لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سیاسي اؤ اییني ماهرین: سېنیټ نه د انتخاباتو ځنډولو قرارداد قانوني اؤ سیاسي ارزښت نه لري


د سياسي او اييني چارو ماهرين وايي د کال 2024م د عامو ټاکنو د ځنډولو لپاره د پاکستان د پارليمان برني ايوان سینیټ څخه منظور شوی قرار داد هیڅ قانوني او سياسي ارزښت نه لري ځکه چې په يو قرارداد د عمل لپاره ضروري ده چې پارلیمان نيمګړی نه وي او دا وخت قامي اسمبلي موجود نه ده.

د جمعې په ورځ د پاکستان د سینیټ څخه په 8مه فرورۍ د کېدونکو عامو انتخاباتو د ځنډولو لپاره منظور شوي دغه قرارداد ته دپاکستان د لويو سياسي ګوندونو ملاتړ هم نه دی ترلاسه شوی.

د جماعت اسلامي سینیټر مشتاق احمد خان هم د جمعې په ورځ سینیټ کې قرار داد جمع کړی چې پکې د انتخاباتو په خپله ټاکلې نېټه 8 مه فرورۍ د کولو غوښتنه شوې ده.

د مسلم لیګ نواز ګوند ویاندې مريم اورنګزيب ویلي که د سینیټ ددغه قرار داد مخکې او شاته څوک هم وي خو د کال 2024م انتخابات به په خپل ټاکلي وخت کېږي.

د مسلم لیګ (ن ) ګوند په ګډون پاکستان پيپلز ګوند او تحریک انصاف هم د انتخاباتو د ځنډولو د غوښتنې مخالفت کوي نو بيا سوال دا دی هغه کوم طاقتونه چې ټاکنې وخت کېدل نه غواړي؟د سياسي چارو څېړونکی وايي حماد حسن وایي مهمه خبره خبره دا ده چې باید وڅېړل شي دا قرارداد سینیټر دلاور خان د چا په وینا سینیټ ته وړاندې کړی دی ؟

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي ،په موجوده حالاتو کې دملک سياسي نظام او عمل د ډېرو کشالو سره مخ دی او په هغې کې څه غیر سیاسي قوتونه داسې هم دي چې په سياست باندې اثر انداز کېږي .

د هغه په وینا "خو دا ابهام موجود دی چې اخر ولې دا قرارداد په داسې موقعه وړاندې شو چې انتخاباتو ته يوه مياشت وخت پاتې دی"

د پاکستان سما نيوز چینل د الېکش کمیشن د سرچينو له قوله ویلي چې عام انتخابات به د فرورۍ په 8 نېټه کېږي او د سینیټ دغه قرارداد به په انتخابي شيډول کوم اثر ونه لري.

تېره ورځ یاد قرار داد په داسې حال کې سینیټ ته د منظورۍ لپاره وړاندې کړی شوی و چې د سلو غړو په ايوان کې يوازې 14 غړي موجود وو.

د سپريم کورټ بار ایسوسي ایشن جنرل سکرټري او قانون پوهه سيد علي عمران وايي د سنېټ څخه منظور شوی قرار داد هیڅ قانوني حېثيت نه لري، ځکه چې د قرار داد منظوریدو په مهال د سینیټ کورم پوره نه و.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې کې سيد علي عمران ویلي،د يو قرارداد لپاره ضروري نه ده چې په هغې عمل وشي ځکه چې په يو قرارداد د عمل لپاره ضروري ده چې پارلیمان پوره وي او هغې کې قرار داد کېښودل شي.

هغه وایي که یو قرارداد د سینیټ نه منظور شي نه بیا د نور بحث لپاره قامي اسمبلۍ ته لېږل کېږي او قامي اسمبلي دا وخت موجود نه ده.

د پاکستان د اطلاعاتو نګران وزیر مرتضا سولنګي ویلي د ایين لاندې د انتخاباتو نېټه ورکول او یا په هغې کې بدلون راوستل د انتخاباتو د کمیشن اختيار دی او حکومت د اييني ادارو په چارو کې مداخلت نه شي کولی.

د پاکستان سپريم کورټ په امر دپاکستان الیکشن کمیشن د عامو انتخاباتو لپاره د روان کال د فرورۍ 8 مه نېټه ټاکلې ده او سپریم کورټ ویلي دي چې دا نېټه د کاڼي کرښه ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG