طالب استازو ویلي، پاکستان دې افغانستان ته په ټرانزېټ ټرېډ باندې په خپل لس فیصده لګول شوي فیس نظر ثاني وکړي
په پېښور کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د طالبانو سفارتکار مفتي نورالله هوتک امریکا غږ ډیوې ته ویلي، په افغانستان کې پاکستاني سوداګرو ته اسانتیاوې برابرې شوي نو پاکستان هم باید داسې وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې د ډیوې له همکار احمد فواد لامع سره په مرکه کې کړې.