لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډېره اسماعيل خان کې هم افغان کډوال وايي، ژوند یې سخت شوی


د خېبرپښتونخوا په ډېره اسماعيل خان ضلعه کې د کډوالو يو کېمپ چې د 300 پورې رجسټرډ افغان کډوالې کورنۍ پکې اوسیږي، وايي د غېر يقيني حالاتو سره مخ دي، او د کله نه چې پوليسو د غېر قانونه کډوالو ضد عملیات پېل کړي د دغو خواريکښو کډوالو ژوند یې سخت ستونزمن کړی دی.

ياد کېمپ له ډېره اسماعيل خان ښار څخه يواځې پينځه کیلومیټره لرې شمال لويدیځ ته پروت دی، چې پکې د خاورو جوړ کورونه او خونې دي.

کډوال وايي د کله نه چې په حکومتي کچه د غېر رجسټرډ افغانانود ایستلو پریکړه شوې په دوی کې ویره خپره شوې ده. د نیول کیدو ګواښ دوی دې ته اړ کړي چې خپلې دندې یې پریښې او په خپلو کورونو کې بند پاتې دي.

يو کډوال شېر عمر خان وي او اې ډيوه ته ويلي، "زه دلته د ډیره اسماعیل خان په کېمپ کې له تیرو 40 کلونو نه ژوند کوم او په ښار کې د ورځې معاش برابرولو د پاره مشروبات پلوروم".

د کډوالو په وينا په کېمپ کې ټول کسان مزدور خواري کښ دي په ښار کې یې په بیلا بیلو ځایونو کې د لاس ګاډۍ لګولي یا د ورځې په سر د خلکوکورونو او سړکونو جوړولو مزدورۍ کوي.

"اوس چې کله موږ بهر ته کار روزګار ته ځو، نو پوليس ما ودروي، زموږ د مهاجرت کارډونه ګوري، هغه د تېر وخت دي نوي کارډونه نه راکوي، زندان کې مو بندوي او بیا زموږ د خلاصون لپاره لوی رشوت غواړي. زمونږ ژوند ډیر ستونزمن دی نه پوهیږو څه چل وکړو زمونږ ستونزو ته څوک پام نه کوي".

حکومتي چارواکي وايي په دې کېمپ کې نزدې 300 رجسټرډ کورنۍ اوسيږي. دغه کورنۍ د روس د جګړې پر مهال دغلته راغلي او ابادې شوې وې.

کډوال وايي په دې کېمپ کې زیږیدلي، لوی شوي او د نوم لیکنې معتبر کارډونه لري.

د دوی په وينا له کله نه چې د غېر رجسټرډ کډوالو ایستل پیل شوي دوی هم له سخت مشکل سره مخ شوي دي.

د کډوالو د کمیټۍ مشر لعل خان وايي، "دا کورنۍ د خپل ژوند لپاره په ورځني کار تکیه کوي. د نیول کیدو دوامداره ویرې د دوی ژوند ګډوډ کړی او دوی یې د خوراکي توکو له کمښت او لومړنيو اړتیاو سره لاس او ګریوان کړي دي. مونږ غوښتنه کوو مونږ دې نور څوک نه ځوروي".

کډوال وايي د مهاجرت د کارډونو موده د جون په میاشت کې ختمه شوې، خو د افغان مهاجرینو کمشنر وايي تر دسمبر پورې نوره نېټه ورته ورکړی شوې ده.

هغه ویلي پوليسو ته واضحه هدايات دي چې د رجسټرډ شويوافغانانو پر ضد هيڅ ډول اقدام نه کوي.

نوموړي ويلي په دې پړاو کې فقط هغه افغانان ايستل کيږي کوم چې پاکستان کې د پاتې کېدو قانوني اسناد نه لري.

د افغان مهاجرینو کمشنر عادل شفیع وايي، "پولیس او نورو ادارو ته یې واضحه هدایت کړي چې که څه هم د رجسټرډ کډوالو د کارډونو وخت تیر شوي دا دې نه نیسي دوی ته تر دسمبر وخت ورکړل شوی چې بیا حکومت په دې اړه څه پریکړه وکړي هغه به عملي کيږي، یوازې بې اسنادو کډوال نيسي، د کډوالو د پاره جوړو مرکزونوته یې ليږي او بيا د هغه ځای نه افغانستان ته استول کيږي".

هغه وويل، "ځکه پولیس او نورې ادارې د دوی کارډونه ګوري او چې څوک اسناد نه لري د هغوی پرضد کاروايي کوي".

پاکستان نه د افغان کډوالو خپل هیواد ته په زوره د ستنېدو لړۍ چټکه شوې ده او په زرګونو کورنۍ په تېرو څو ورځو کې افغانستان ته ستنې شوې دي.

شېرعمرخان وايي "موږ نور زغم نشو کولی چې دا ورځني چاپې او نیونې برداشت کړو. او که حکومت نه غواړي بیا دې زمونږ د ټولو رجسټرډ کډوالوایستلو پریکړه وکړي".

"دا هره ورځ چاپو او نیولو د دوی ژوند ستونزمن کړی. چې څه معاش جوړوي هغه بیا پولیسو ته د خلاصون د پاره ورکوي"

پاکستان د نومبر د لومړۍ نیټې نه د غېر قانونه غېر ملکيانو د نیولو او ایستلوپریکړه کړې ده.

ملګروملتونو، د بخښنې نړيوالې ادارې، د بشري حقونو د څارادارو ،ځینو بهرنيو هیوادونو او پاکستان کې دننه ځېنو سیاسي ګوندونو هم د پاکستان نه د افغانانو د ویستلو په اړه د خپلې فیصلې واپس اخستو غوښتنه کړې ده خو پاکستان وایي دا فیصله یې یوازې د افغانانو لپاره نه بلکې په غېر قانوني توګه د مېشتو ټولو بهرنیانو لپاره ده.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG