واشنگټن —
واشنګټن (رايټرز)- د مصر په سرښار قاهره کې د عرب هېوادونو مشرانو په غزه پټۍ د اسرايل د دوه اونيو راهسې روانه بمباري وغندله او د نوي کوښښونو غوښتنه يې وکړه ترڅو د لسيزو راهسې روانې شخړې او تشدد ته د پای ټکی کېښودل شي.
په غونډه کې د ځينې غربي او څه د نورو هېوادونو مشرانو ګډون وکړو.
دې مشرانو په بيړه کې راغوښتل شوې غونډې ته ويناګانې وکړې چې په کې د يورپين يونين سره سره د افريقايي او د ځينې نورو هېوادونو د خارجه چارو وزيرانو ګډون کړی دی.
خو يو لوړپوړي غربي چارواکي وويل دا خبره لا رڼه شوې نه ده چې ګډونوال په يوه متفقه اعلاميه همغږي وښيي ځکه په غونډه کې د برخه اخستونکو ترمنځ اختلافونه موجود دي.
امريکا چې د اسرايل نزدې ملګری هېواد دی په قاهره کې خپل ټاکل شوی استازی غونډې ته لېږلی. د جرمني، برتانيه او فرانس مشرانو په غونډه کې ګډون نه دی کړی.
د اسرايلي ځواکونو او د فلستينيانو مذهبې ډلې حماس د وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده او څېړونکي وايي په اجله توګه د ډزبندۍ امکان کم ښکاري.
د اردن بادشاه عبدالله د اسرايل په حملو د نړيوالو خاموشي وغندله چې د هغه په وينا د حماس په واک کې غزه پټۍ کې په زرګونو خلک وژل شوی او زدې يو ميلين خلک بې کوره کړل شوی دي. هغه د برابرۍ په بنياد د چلن غوښتنه وکړه.
بادشاه عبدالله وويل “عرب نړۍ چې کوم پيغام اوري هغه دا دی چې د فلسطينيانو د ژوند ارزښت د اسرايلو په مقابل کې کم دی. زه دې ډېر خفه کړم چې په غزه او اسرايل کې تشدد وشو او بې ګناه خلک پکې ووژل شول”. غزه د اسرايل د واک لاندې د فلسطيني واکمنۍ سيمه ده.
هغه وويل “د اسرايل مشرتابه له پکار دي په دې ځان پوهه کړي هغه رياست سوکاله او بسيا کېدلی نه شي چې بنياد يې په بې انصافۍ وي. زمونږ پيغام به اسرايليانو ته دا وي چې مونږ ستاسو او د فلسطينيانو راتلونکی په امن او تحفظ کې غواړو”.
د فلسطين صدر محمود عباس غونډې ته وويل فلسطينيان به نه بې کوره شي او نه به د خپلې خاورې څخه وويستل شي. “مونږه نه اوځو مونږه نه اوځو”.
اسرايل د زمکني پوځي عملياتو نه وړاندې د غزه اوسېدونکو ته د وتلو امر کړی چې د خبرونو ترمخه ګڼ شمېر خلک د غزه نه کډه شوي هم دي.
د حماس د حملو په غبرګون کې اسرايل په غزه هوايي بمبار کړی او په ميزايلو يې هدفونه ويشتلي چې د 4100 نه زيات فلسطينيان پکې وژل شوي.
د حماس په حملو کې نزدې 1400 اسرايليان وژل شوي وو.
د مصر صدر فتاح السيسي ويلي د هغه هېواد د فلسطينيانو د بې کوره کولو مخالفت کړی چې زياتره به د مصر سينايي صحرا ته اوړي.
هغه وويل “مصر وايي د فلسطينيانو د مسلې حل بې کوره کول نه دي. د دې يوازينی حل انصاف دی او فلسطينيانو ته د هغوی قانوني حقونو ته لاس رسی او د هغوی په ازاد رياست کې اوسېدل دي”.
بادشاه عبدالله وويل “په زور بې کوره کول د نړيوال قانون له مخه جنګي جرم دی او دا زمونږ د ټولو د پاره سره کرښه ده”.
Forum