لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په کورمه کې د سني او شیعه وګړو ترمنځ د ۱۱ ورځو جنګ وروسته، ډزبندي شوې ده


د خیبرپښتونخوا صوبې د کورمې په قبایلي ضلعه کې د یوولسو (۱۱) ورځو خونړۍ نښتو وروسته، ډزبندي شوې او انتظامیې په علاقې ټولې تړل شوې لارې او سړکونه بیرته پرانستلي، او موبایل او انټرنيټي نظام هم پرځای کړل شوی دی.

د کورمې ضعلې اسیسټنټ کمیشنر حفیظ الله وي او اې ډیوه ته وویل، د هنګو، کوهاټ او اورکزو سیمو د قامي مشرانو د جرګې په منځګړیتوب، اور بند وشو، مورچې خالي کړل شوې او امنیتي ځواکونو ته وسپارل شوې. هغه زیاته کړه ټولې لارې او سړکونه پرانستل شول او موبایل او انټرنیټ خدمات په کې بحال کړل شول.

په کورمه کې د اکتوربر په ۲۳مه د سني او شیعه مسلک خلکو ترمینځ خونړۍ نښتې پیل شوې او د جګړې له امله عادي ژوند اغېزمن شو، تعليمي ادارې بندې، کاروبارونه ودرېدل او د افغانستان او پاکستان ترمینځ د خرلاچي لاره وتړل شوه.

امنیتي سرچینې وايی په دې نښتو کې ۴۳ کسان وژل شوي او نیزدې یو سل (۱۰۰) نور ژوبل شوي دي. ځايی خلک د مړو دا شمیرې زیاتې ښایی.

تیره ورځ د صوبې د قبایلي او صنعت نګران وزیر عامر عبد الله په لومړي ځل د کورمې په صورتحال خبرې کړې وې او ویلي وو ځايي حکومتونو ته امنیت د ټینګښت لارښوونه شوې او چې څوک د دوی ترمینځ کرکې پیدا کوي، د هغوی پرضد به قانوني چلند کیږي.

هغه د مرګ ژوبلو شمیره نه ده ښودلې خو ویلي یې دي چې څومره کسان زیانمن شوي، هغوی ته به مرستې ورکړل کیږي.

عامر عبدالله وویل چې د ځمکو د ملکیت ستونزې د هوارولو دپاره کمیشن جوړ کړل شوی، خو دا یې نه دي ويلي چې د سني او شیعه وګړو ترمینځ دا نښته په څه رامینځ ته شوې وه.

په کورمه قبایلي ضلعه کې دې نه وړاندې د جولائي په میاشت کې د ځمکو د ملکیت په سر د شیعه او سني مسلک خلکو ترمینځ خونړۍ نښتې شوې وې، خو د دې تازه شخړو علت نه دی معلوم شوی.

د مرستیال کمیشنر په خبر د نښتو پرمهال نیزدې ۶۰ نه زیاتې جرګې وشوې خو ناکامه شوې. د پاړه چنار سره تړاو لرونکی خبریال عدنان حیدر وايی، د شیعه مسلک خلکو د جرګې له مشرانو یوه لویه غوښتنه دا وه چې دوی ته دې په علاقه کې په بشپړ ډول د امنیت د ټینګښت ترڅنګ، د سفر پرمهال تحفظ ورکړل شي. هغه وویل جرګه اوس هم روانه ده یوازې اوربند شوی دی.

د عدنان حیدر وینا ده چې سیمه کې موبایل او انټرنیټ پر ځای کړل شوي او پاړه چنار بازار ته په زیات شمیر خلک راوتلي او د سودا سود په دوکانونو زیاته ګڼه ګوڼه لیدل کیږي، خو پاړه چنار ته پر غځېدلو سړکونو د ګاډو تګ راتګ د نشت برابر دی.

خبریال عدنان حیدر وویل په دې ورستو کې زیاتې پېښې په داسې حال شوي چې د سفر پرمهال په شیعه مسلک خلکو د نامعلومه کسانو لخوا بریدونه شوي چې په کې مرګ ژوبله اووښتې ده او بیا وروسته دا پېښې د شیعه او سني ترمینځ په نښتو بدلې شوي دي.

مرستیال کمیشنر وویل تر اوسه دواړه فریقه په اور بند راضي شوي او د دوی ترمینځ د لوظنامه کولو د پاره جرګه روانه ده، او د جرګې له لارې چې کومه پریکړه وشي هغه به عملي کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG