داوړ: د افغانستان د راتلونکې فیصله د ټوپک په زور واک ته رسیدلي خلک نشي کولی
د پښتون ملتپالي نېشنل ډیموکرېټک ګوند چېرمین محسن دواړ ویلي په افغانستان کې د ټوپک په زور واک ته رسیدلي طالبان د نړۍ نه په رسمیت پیژندنه غواړي خو تر دې مهاله یې داسې کوم کار ندی کړی چې په کور دننه افغانان یې په رسمیت وپېژني.
د تاجکستان په دوشنبې کې د ”هرات امنیتي مکالمې یولسمې غونډې” ته د وینا نه وروسته ښاغلي داوړ دغه څرګندونې د ډیوه له خبریال رحمان بونیری سره په مرکه کې کړي.