لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې روپۍ نوره په بره تللې اؤ د ونډو د بازار په کاروبار کې تېزي راغلې ده


د امريکايي ډالر په مقابله کې د پاکستاني روپۍ په ارزښت کې د لوړوالي لړۍ دوامداره ده اؤ‌ د جمعې په ورځ په بېنکونو کې يو امريکايي ډالر نور یوه روپۍ او درې پېسې ارزان شوی او نرخ یې 277 روپۍ، 55 پېسو ته ښکته شوی دی.

د ډالر په نرخ کې د کمي پېل د تېرې میاشتې د 5مې نېټې راهسې شوی ؤ او له هغې راپدېخوا د ډالر په نرخ کې په پرله پسې ډول رېکارډ کمی راغلی دی. په تېره يوه مياشت کې د ډالر په نرخ کې نزدې 29 روپۍ کمی ليدل شوی دی.

پوهان ددې لامل د پاکستان د امنیتي ادارو لخوا د ډالرو د ناقانونه روزګار، ذخیره اندوزي او د قاچاق پرضد ګامونه ګڼي خو وايي د روپۍ په قدر کې د اضافې رجحان تر ډېرې مودې روان نه شي پاتې کيدای.

اقتصادپوه ډاکټر ساجد امين وایي،که د تېرو دوؤ کلونو رجحان ته وکتل شي نو کېدای شي چې د روپۍ په قدر کې د اضافې رجحان تر ډېرې مودې روان پاتې نه شي.

هغه وایي"حکومت چې د ډالر د ناقانونه کاروبار او ددې د سمګلنګ د مخنیوي لپاره کوم عمليات پېل کړي نو دې سره کېدای شي چې د ډالر په قدر کې د کمي رجحان دوه درې هفتې نور داسې پاتې شي خو زه ګڼم چې روپۍ به بيا په ښکته غورځېدل شروع کړي"

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د پاکستان اقتصاد د بحالۍ په لور روان شوd او د مالي کال 2024م لپاره ددې هېواد د اقتصادي پرمختګ کچه 3.5 فيصد ښه شوې ده.

رپورټونه وايي د ستمبر په مياشت کې تجارتي خساره کې هم تر 48.2 فیصدي پورې کمی راغلی دی.

د مالي چارو خبريال او کارپوه مهتاب حیدر وي او ای ډیوه ته وایي،مونږ له به هیواد ته د ډالرو ترسيل ښه کول وي چې داسې د غېر ملکي کرنسۍ ذخيره ډکه کړو.

دهغه په وینا "دا هېڅ طريقه نه ده چې د درامداتو په بندولو سره د تجارتي خسارې د کمولو هڅه وکړو، که مونږ درامدات هم داسې بند ساتو نو دې سره د پاکستان او آی اېم اېف ترمنځ تړون د خطر سره مخ کېدې شي"

ورځپاڼه ډان په يو رپورټ کې ليکي چې د ډالرو د ناقانونه کاروبار پرضد د حکومتي عملیاتو باوجود هم د ستمبر په مياشت کي په ترسيلاتو کې ښکاره بهتري نه ده راغلې او مرکزي بېنک وايي چې د ستمبر مياشت کې په مياشتنیو بنيادونو په ترسيلاتو کې د 25 فيصدو د اضافې د هيلو برعكس دې کې ايله 5 فيصده اضافه لېدل شوې ده، چې اوس 2 اربه او 20 کروړه ډالره ده.

د پاکستان د ونډو په بازار کې د چټکتیا لړۍ د تېرې جمعې په ورځ هم دوامداره وه او رپورټونه وايي چې په تېرو لسو ورځو کې مارکېټ کې د 2800 پواينټونو څخه زياته اضافه ليدل شوې ده. او د جمعې په ورځ د کی اېس اي 100 انډېکس د 49000 پواينټونو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

د ونډو د بازار ماهر شهریار بټ ډیوه ته وایي‌،د ونډو په بازار کې د تېزۍ د رجحان بنيادي وجه د آی اېم اېف پروګرام دی او پاکستان د آی اېم اېف پروګرام په شرطونو سختې سره عمل کوي.

دنوموړي په خبره ،ددې ترڅنګ پاکستان په خپل اقتصاد کې اصلاحات راولي چې په کې د پي آی ای شخصي څانګې ته ورکول شامل دي او ددې نه علاوه د بجلۍ په څانګه کې د ګردشي قرضو په يو ځای د ودرولو هڅې کوي.

نړيوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف د نړیوالې اقتصادي منظر نامې په اړه جارى کړي خپل وروستي رپورټ کې هم اټکل کړی و چې په سږني کال کې به د پاکستان د اقتصاد د پرمختګ شرحه 2.5 فيصده او د ګرانۍ کچه به 23.6 فيصد ته ښکته شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG