لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سپریم کورټ قاضي د فېض اباد مقدمې په پرېکړه باندې د حکومت په عمل نه کولو پوښتنې راپورته کړې


د پاکستان د سپريم کورټ مشر قاضي فایز عيسى د فېض اباد احتجاجي ناستې د مقدمې په ضد د نظرثانۍ د خواستونو د اورونې په مهال په دغه پرېکړه باندې د عمل په نه کېدو پوښتنې راپورته کړې او وایي په فېض اباد کې د مظاهرچیانو سره د تړون د لاسلیک کوونکو خلاف دې د ګامونو پورته کولو باور ورکړی شي.

د سپريم کورټ د مشر قاضي فايز عيسى په مشرۍ درې کسيزه ډلې نن د زیارت- پنجشنبې په ورځ د قضيې اورونه وکړه او وروسته یې د مقدمې اورېدنه د نومبر تر لومړۍ نېټې وځنډوله.

د اورېدنې په پېل کې وفاقي حکومت وویل، د بيا کتنې خواست دې بېرته واخیستل شي او چې کله مشر قاضي ددې علت وپوښته نو سرکاري وکیل وویل هېڅ خاص علت نشته خو خواست بېرته اخستل غواړي.

همداراز د اورېدنې په مهال پاکستان تحریک انصاف ګوند او د مېډيا د انتظام ادارې پېمرا هم د بياکتنې په اړه د خپلو خواستونو د بېرته اخستلو غوښتنه وکړه خو مشر قاضي وویل د ټولو اړوندو وکيلانو د اورېدو وروسته به پرېکړه کوي.

د پاکستان تحریک انصاف وکیل علي ظفر وایي پي ټي ایي کله هم فېصله نه وه چلېنج کړې، بلکې يوازې ددې قضيې د فريق جوړېدو خواست یې کړی وو:

"مونږ چې څه ویل غوښتل اوس د هغې ضرورت پاتې نه شو. څلور پینځه کلونه تېر شول، ډېرې پېښې وشوې او په دې د عمل کولو وخت راغی نو اوس د پي ټي ایي ددې مقدمې سره تعلق پاتې نه شو".

مشر قاضي فایز عيسى په خپل ريمارکس یا څرګندونو کې ویلي، ټول اړخونه خپل خواستونو بېرته اخلي او همدوی د بيا کتنې په خواستونو کې ویلي وو چې د سپريم کورټ په فېصله کې نيمګړتياوې دي. وایي دوی باید اوس دا په ګوته کړي چې په پرېکړه کې نيمګړتياوې وې او که نه، داسې دې خواستونه بېرته نه اخیستل کېږي.

مشر قاضي له سرکاري وکیل سره هم مکالمه وکړه او ویې ویل يوازې دا ویل کافي نه دي چې مونږ خواست بېرته اخلو. وایي یا خو دا ووایئ چې په فېض اباد کې د پرلت کوونکو سره په لوظنامې د چا دستخط وو د هغوی خلاف ګامونه اخلئ او یا دې وویل شي چې مونږ د فېصلې په فلانۍ فلانۍ خبرو عمل کړی دی.

د پاکستان سپريم کورټ کال 2018 د نومبر مياشت کې د تحريک لبېک پاکستان د فېض اباد احتجاجي ناستې په اړه د خپله اړخه سوموټو نوټس اخستی وو او وروسته هغه وخت د فاېز عيسى او جسټس مشير عالم ګډ بېنچ 2019م کې پرېکړه اورولې وه چې پکې ویل شوي وو، د احتجاجي ناستې ګډونوالو سره په ظاهره د پوځ د طاقتوره خفيه ادارو بشپړ ملاتړ شامل وو او امر یې کړی وو چې پوځ دې د اړونده پوځي افسرانو خلاف کاروايي وکړي:

قانون پوه لطيف کهوسه وایي که په دې هېواد کې د قانون عملداري باوري کول وي بيا به د سپريم کورټ مشر قاضي په خپله فېصله ارومرو عمل کوي:

"د نظرثانۍ په تشو خواستونو بېرته اخستو سره په فېصله عمل کېدل نه شي ودرېدې. دا مقدمه د خورا اهمیت وړ ده ولې کله چې د احتجاج کوونکو سره تړون کېدو نو په هغه باندې د هغه وخت د اي اېس اي د مشر دستخط وو".

ددې مقدمې اورېدنه ځکه هم د اهميت وړ ده چې چي د فېض اباد احتجاجي ناستې پرضد د پرېکړې له ورکولو وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند په تېر حکومت کې د جسټس قاضي فاېز عيسى د لېرې کولو د رېفرنس سره مخ شوی وو:

د سپريم کورټ وکيل شېر امان خان وایي، کله چې د نظرثانۍ خواستونه بېرته واخستل شي نو فېصله به په خپل ځای پاتې شي او بيا به چارې په دې د عمل درامد خواته ځي:

"په دې د عمل کولو ذمه واري په وفاقي حکومت راځي او دا فېصله د ادارو خلاف ده نو حکومت به د ستونزو سره مخ کېږي".

د مقدمې د اورېدنې د پېل کېدو وړاندې د پاکستان انتخابي کمېش او سیول خفيه ادارې اي بي هم خپل د نظرثانۍ خواستونه بېرته اخستي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG