لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیراعظم کاکړ: ټي‌ ټي پي افغانستان کې ځالې لري، د افغانستان خاوره باید د نورو پرضد ونه کارول شي


د پاکستان نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وایي ټي ټي پي په افغانستان کې ځالې لري اؤ د طالبانو په حکومت یې یو وارې بیا غږ کړی دی چې د افغانستان خاوره باید د نورو پرضد کارول کېدو ته ور نه کړي.

بهرنۍ میډیا سره خبرو کې نګران وزیراعظم ویلي پاکستان د پولې د پورې غاړې څخه د کېدونکو بریدونو مخنیوي لپاره یو شمیر امنیتي ګامونه اخستي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ افغانستان لپاره د پاکستان د خاص استازي اصف دراني په مشرۍ د اسلام اباد نه یو لوړ رتبه پلاوي د کابل سفر کړی اؤ سرچینې وایي هلته یې طالب چارواکي د افغانستان په خاوره کې د ټي پي پي د خوندي ځالو په اړوند د پاکستان د اندېښنو نه خبر کړي دي.

پاکستان پرله پسې تورونه لګوي چې د افغانستان د خاورې نه د ټي ټي پي وسله وال پاکستان کې د بریدونو پلانونه جوړوي خو په افغانستان واکمن طالبان بیا دا تورونه ردوي اؤ دریځ لري چې دوي هیچاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هیوادونو پرضد وکاروي.

نګران وزیراعظم ویلي، کله چې امریکا اؤ‌ د ناټو ځواکونه تر 20 کالو په افغانستان کې وؤ نو هغوي د 2 کهربو ډالرو مصرفولو باجود په دې نه وؤ توانېدلي چې افغانستان کې په بشپړ ډول واک ټینګ کړي .

د ښاغلي کاکړ په خبره، افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو د شتون باجود تر 15 کالو د پولې پورې غاړې څخه پاکستان کې بریدونه کیدل اؤ اوس هم افغانستان کې یوه مرکزي واکمني نشته بلکې یوه متحاربه یا وسله واله ډله دغلته په اقتدار کې ده.

په افغانستان کې طالبانو په اګست کال 2021م یو ځل بیا په واک قبضه کړې ده خو د دوؤ کلونو تېرېدو باوجود دهغوي حکومت لا تر اوسه د نړۍ یو هیواد هم په رسمیت نه دی پېژندلی البته چین د نړۍ یوازینی هیواد دی چې روانه میاشت یې کابل کې خپل سفیر ګمارلی دی خو نه یې ده واضحه کړې چې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني که نه؟

د ملګرو ملتونو په یو وروستي رپورټ کې ویل شوي چې د کله نه طالبان بیا په واک قابض شوي دي نو په پاکستان کې ورسره ترهګریز بریدونه سیوا شوي دي.

پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې دعوه کړې وه چې دوی د طالب چارواکو سره "ویډیو شواهد" او د مشکوکو افغان طالب وسله والو جسدونه شریک کړي چې په وروستیو "ترهګریزو" بریدونو کې د ټي ټي پي د وسله والو سره یوځای شوي او د پاکستان د امنیتي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.

د ټي ټي پي مشرانو په ښکاره توګه د افغان طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده سره بیعت کړی دی.

د ټي ټي پي وسله واله ډله د یو تنظیم په شکل کې په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان په سرحدي سیمو کې راڅرګنده شوې وه او بیا یې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو پر ضد د طالبانو تر څنګ جګړه کړې وه.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي، تاماس ویسټ تیره اوونۍ په واشنګټن کې یوه سیمینار ته وویل، "هغه ډله چې د سیمې ثبات ته تر ټولو ستر ګواښ دی، ټي ټي پي ده. موږ په پاکستان کې په بریدونو کې د پام وړ زیاتوالی لیدلی دی"

د یوې پوښتنې په ځواب کې نګران وزیراعظم کاکړ ویلي پاکستان یو ازاد اؤ خپلواک هیواد دی اؤ ټولې پرېکړې د خپلو قامي ګټو په نظر کې نیولو سره کوي .

نوموړي ویلي دا خبره به باوري کوي چې هیڅ یو بهرنی طاقت د پاکستان کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

پاکستان کې د راتلونکو ټولټاکنو په اړوند د یوې پوښتنې ځواب کې نګران وزیراعظم ویلي راتلونکي ټاکنې به صفا سوتره اؤ رڼې وي اؤ د ټاکنو عمل کې به په انتظامي کچه د هیڅ یوې ځانګړې ډلې ملاتړ یا مخالفت نه کیږی.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG