لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: د وسله والو برید کې د پولیو پروګرام ضلعي کوارډینیټر ډاکټر وژل شوی


 دا انځور د خراسان ډایري په نوم رسنۍ په اېکس خپور کړی
دا انځور د خراسان ډایري په نوم رسنۍ په اېکس خپور کړی

له افغانستان سره ډیورنډ کرښې ته نېږدې د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې وسله والو د پولیو ضد پروګرام د ضلعي کوارډینیټر ډاکټر عبدالرحمن په ګاډی برید کړی چې پخپله دغه ډاکټر پکې وژل شوی اؤ یو بل پولیس عسکر پکې سخت ژوبل شوی دی.

د باجوړ د ضلعي روغتون پخواني مشر ډاکټر لیاقت علي وي او اې ډیوې ته منلې ده چې په پېښه کې ژوبل شوي د پولیو پروګر ام کوارډېنېټر ډاکټر عبدالرحمن په روغتون کې د زخمونو له امله مړ شوی دی.

هغه ویلي وژل شوی ډاکټر عبدالرحمن هم د باجوړ و.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه د جمعې په ورځ د باجوړ د لویې ماموند تحصیل په باد سیاه سیمه کې رامنځته شوې ده .

سرچینې تر دې مخکې ویلي وو چې دغلته نامعلومو وسله والو په یو ګاډي ناتاره ډزې وکړې چې له امله یې په ګاډي کې ناست د پولیو پروګرام ضلعي رابطه کار ډاکټر اؤ یو پولیس عسکر سخت ژوبل شوي دي.

پېښه کې ژوبل کسان د علاج لپاره وړومبی د باجوړ ضلعي هسپتال ته ورسول شول خو سرچینې وایي هغوي په پسرونو لګیدلي اؤ زخمونه یې زیات ژور ؤ چې بیا وروسته په یوه پوځي هیلي کاپټر کې د علاج لپاره پېښور ته روان کړی شول.

په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو تر دې وړاندې چې په اتمه جنورۍ د پولیو ډلو د حفاظت لپاره د روانو پولیس عسکرو په ګاډي کومه بمي‌چاودنه شوې وه دهغې ذمه واري تحریک طالبان اؤ داعش خراسان دواړو پغاړه اخستې وه.

په دغه چاودنه کې د پولیس افسرانو په وینا اووه پولیس وژل شوي اؤ ۲۵ نور ژوبل شوي وؤ.

د باجوړ د پولیس یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي وي او ای ډیوه ته ویلي چې ددې تازه پېښې نه وروسته په ګڼ شمیر امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسیدلي اؤ شواهد یې راټول کړي دي.

دغه پولیس افسر وویل د پېښې پلټنې روانې دي خو په سمدستي توګه لا پولیسو د پېښې په تړاو څوک نه دي نیولي.

خېبر پښتونخوا په ځانګړي ډول قبایلي ضلعو کې د یوې اوږدې مودې راهسې د پولیو د مخنیوي په مامورینو د وسله والو لخوا بریدونه کیږي چې په دې بریدونو کې ګڼ شمیر د پولیو ضد مامورین اؤ پولیس اهلکار وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG