لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ساجد توري: د کورمې په نښتو کې له 30 زيات کسان وژل شوي، په يو ځای کې اوربند شوی


په کورمه قبایلي ضلعه کې نن په اتمه ورځ د شیعه او سني ډلو ترمینځ خونړۍ نښتې دوام لري او د جرګې غړي وايي په یو ځای کې اوربند شوی دی.

د جرګې يو غړی او د تېر حکومت مرکزي وزیر ساجد توري وايي نښتو کې تر دې مهاله له 30 کسانو څخه د زیاتو وژنو کره مالومات تر لاسه شوي خو په سیمه ييزه کچه دا مرګ ژوبلو شمیرې د 50 نه زياتې ښودل کیږي.

له وي او اې ډيوه سره خبرو کې ساجد توري وویل، په لسګونو نور کسان ژوبل شوي هم دي. امنیتي سرچینې هم د 30 کسانو وژنې تاییدوي.

پرون د کورمې انتتظامیې د 19 کسانو وژل کېدو او 38 ژوبلېدو تاييد کړی وو.

د ساجد توري په خبره مګبل سیمه کې شیعه سني په اوربند رضا شوي او په نورو سیمو کې جرګه هڅې کوي د دغه سیمې له مشرانو سره وویني او ورځ دوو کې به نورو سیمو کې اوربند اعلان کړي.

هغه وویل د اورکزو، کوهاټ او هنګو سیمو مشران د حکومت په استازيتوب د دوی ترمینځ خبرې کوي.

جګړه په کومو سیمو کې روانه ده؟

ځایي خلک او حکومتي چارواکي وايي دا مهال د کورمې په شپږو ځایونو کې نښتې دوام لري چې پکې د ډزو ترڅنګ غټې وسلې کارول کیږي.

دوی وايی دا نښتې بوشارو، خوار کلي، بالش خېلو، سده، کونج علیزیو، غوزګړۍ، پیواړ پعړه چمکني او تري منګلو کې روانې دي.

دا هغه سیمې دي چرته چې شیعه او سني په یو ځای سره ژوند کوي او دوی وايي په علاقه کې هیڅ حکومتي واک په نظر نه راځي.

ساجد توري وايي دغلته ورانکاري خلک راشی وراني وکړي او بیا دا جګړه په فرقه يیزه شخړه بدله شي چې پکې سني شیعه یو بل وژنې

هغه د کومې ډلې نوم وانه خېست خو ویې ویل شرخوښي ویډیو پیغام وکړي یا هدفي پېښې وکړي چې له هغه سره د شیعه یا سني مسلک خلکو جذبات راپاروي.

دې نه وړاندې پاړه چنار سیمه کې په شیعه مسلک خلکو زیاتې چاودنې او بریدونه شوي چې زیاتره زمه وارۍ يې تحریک طالبان پاکستان او داعش ډلې منلي دي.

خو سرچینې وايي په کورمه کې دواړه خواو ته داسې مذهبي ډلې فعالې دي چې د یو بل پرضد شدید مذهبي تاثرات لري.او خلک جنګ ته هڅوي.

د ځايي خلکو غبرګون:

د کورمې اوسېدونکي وايي، روانې جګړې په سيمه کې د ژوند هر شعبه اغېزمنه کړې او عادي ژوند یې په ټپه درولی دی.

احمدالله وايي د دواړو خواو نه غټې وسلې په ازادانه توګه کارول کیږي، له افغانستان سره پوله تړل شوې د پوځ په ګډون په زیات شمېر پکې امنیتي عسکر دغلته موجود دي او د امنیت د ټینګښت د پاره ځای پر ځای امنيتي پوستې جوړې دي او د تګ راتګ په وخت د خلکو تلاشۍ هم اخستل کيږي.

هغه وايي دا مهال کورمه داسې منظر لري لکه د ملکونو ترمینځ جنګ روان وي خو د امنیت دپاره پکې هیڅ ګامونه نه اخستل کیږي.

د ځايي خلکو په وينا په علاقه کې د موبایل او ټيليفون سروس ترڅنګ علاقې ته غځېدلي سړکونه بازارونه او مارکیټونه تړل شوي چې د علاقې خلک د خوراک څښاک سره داروګانو او نورو بنیادي ضروروتونو له نشتوالي سره مخ دي.

یو بل تن ندیم حېدر وايي پاړه چنار بازار کې په دوکانو کې اوړه او نور د ضرورت څيزونه ختم شوي ناروغانو ته داروګان نه ترلاسه کیږي سکولونه او کاروباري مرکزونه تړل شوي دي.

هغه وویل، پټرول نشته، سړکونه او لارې تړلې پرتې دي نو د جنګ میدان ته دا وسلې د کوم ځایی نه راوړول کیږي؟.

سید زمان وايي د پاکستان حکومت، سیاسي ګوندونه او میډیا په اسرایل نیوکې کوي چې ځاي خلکو ته لارې او انټرنیټ تړل شوی خلک په کورونو کې بند ساتل کیږي، هسپتالونو کې داروګان ختم شوي او د لارو تړل کېدو له امله خلک د خوراک څښاک له کمي سره مخ شوي دي.

هغه وویل په کورمه کې هم عام ولس له دغسې مشکل سره مخ دي.

لارې او انټرنېټ تړل شوی خلک په کورونو کې بند ساتل کیږي، هسپتالونو کې داروګان ختم شوي او د جنګ ځایونو نه خلکو کډې کړې چې پکې زیاتره ښځې او ماشومان دي دا ټول د خپلو خپلوانو په جماعتونو او امام بارګاهو کې په ژوند تیرولو مجبور دي او دوی ته د خوراک څښاک ترڅنګ د استوګنې هیڅ انتظام نه دی شوی خو په دې حکومت، سیاسي ګوندونه او میډیا ټول غلي دي.

حکومتي غبرګون:

وي او اې ډيوه د کورمې قبایلي ضلعې حکومتي چارواکو سره د رابطې هڅه کړې خو د رابطې نه کېدو له امله یې څه ځواب نه دی ترلاسه کړی، خو تیره ورځ د انتظامیې مشر سید سیف الاسلام شاه ویلي وو هڅه کوي چې امنیت په ځای کړي او لارې د تګ راتګ دپاره پرانيزي.

د پاکستان مرکزي او صوبايی حکومت په دې اړه تر دې مهاله څه نه دي ویلي.

د کوهاټ ډویژن پولیسو ویاند فضل نعیم وايي د پولیسو مشر (ار پي او) په لارښونه کورمې ته اضافي پولیس او نور امنیتی ځواکونه لېږل شوي او په فوري توګه د نښتو درولو لارښونه شوې ده.

په ټولنیزو رسنیو غندنه او احتجاجي مظاهرې

په ټولنیزو رسنیو د شیعه او سني ترمینځ د پوځ په مینځګړیتوب شوې یوه لوظنامه لیدل کیږي چې د دواړو خواو لاسليکونه پرې شوي دي.

مرتضا نومې تن دا لوظنامه په اېکس (پخواني ټویټر) خپره کړې او لیکلي یې دي چې د امنیت زمه واري د خلکو خپله ده نو بیا دغلته انتظامیه او امنیتي ځواکونه څه کوي.

له کورمې سره تعلق لرونکې لیکوالې مونا نصیر په ایکس لیکلي "زما کلی یو ځل بیا د طوفان په سترګو کې دی. دا به هیڅکله پای ته ونه رسیږي".

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG