لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د سنېټ غړو د جان اڅکزي هغه بیان ته غبرګون ښودلی چې د قانوني اسنادو لرونکي افغانان به هم وېستل کېږي


له پاکستان څخه د لا قانونه بهر ملکيانو او په ځانګړي ډول د اسنادو نه لرونکو افغان وګړو د ويستلو په اړه حکومتي پرېکړې باندې د خبرو پر مهال د پاکستان په سنېټ کې د مسلم لیګ نون ګوند سنېټر عرفان صديقي ویلي، بنيادي خبره دا ده چې نګران حکومت د داسې مهمو پرېکړو اختيار نه لري.

هغه وړانديز کړی چې باید هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې په قانوني توګه اوسېږي پاکستاني وګړي وګرځول شي.

ښاغلی صدیقي وايي،

"زما خپل خيال دې چې کوم افغانان رجسټرډ دي چې له 40 کلونو راهیسې دلته ژوند کوي باید چې د هغوى خپل هېواد ته بېرته ستنولو خبرې اوس بندې شي او پکار ده چې هغوى اوس د پاکستان شهريان وګڼل شي."

د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو نګران صوبايي وزیر جان اڅکزۍ تېره ورځ کراچۍ ښار کې د خبري کانفرانس پر مهال دعوه کړې چې نګران حکومت به د رياستي فیصلې ترمخه له هېواده د لا قانونه بهر ملکيانو ايستلو وروسته د قانوني اسناد لرونکو کسانو پرضد هم دغه ډول مهم شروع کوي.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د نومبر په 8 مه تور پورې کړې وو چې ګني په افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره په پاکستان کې په ترهګريزو پېښو کې 60 فيصده زياتوالې راغلې دې.

نوموړي دعوي کړې چې تحريک طالبان پاکستان د دې تاوتريخوالي ذمه واره ډله ده چې د افغانستان خاورې په کارولو سره پاکستان کې بريدونه کوي.

د افغان طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ویلي د پاکستان دننه د امنيت ساتل د دوي ذمه واري نه ده، بلکه پاکستان دې خپلې ستونزې په خپله هوارې کړي او د خپلو ناکاميو ذمه وار دې افغانستان نه بولي.

د جمعيت علما اسلام ف ډلې مشر مولانا فضل الرحمن د افغان کډوالو د معاملې د هواري لپاره د يو کمېشن جوړولو غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې د افغان کډوالو ويستلو د پاکستان د يو اړخيزه فیصله به نه پاکستان او نه افغانستان ته څه ګټه ورسوي.

د پاکستان په سنېټ کې د پښتون ملت پاله ګوند پښتنخوا ملي عوامي پارټۍ سنېټره عابده محمد اعظيم وايي په لنډ وخت کي د افغان کډوالو ويستلو د حکومتي تګلارې ملاتړ نه شې کولې.

"افغان ګډوالو په پاکستان کې 40 کاله ژوند کړی دی، پاکستان کې یې کورونه جوړ کړي دي او مونږ غوښتنه کوو چې که دوي لېږل کېږي نو باید دومره وخت ورکړل شي چې خپل کاروبارونه راټول کړي او په اقتصادي توګه وه نه ځپل شي."

د حکومتي شمېرو تر مخه د ستمبر د 17 مې نېټې نه تر اوسه پورې نزدې 1 لاک او څه باندې 97 زره افغان کډوال خپل هېواد افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.

سنېټ کې د پيپلز ګوند غړې شميم افريدي وايي د پاکستان د حکومت دې پرېکړې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې خرابې کړې دي.

"د تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د افغان کډوالو په پېسو د پاکستان حکومتونه چې چلېدل نو هغه وخت خو افغانان زموږ روڼه او مېلمانه وو خو چې اوس امرېکې پېسې لېږل ودرول نو دا افغانان زموږ دوښمنان شول او که داسې وي نو بيا خو یې زه هم دښمن يم ولې چې زه هم افغان يم."

د کډوالو د نړيوالو ادارو په ګډون امریکې، د بشري حقونو نړیوالو تنظيمونو او په پاکستان کې د بشري حقونو خپلواکو ډلو هم د پاکستان د حکومت د دې ګام مخالفت کړی دی چې اسناد نه لرونکو خلکو ته یې يوازې يوه مياشت وخت ورکړې او د نومبر له لومړې نېټې یې د هغوي د نيولو او شړلو عمليات پېل کړي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG