د امريکا د بهرنیو چارو وزیر د یووالي او ملاتړ ښودلو لپاره په داسې وخت کې اسراییل ته تللی چې دغه هیواد د پولې له پورې غاړې څخه د حماس د وسله والې ډلې بریدونو ته ځواب ورکوي.
انټوني بلېنکن د اسراییلو له لوړ پوړو چارواکو سره لیدنه کوي چې معلومه کړي اسراییل د حماس سره د مقابلې لپاره څه ته اړتیا لري.
په همدې حال کې روس له عربي مشرانو سره خبرې کوي چې د اسراییلو د حماس کړکېچ لا پسې ژورېږي.
تفصیل د وي او ای د خبریالانو په راپورونو کې وکیل خان وړاندې کوي.