لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان له زلزله ځپلو سره د چین د مرستو لومړۍ برخه هرات ته ورسېده


واشنګټن- د افغانستان د هرات ولایت له زلزله ځپلو سره د چین د حکومت د مرستو لومړۍ برخه د اتوار یا یکشنبې په ورځ د هرات نړیوال هوايي ډګر ته ورسېده.

اسوسېټېډ پریس خبري اداره وايي،‌ په دغو مرستو کې خیمې او بېډونه یا کټونه و چې د چین په دوو Y-20 ډوله الوتکو کې رسول شوي.

همدارنګه د چین د سره صلیب ادارې لخوا د کابو ۷۰۰۰۰ ډالرو په ارزښت مرستې هم هرات ته رسول شوي دي.

دوو زورورو زلزلو چې ځواک یې د ریختر په کچه ۶.۲ درجې و د افغانستان لویدیځ سخت ولړزاوه چې وروسته پسې ګڼ نور ټکانونه هم وو.

په هرات کې د اکټوبر د اومې نېټې د زلزلې مرکز د زنده جان ولسوالۍ ښودل شوی چې لږ تر لږه ۲۰۰۰ کسان پکې مړه او په زرګونو نور ژوبل شول.

په هرات کې د دغو زلزلو وروسته خلک په خلاصه ځمکه ویده کېږي او د زلزلې له نورو ټکانونو څخه ځان ساتي.

د چین حکومت د افغانستان له زلزه ځپلو سره د مرستو کولو ژمنه کړې.

د طالبانو په اداره کې د سره صلیب مرستیال نورالدین تراب د چینايي مرستو په رسېدو خوشحالي ښودلې.

"د چین لخوا په دوو الوتکو کې بار له دغې مرستې به نیمه ځي د طبعي پېښو د تنظیم ادارې او نیمه نوره به د افغانستان سرې میاشتې ته ځي. زه غواړم له چین څخه مننه وکړم ځکه مونږ اوس ډېرې مرستې ته اړتیا لرو."

د چین د سره صلیب ادارې تر دې مخکې د دوه لکه ډالرو نغدي مرسته هم کړې ده.

دغه ډول په افغانستان کې مېشتو چینایانو هم د شورو یا چهارشنبې په ورځ په هرات کې له زلزله ځپلو سره د څه باندې ۱۷۰۰۰ ډالرو مرسته کړې.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG