لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مطبوعاتو د اوکراین جګړه کې د پاکستان د وسلو خرڅولو موضوع بیا راپورته کړې، خو پاکستان ترې انکار کړی


نړيوال مطبوعات ادعا کوي چې پاکستان په تېرو دوو کلونو کې کې د دوو امريکايي شخصي کمپنيو سره د وسلو د خرڅولو لوظنامه کړې وه او دغه وسلې په مبينه توګه د روس سره جنګ کې ښکېل اوکراین ته استول شوي دي.

د پاکستان خارجه دفتر په اوکراین د وسلې او ګوله بارود د خرڅون ترديد کړی اؤ ویلي یې دي چې پاکستان په اوکراین یا روس وسلې نه دي خرڅې کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاندې د زیارت- پنجشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي مونږ چې کومې وسلې خرڅوؤ د هغې د سپارلو یو سند وي اؤ اوس خو مونږ په دې پوزیشن کې هم نه یو چې ووایو د اوکراین اؤ روس په شخړه کې کوم فریق کومه وسله کاروي؟

د دفاعي چارو کارپوه جنرال( ر) طلعت مسعود وايي پاکستان د 155 اېم اېم ګولې اوس هم خپلو د وسلو جوړولو په کارخانو کې جوړوي او داسې ګولې یې د شوروي روس او افغانستان په لومړۍ جګړه کې هم جوړې کړې وې.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي ، که څه هم پاکستان د روس اوکراین جنګ کې ښکېل کېدل نه غواړي خو خپل اقتصادي مشکلاتو ته په کتلو به ضرور غواړي چې د وسلو پېداوار او برامدات سېوا کړي.

دهغه په خبره "که د پاکستان سره داسې څيزونه وي چې په خرڅولو ېې ورته مالي ګټه رسېږي نو هغه به کوي او که پاکستان دا ګولۍ کوم بل هېواد ته برامد کوي نو دا بيا د هغه هېواد خوښه ده چې مخکې یې چاته ورکوي"

د امریکا يوې ان لاېن مجلې، دي انټرسېپټ روان کال خپل تحقيقاتي رپورټ کې دعوه کړې وه چې دا وسلې دوو امريکايي شخصي کمپنيو ګلوبل ملټري پراډکټس او نور تهروپ سسټمز اخستې دي،له پاکستان نه یې رومانيه ته انتقال کړي اوبيا یې له هغه ځایه اوکراین ته رسولي دي.

د انټرسېپټ مجلې په رپورټ کې دعوه شوې وه چې پاکستان ته د دې وسلې د خرڅون په نتیجه کې د آي اېم اېف څخه د قرض په ترلاسه کولو کې سهولت ورکړی شوې و.

پاکستان دا دعوه رد کړې وه او ویلي یې وو چې په مشکل اقتصادي شرطونو د عمل کولو وروسته پاکستان ته د آی اېم اېف لخوا قرض ورکړی شوی و او د وسلې د ډيل سره یې تړاو نه درلودو.

پاکستان د وسلې جوړولو په صنعت کې له اوږدې مودې راهیسې کار کوي خو په حېرانونکي ډول تېر کال یې د وسلې په برامداتو کې اضافه وليدل شوه.

د پاکستان د سټېټ بېنک د دستاوزاتو څخه واضحه شوې ده چې د تېر مالي کال 2021-22 په نسبت مالي کال 2022 - 23 کې ددې هیواد د وسلې په برامداتو کې خورا اضافه شوې ده.

د سټېټ بېنک د شميرو ترمخه پاکستان مالي کال 2022 - 21 کې د 13 ميليونه ډالرو وسله برامد کړې وه خو ورپسې مالي کال 2022 - 23 کې د وسلې د برامداتو حجم 415 ميليونه ډالرو ته ورسېدو.

د اقتصادي چارو کارپوهان دې پرمختګ ته د پاکستان د اقتصادي ستونزو او د نړیوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف سره د قرض د سختو شرطونو په تناظر کې ګوري.

اقتصاد پوهه شاهد محمود ډیوه ته وایي ،که څه هم پاکستان دا وخت د سخت اقتصادي مشکل سره مخ دې او هر وخت ډالرو ته حاجت لري خو 363 ميليونه ډالر هېڅ ارزښت نه لري او د پاکستان د مالي ستونزو په مقابله کې دا رقم د نيشت برابر دی.

د پاکستان دمرکزي بینک رپورټ کې ويل شوي چې پاکستان دسمبر 2022 کې امریکايي کمپنيو باندې د 1 کروړ، 73 لکو او 60 زرو او جنورۍ 2023 کې یې د 4 کروړه ،73 لکو او 85 زرو ډالرو وسله خرڅه کړې وه چې په تېرو 18 کلونو کې د وسلو تر ټولو زیات برامد په ګوته کوي.

د دفاعي چارو کارپوهه ليفټننټ جنرال (ر) نعيم خالد لودهي وي او اې اردو سره خبرو کې ویلي لا دې تصديق ېا ترديد نه شي کولې چې پاکستان د توپ 155 اېم اېم ګولۍ اوکراین ته برامد کړي دي.

هغه وایي " 155 اېم اېم ګولې خورا درنې او اثر لرونکي دي، ددې په برامد بندېز نشته او ټوله دنيا کې ددې برامد او درامد کېږي خو په نړۍ کې د پاکستان د واه ارډينس فېکټرې جوړې ګولۍ ښې ګڼل کېږي"

سږکال د جولاې مياشت کې د پاکستان په دوره تللي د اوکراین د باندينيو چارو وزیر ډي ميترو کوليبا دا خبرونه رد کړي وو چې ګواکې پاکستان د روس سره د روانې شخړې په مهال د اوکراین پوځ ته د کومک په توګه وسله ورکوي ولې سږکال اپریل کې د اوکراین د پوځ يو کمانډر وېلي چي هغوي ته ورکړې کېدونکي پاکستانۍ وسلې غېر معياري دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG