لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: په لسو ورځو کې د 800 نه زيات افغان کډوال نيول شوي


په کراچۍ کې نيول شوي افغان کډوال
په کراچۍ کې نيول شوي افغان کډوال

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو کونسل جنرل وايي، د نهم ستمبر نه تر پرونه 18م ستمبر پورې د 800 نه زيات افغان کډوال د کراچۍ پوليسو نيولي دي. د کراچۍ پولیسو د نيول شوو افغانانو تازه شمېرې نه دي شريکې کړي.

په 15م ستمبر د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ ویلي وو په هیواد کې په غېر قانوني توګه مېشت کډوال به دلته اوسېدو ته نه پرېښودل کیږي او بيرته به خپلو هېوادونو ته شړل کېږي.

هغه ويلي وو اړونده چارواکو سره یې پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په حواله تفصیلي خبرې کړې دي او "په غېر قانوني توګه هیڅوک پاکستان کې د اوسېدو حق نه لري".

په کراچۍ کې د طالبانو کونسل جنرل عبدالجبار تخاري وي او اې ډيوه ته وويل، "د نهم ستمبر نه تر 18م پورې چې کوم معلومات زما سره دي د 800 نه بره کسان نيول شوي په دوی کې تقريبا 80 ماشومان دي".

په نهم سپتمبر د سيند صوبې ګورنر کامران ټيسوري مطبوعاتو سره په خبرو کې دعوه کړې وه، "غېر قانونه افغانان د جرمونو او ترهګرۍ غټه وجه ده د هغو پرضد به په زورور قوت سره عمليات په نظر راشي دا خلک به نيول کيږي او بيرته به ليږل کيږي".

هغه د افغان کډوالو په مخاطب کولو سره ويلي وو، "په خپله ټکټ واخلئ او د دلته نه ځئ، کنه په راتلونکو دوه اوونيو کې به یې پرضد داسې کارروايي وشي چې بيا به د لسو کالو پورې په بند کې وي. د غېر قانونه کډوالو نه د ځان خلاصولو وخت راغلی دی".

خو ټيسوري شمېرې نه وې ویلي، چې په جرمونو او ترهګرۍ کې ککړ څومره افغان کډوال معلوم شوي، نيول شوي او سزا شوي دي.

په 14م ستمبر د کراچۍ پوليسو وي او اې ډيوه ته ويلي وو، د نهم ستمبر نه تر 14م ستمبر پورې 545 افغان کډوال نيول شوي وو. وي او اې ډيوه د کراچۍ پوليسو سره د نورو نيول شوو افغانانو په حواله د رابطې هڅه کړې پېغامونه یې ورلېږلي خو پوليسو تراوسه ځواب نه دی ويلی.

وي او اې ډيوه د سيند صوبې ګورنر کامران ټيسوري سره هم د رابطې هڅه کړې او وياند یې د ځواب ورکولو ويلي، خو وروسته یې بيا کوم ځواب نه دی کړی.

عبدالجبار تخاري وايي، "زمونږ په کوششونو د پرونه پورې 201 کسان خوشي شوي دي، دا وخت د 850 نه تر 900 پورې کسان د کراچۍ په جېلونو کې دي".

هغه وویل ځينې پخواني او ځينې اوسني نيول شوي کسان په جېل کې دي چې پکې ماشومان او ناروغان هم شامل دي.

هغه زياته کړه، "د کراچۍ پوليس قانوني اسناد لرونکي کسان نيسي پېسې ترې اخلي او د نيولو لړۍ روانه ده ځکه ډېر کسان کوشش کوي چې په خپله بيرته لاړ شي".

د کراچۍ پوليسو لوړ پوړو چارواکو د پېسو دپاره د افغان کډوالو نيولو په حواله څه نه دي ویلي خو ځينې د ښکته کچې چارواکي يې دغه تورونه ردوي او وايي يواځې غېر قانونه کسان نيسي.

په کراچۍ کې مېشت افغان کډوال وايي د تېرو لسو ورځو راهسې د سخت مشکل سره مخ دي.

يو کډوال د نوم نه ښکاره کولو په شرط وويل، "د تېرو څو ورځو راهسې د نيولو د ويرې په خوارۍ مزدورۍ پسې نه شي وتلی، د سختو ستونزو سره مخ دي".

د وي او اې ډيوه خبريال نعمت الله سرحدي د رپوټ ترمخه افغان کډوالو ویلي، د پاکستان د سیند ایالت په کراچۍ ښار کې د افغان کډوالو د نيولو له لړۍ پيل کیدو وروسته زيات شمېر کډوال د بلوچستان صوبې د کډوالو کيمپونو ته رسېدلي دي.

څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې [يو اېن اېچ سي ار] وي او اې ډيوه ته ويلي وو، په کراچۍ کې د افغان کډوالو په نیولو خبر ده، د پاکستان د حکومت سره یې دغه مسله شريکه کړې او ترې یې غوښتي دي چې د افغان کډوالو ځورولو لړۍ ودروي.

د يو اېن اېچ سي ار ترمخه، دا وخت په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار سره 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ دي، اته نيم لکه افغانانو ته د پاکستان حکومت په کال 2017م کې د رجسټرېشن کارډونه ورکړي، او د حکومتي دعوو ترمخه پينځه لکه افغان کډوال داسې دي چې اسناد نه لري.

د پاکستان د تېر حکومت د بهرنيو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر د [آج ټي وي] سره په يوه مرکه کې ويلي وو، "په تېرو دوه کلونو کې د افغانستان نه د اووه نيم لکه پورې کسان پاکستان ته راغلي" او حکومت تراوسه پورې دوی ته د کډوالو درجه نه ده ورکړې.

دوه کاله وړاندې طالبان په افغانستان واکمن شوي او له هغې وروسته په لويه شمېره کې افغانان له هيواد څخه وتلي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG