تفصيل د نعمت سرحدي په رپوټ کې