لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان حکومت وايي ټي ټي پي سره خبرې نه کوي


په داسې وخت کې چې د پاکستان د سياسي مذهبي ګوند جمعیت علمااسلام مشر مولانا فضل الرحمان د افغانستان په سفر دی، کابل ته د تلو وړاندې يې ویلي وو په سفر کې به افغان طالبانو سره د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په معامله هم وغږيږي. خو پاکستان وايي "د ټي ټي پي سره خبرې نه کوي او نه یې اراده لري".

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ پرون د زیارت/ پنجشنبې په ورځ ويلي، وړاندې یې هم ويلي چې د مولانا فضل الرحمان د افغانستان سفر شخصي دی هغه د پاکستان سفير نه دی او د پاکستان د بهرنيو چارو او حکومت په مشوره یې دغه سفر نه دی کړی.

اوونيزه خبري غونډه کې د مولانا فضل الرحمان د افغانستان د سفر په باب پوښتنې ته په ځواب کې بلوڅ وويل، "د سفر وروسته به مونږ مولانا فضل الرحمان اورو چې د هغه کوم ډول خبرې شوي، خو هغه د پاکستان سفير (استازی) نه دی او په خپل شخصي سفر تللی دی".

بلوڅ زياته کړه، "زمونږ دريځ نه دی بدل شوی، پاکستان د ټي ټي پي سره د مذاکراتو دلچسپي نه لري، مونږ د ټي ټي پي سره خبرې نه کوو او نه یې اراده لرو، څوک چې په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ دي او پاکستان کې د ملکي خلکو او امنیتي ادارو د غړو د وژلو زمه وار دي".

مولانا فضل الرحمان په اوومه جنورۍ کابل ته په سفر تللی، په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د چارواکو سره ليدلي، او په وروستيو کې داسې خبرونه هم مخې ته راغلي چې نوموړي د طالبانو د مشر ملا هېبت الله اخند سره هم ليدلي خوتراوسه پورې د دغه ليدنې په رسمي توګه د يوې خوا هم تاييد نه دی شوی.

د مولانا فضل الرحمان د طالب چارواکو د ليدنو په حواله خپرو شوو بيانونو کې د ټي ټي پي په موضوع هم څه نه دي ويل شوي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند تکرار کړې، "د افغان چارواکو نه مو په غوښتنه کې بدلون نه دی راغلی، زمونږ غوښتنه ده چې په افغانستان کې دې د ټي ټي پي په ګډون د ترهګرو پرضد موثره اقدامات وکړل شي، په افغانستان کې دې د دوی ځالې ختم کړل شي او پاکستان ته دې وسپارل شي".

پاکستان د اوږدې مودې نه دغه تورونه لګوي چې د افغانستان د خاورې نه په پاکستان کې ترهګري کيږي.
پاکستان وايي د کله نه چې طالبان په افغانستان واکمن شوي په پاکستان کې ترهګري او ناامني سېوا شوې او د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي.

خو په افغانستان کې واکمنه طالبان تل د پاکستان دا تورونه ردوي او وايي د خپل امنیت زمه واري دې په دوی نه ور اچوي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت نه وړاندې به افغان حکومت او امریکې په پاکستان داسې تورونه لګول چې په خپله خاوره یې هغو وسله والو ته ځای ورکړی څوک چې په افغانستان کې ترهګري کوي. خو پاکستان به هم تل دغه تورونه لګول.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG