لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: په ډیورنډ کرښه د اغزن تار لګولو په سر د پاکستاني پوځ اؤ افغان طالبانو تر منځ نښته پېل شوې


سرچینې وایي د پاکستاني پوځيانو اؤ د افغان طالبانو د سرحدي ځواکونو تر منځ د باجوړ اؤ کونړ ترمنځ په ډیورنډ کرښه سخته نښته پېل شوې چې اوس هم دوام لري.

د پاکستان پوځ یا د افغان طالبانو حکومت لا په رسمي توګه ددې نښتې په اړه څه نه دي ویلي.

د سیمې نه امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي دا نښته د خالي یا شنبې په ورځ وروسته له هغې پېل شوې چې پاکستاني ځواکونو په ډیورنډ کرښه ازغن تار لګول غوښتو اؤ د افغان طالبانو سرحدي ځواکونو له دې کاره منعې کړل.

سرچینې وایي د ازغن تار لګولو په معامله دواړو خواوو په یو بل ناتاره ډزې پېل کړي دي .

پاکستاني امنیتي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي په سمدستي توګه لا دې نښته کې د مرګ ژوبلې په اړه کومه اطلاع په لاس کې نه لري خو وایي د دواړو خواوو لوړپوړو چارواکو د نښتې ودرولو لپاره یو بل سره تماسونه نیولي دي.

تر دې وړاندې هم د افغان طالبانو اؤ پاکستاني پوځ تر منځ د په ډيورنډ کرښه اغزن تار په معامله څو کرته نښتې شوي چې دواړو خواؤ ته پکې زیانونه اوښتي دي.

د پاکستان پوځ له تېرو څو کلونو راهیسې له افغانستان سره پر خپله پوله د اغزن تار لګولو کار پیل کړی چې وایي تر 90 فیصده زیات یې بشپړ کړی دی.

د افغانستان تېر او د طالبانو اوسني حکومت د اغزن تار لګول د دواړو غاړو د ولسونو د جلا کولو سبب ګڼلی خو د پاکستان پوځ وایي دا کار یې یوې بلې غاړې ته د وسلوالو د اوښتو د مخنیوي په خاطر کړی دی.

کال 2022م کې په ۱۹م دسمبر طالبانو ننګرهار ولایت کې د پاکستاني ځواکونو لخوا په پوله لګول کیدونکی ازغن تار خپله ولکه کې اخستی ؤ اوخبرداری یې ورکړی ؤ چې نور تار باید ونه غځول شي. بیا په30 م دسمبر ورته پیښه نمروز ولایت کې هم تکرار شوې وه.

په دې وروستیو کې په سوشل ميډيا کې داسې ويډيوګانې او انځورونه لیدل شوي چې د طالبانو سرتيري په ډيورنډ کرښه هغه اغزن تارونه راغونډوي چې د پاکستان پوځ لخوا په دغه پوله لګول کيږي.

د ډيورنډ کرښې لوظنامه په نولسمه پېړۍ کې د هغه وخت د افغان باچا امير عبدالرحمن خان او برتانوي هند ترمنځ لاسلیک شوې وه او امير عبدالرحمان خان په خپل سوانح حيات یا اټو بيوګرافي کې ليکلي چې هغه دا لوظنامه د برتانوي هند د حکومت د فشار لاندې کړې وه.

پاکستان دا کرښه افغانستان سره خپل متسقل سرحد ګڼي خو دافغانستان یو حکومت هم لا تر دې دمه دې کرښې ته دنړیوالې پولې په توګه منلو ته غاړه نه ده اېښې.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG