لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزيرستان کډوالو د مالي مرستو دپاره احتجاج کړی


د شمالي وزيرستان کډوالو د مرستو دپاره احتجاج کړی
د شمالي وزيرستان کډوالو د مرستو دپاره احتجاج کړی

د شمالي وزیرستان نه نهه کاله وړاندې د ضرب عضب عملیاتو له امله بې کوره شوو کډوالو په بنو کې د مالي مرستو د نشتوالي پرضد احتجاجي پرلت پیل کړی او وايي د تیرو درو میاشتو راهسې ورته د امدادي مرستو قسطونه نه دي ورکړل شوي چې د خوراک او یو شمېر نورو ستونزو سره مخ شوي دي.

‎دوی ویلي حکومت له پامه غورځولي او که امدادي مرستې ورته نه شي ورکولی بیا دې بیرته خپلو سیمو ته ستانه کړي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال 2014م کې د ضرب عضب په نوم عملیات کړي وو چې له امله يې په لکونو خلک د خپلې سیمې په پریښولو مجبوره شوي وو.

له هغې راپديخوا هرې بې کوره کورنۍ ته د میاشتې 20 زره روپۍ د خرڅ خوراک دپاره ورکړل کیږي.

په صوبه کې د قدرتي افتونو په وخت د انتظام اداره پي ډي ایم اې د دوی دا ستونزه تایيدوي او وايي د دوی سره د شمالي وزیرستان 17300 بې کوره کورنۍ رجسټر ډ دي او په کډوالۍ کې د دوی د ستونزو راکمولو دپاره تیره اوونۍ د یوې میاشتې 35 کروړه روپۍ د مرستو جاري کړی شوي دي.

‎د شمالي وزیرستان نه بې کوره شوو کډوالو د بنو بکا خېل سیمه کې احتجاجي پرلت پیل کړی دی، د احتجاج یو فعال فتح الله وايي د دوی درې بنیادي غوښتنې دي. یوه دا چې دوی ته دې د تیرو دریو میاشتو مرستې جاري کړل شي.

‎هغه وویل کډوالۍ کې د مرستو بندیز کډوال د ستونزو سره مخ کړي او په پور د خرڅ خوراک څيزونه د دوکاندارانو نه راوړي او دوکاندران ورته اوس نور سامانونه په پور نه ورکوي دوی د سختو ستونزو سره مخ شوي او خېر غوښتو ته اړ شوي دي.

‎هغه وویل بله غوښتنه یې، د کومو کورنیو هغه مشران چې په نوم یې مرستې ترلاسه کېدی او اوس مړه شوي په سمدستي توګه دې دا مرستې د کورنۍ بل تن ته انتقال کړي.

‎هغه وویل درېیمه غوښتنه کوي چې د 2500 نه زیاتو کورنیو مرستې تړل شوي دا دې په سمدستي توګه جاري کړل شي او که حکومت مرستې نه شي ورکولی بیا دې کډوال بیرته خپلو سیمو ته ستانه کړي.

‎د افتونو په وخت د انتظام برابرولو ادارې پي ډي ایم اې ویلي د کډوالو په دې ستونزه خبر دي وي او ای ډيوه سره شریکو کړو مالوماتو کې یې ويلي په دې اړه یې بیړني ګامونه اخستي او چې د کومو کډوالو سیمې نه دي پرانستل شوې هغوی ته به د باقي پاتې میاشتو مرستې هم زر جاري کړل شي.

‎د پي ډي ایم اې مشر جنت ګل ويلي هره میاشت د شمالي وزیرستان نیزدې 17000 نه زیاتو رجسټرډ کورنیو ته د خرڅ خوراک د پاره په کروړونو روپۍ ورکړل کیږي او چې تر څو دوی کډوال وي دا مرستې به روانې وي.

‎د هغه په خبره هرې رجسترډ کورنۍ ته د میاشتې 8000 روپۍ د خوراک او 12000 روپۍ د خرڅ دپاره د موبایل سیم د لارې لیږل کیږي.

‎د احتجاج یو بل مشر ملک نېک عمل ویلي د 2014 م کال راهسې د کډوالۍ ژوند تیر وي او دوی ته نهه کاله وړاندې د خپلو سیمو پریښولو په وخت چې کومې مرستې اعلان شوې وې تر اوسه هغه مرستې ورکړل کیږي.

‎هغه ویلي دغه مرستې په دې ګرانۍ کې اوس د دوی ضرورتونه نه پوره کوي.

‎هغه وویل د خوراک څښاک سره د سر سوری، څښلو اوبه سر ماشومانو د تعلیم او د صحت د روغتیاو دنشتوالي سره مخامخ دي.

د پي ډي ایم اې مشر ویلي دوی ته د کډوالو د مشکلاتو احساس دی او د دوی د دې مسلې هوارولودپاره اداره شپه او ورځ کار کوي.

هغه ویلي د کډوالو د پاره د یوې میاشتې 35 کروړه روپې امدادي مرستې جاري کړل شوي او په باقي نورو پاتو قسطونو هم کار روان دی او دا به زر جاري کړي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG