لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماه رنګ بلوچ: پاکستاني چارواکو یې د احتجاجي مارچ په ګډونوالو حمله کړې،‌ ګڼ کسان یې نیولي‌او وهلي دي


"بلوچ یکجهتي کونسل" او د دغه ډلې وتلې مشره ماه رنګ بلوچ وايي پاکستاني چارواکو د شپې ناوخته په اسلام اباد کې د دوی د احتجاجي مارچ په ګډونوالو حمله کړې، ګڼ شمېر احتجاج کونکي یې وهلي او نیولي دي. یادې ډلې په سوشل مېډیا داسې ویډیوګانې هم خپرې کړي چې ښيي پولیس بلوڅ احتجاج کونکي وهي او نیسي.

ماه رنګ بلوچ په ټولنیزې شبکې اېکس یا پخواني ټوېټر باندې لیکلي،

"د بلوڅانو د قتل عام پرضد مارچ باندې د اسلام اباد پولیسو برید کړی. زمونږ زیاتره ځوانان نیول شوي او زیاتره د اوښکې بهونکو ګازونو د وېشتلو او تاوتریخوالي له امله ژوبل شوي. دا مهال مونږ سره له سارویو هم ناوړه چلند کېږي. ایا نړۍ به د دې ظلم پرضد زمونږ لپاره غږ پورته کړي؟"

ماه رنګ بلوچ یو نیم ساعت وروسته په یو بل ټویټ کې د ګڼو نورو لاریون کونکو ترڅنګ د خپل ځان د نیول کېدو خبر هم ورکړی.

"موږ دا وخت د پولیسو په بند کې یو ، زموږ په لسګونو ځوانان تر مونږ وړاندې نیول شوي دي اؤ د ښځو په ګډون ګڼ ځوانان سخت ژوبل دي خو دا فاشسټ ریاست دې په یاد ولري چې چې مونږ به نه خو په نیولو اؤ تشدد کمزوري شو اؤ نه به د مبارزې نه لاس پسر شو"

د مدني ټولنې ګڼو فعالانو په اسلام اباد کې له بلوڅو لاریون کونکو سره د پاکستاني‌ پولیسو ناسم چلند غندلی دی.

د ملالې یوسفزۍ پلار ضیا الدین یوسفزي په اېکس یا پخواني ټوېټر وزیر اعظم ته په خطاب کې لیکلي،

"وزیراعظم انوار کاکړ صیب ستاسو وطندار پاکستانیان، ستا د صوبې مېندې او خوېندې د خپلو ځامنو او وروڼو لپاره انصاف ترلاسه کولو ته راغلي. د زرګونو بلوچانو په وهلو ټکولو هرکلی کول لکه د دوي په زخمونو د مالګې دوړول دي. دوي د اسلام اباد دروازې ټکولو ته راتلل، د دوي سره لیدل د دوي اوریدل ستاسو سیاسي او اخلاقي ذمه واري ده دغه پوره کړئ. دغه څوکۍ ځي راځي خو کردارونه پاتې کیږي. یاد ساتۍ تاریخ څوکۍ یادې نه لري یواځې کردارونه یاد ساتي. مننه."

د بلوچ لاریون کونکو درې مهمې غوښتنې دي، چې یو د جبري بې درکیو درول، دوهم د ورکو بلوڅانو خوشې کول او دریم له پولیسو سره د جعلي مقابلې په اړه د پلټنو ترسره کېدل دي.

د پاکستان د بلوچستان صوبې په تربت ضلع کې د بلوڅ ځوان بالاچ بلوڅ د وژنې د پېښې وروسته احتجاجي پرلت چې وروسته یې اسلام اباد ته لاريون پېل کړی، احتجاج کوونکي وايي هڅه کوي چې اسلام اباد کې هم پلی لاریون ترسره کړي.

په 23م نومبر د بالاچ بلوڅ د وژنې د پېښې وروسته د هغه د جسد سره په تربت کې احتجاجي ناسته پېل شوې وه. په نهم دسمبر د بالاچ مولا بخش د وژنې مقدمه د ترهګرۍ ضد محکمې د پولیس افسرانو پرضد درج کړل شوې او د بلوچستان حکومت د پېښې د پلټنو لپاره د حقیقت موندنې کمیټي هم جوړه کړې وه.

په 11م دسمبر د بلوچستان صوبې ستر عدالت (هايکورټ) د بالاچ د وژنې په تړاو د سي ټي ډي پوليسو څلور اهلکار معطل کړي، د مکران څخه د کوېټې پوليس کرايم برانچ ته منتقل کولو او عدالت د پېښې د منصفانه پلټنو دپاره د لوړ پوړو پولیس افسرانو د کمېټۍ جوړولو حکم کړی وو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG