بلومبرګ: د پي آی ای په لیز اخېستل شویو دريارلس الوتکو کې د پيسو د نيشتوالي له کبله پينځه درول شوي
د امریکا بلومبرګ خبري ادارې د شورو، چارشنبې په ورځ په خپل یو رپوټ کې دعوه کړې چې د پاکستان هوايي کمپنۍ پي ايي ای له سختې مالي ستونزې سره مخ ده او له هغو 13 الوتکو څخه چې په لیز یا کرایه یې اخیستې دي پینځه یې له پروازونو څخه را ګرځول شوي دي.
د پي آی اې چارواکي دا مني چې مالي ستونزې لري خو دا خبره ردوي چې د دې له کبله به يي پروازونه متاثره کيږي.
نور تفصیل د وقار احمد په رپوټ کې