لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

آی ایم اېف وایي سږ کال به د پاکستان د اقتصادي ودې کچه 2.5 فيصده اؤ ګراني 23.6 فيصده وي


نړيوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف په سږني کال کې د پاکستان د اقتصاد د 2.5 فيصده شرحې سره د ودې اټکل کړی او وایي چي په روان مالي کال کې به د ګرانۍ کچه هم 23.6 فيصده وي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي په کوم حساب سره چې د پاکستان ابادي سېوا کېږي نو په هغه شرحې سره یې اقتصاد وده نه کوي چې په راتلونکي کې په بې رورګارۍ او غريبۍ کې د لا نورې اضافې سوب ګرځي.

نړیوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف د نړیوالې اقتصادي منظر نامې په اړه جاري کړي خپل تازه رپورټ کې په روان مالي کال کې د پاکستان د اقتصادي ودې تر 2.5 فيصده پورې د رسېدو اټکل کړی دی او ویلي یې دي چي په کال 2028م کې ددې هېواد د اقتصادي ودې کچه به تر 5 فيصدى پورې رسېدای شي.

اقتصادپوه ډاکټر ساجد امين وي او ای ډیوه ته وایي "که مونږ دا تسلیم کړو چې راروان پينځه کاله پس به د پاکستان اقتصاد د 5 فيصدى شرحې سره وده وکړي خو يوه خبره یاد ساتل پکار دي چې خلکو ته روزګار ورکولو لپاره باید چې اقتصاد د 7 او 10 حساب سره وده وکړي، ځکه چې زموږ اقتصادي وده د روزګار پېدا کولو کم توان لري".

د آی اېم اېف ددې تازه اټکلونو مطلب دا دی چې نړيواله مالياتي اداره د پاکستان د اقتصاد زر تر زره د بحالۍ تمه لري خو د آی اېم اېف لخوا د اقتصادي ودې کچه په روان مالي کال کې ددې هیواد د حکومت له لوري د ټاکل شوي 3.5 فيصدى نه کمه ده.

نړيوالې مالياتي ادارې د لومړي مالي کال 2023 لپاره په پاکستان کې د ګرانې تخمينه 27 فيصدى لګولې وه خو دې ته یې د بيا کتنې په ترڅ کې دا کچه 29.2 فيصدي ته جګه کړې ده او په ګوته کړې یې ده چې د روان مالي کال په پائ کې د ګرانې کچه 17.5 فيصدي ته ښکته کېدای شي.

هم دا ډول آی اېم اېف په مالي کال 2023 کې د پاکستان دننه د بې رورګارې د شرحې تر 8.5 فيصدى پورې د سېوا کېدو اندازه لګولې وه خو اوس یې په روان مالي کال کې ددې کچې تر 8 فيصدى پورې د ټيټيدو اټکل کړی دی.

کال 2022م کې د هېواد دننه د بې روزګارۍ کچه 6.2 فيصدى پاتې شوې وه.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د آی اېم په دې تازه رپورټ کې د پاکستان د اقتصاد لپاره د خوشالۍ هېڅ خبر نشته.

داقتصادي چارو کار پوهه اؤ خبریال مهتاب حېدر وي او ای ډيوه ته وایي،آی اېم اېف د روان مالي کال لپاره د پاکستان د اقتصادي ودې 2.5 پورې د رسېدو اټکل کوي چې بیخي کمه وده ده،

هغه وایي "نړیوال بانک دا کچه 1.7 فيصدى یادوي. دا ښي چې په کوم حساب سره د پاکستان ابادي وده کوي هم دومره اقتصاد وده کوي او ددې په مقابله کې ګراني هم زياتېږي. دا وده به هېڅ ګټه و نه لري"

نړيواله مالياتي اداره آی اېم اېف په خپل رپورټ کې د پاکستان په ابادۍ کې د 2.6 فيصدي شرحې سره د اضافې اټکل کوي چې د څېړونکو په وېنا د اقتصادي ودې څخه زياته ده او وايي ددې معنا به دا وي چې په هېواد کې به بې روزګاري او غربت سېوا کېږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG