لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې زیاتره ګوندونو د انتخاباتو د قانون مطابق ټاکنو کې ښځو ته ټاکلې کوټه نه ده ورکړې


په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره غږ پورته کوونکي غیر دولتي سازمان عورت فاونډیشن ویلي په اتمه فرورۍ کېدونکو عامو ټاکنو کې سیاسي ګوندونو د انتخاباتو لپاره د جوړ قانون مطابق ښځو ته د قامي اؤ صوبایي اسمبلیو په څوکیو پینځه فیصدي ټکټونه نه دي ورکړي.

ماهرین وايي د 2024 کال ټاکنو په نتيجه کې راتلونکي واکمن ګوندونه بايد د مېرمنو د پرمختګ دپاره د پارلېمنټ ښځينه غړو ته په قانون سازۍ او د پالېسو جوړولو په عمل کې مکمل ځای ورکړي چې هغوي د هېواد د نورو ښځو د پاره کار وکړي.

د پاکستان ټریبیون ورځپاڼه وایي د ښځو د حقونو سازمان عورت فاونډیشن د الیکشن کمیشن مشر ته لیږلي یو خط کې ویلي دي چې د ملک سیاسي ګوندونو د کال 2024م ټاکنو کې د الیکشنیز ایکټ 2017 د 206مې دفعې څخه سرغړونه کړې ده.

عورت فاونډیشن ویلي ددغه قانون له مخې ضروري ده چې سیاسي ګوندونه هرې صوبایي اؤ قامي اسمبلۍ کې ښځو ته لږ تر لږه په پینځه فیصدي عمومي څوکیو د الیکشن کولو لپاره ټکټونه ورکوي خو وایي راتلونکو ټاکنو کې زیاتره ګوندونو ددې قانون خلاف ورزي کړې ده.

چیف الیکشن کمشنر ته په لېږل شوي خط کې د قامي اسمبلۍ د 266 څوکیو لپاره د اتوؤ مهمو سیاسي ګوندونو لخوا ښځو ته د ورکړل شوؤ ټکټونو تجزیه شوې ده اؤ ویل شوي چې یوازې دوؤ ګوندونو مسلم لیګ(ن) اؤ ایم کیو ایم په عمومي څوکیو ښځو ته له پینځه فیصدي څخه زیات ټکټونه ورکړي اؤ قانوني تقاضه یې پوره کړې ده.

خط کې ویل شوي چې نور شپږ ګوندونه پاکستان پیپلز پارټي،جمعیت علماء اسلام،جماعت اسلامي، عوامي نیشنل پارټي، بلوچستان نیشنل پارټي(مینګل ګروپ) اؤ تحریک لبیک پاکستان په دې کې پاتې راغلي چې ښځو ته په عمومي څوکیو پینځه فیصدي ټکټونه ورکړي.

پښتنه سياستواله او د ملي جمهوري غورځنګ د خېبرپښتونخوا مشره بشرا ګوهر وايي، دا ډېره ښه خبره ده چې ښځې دومره ډاډه شوي دي چې سياست پله راځي ځکه چې په پاکستان کې سياست کول د سړو کار ګڼل کيږي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې اغلې وویل، د 2008م نه پس چې کوم قوانين جوړ شوي هغو ښځو ته اسانتیاوې برابر کړي چې په سياست کې برخه واخلي، خو بيا هم د ښځو برخه ډېره کمه ده.

هغې زياته کړه، "اوس هم ډېر سياسي ګوندونه ښځو ته په جنرل څوکيو ټکټونه نه ورکوي، زمونږ تراوسه پورې فېصله سازي کول د سړو په لاس کې دي او د هغو پوره کوشش وي چې ښځې پکې را نه شي".

د بشرا ګوهر په خبره، "په ښځو کې صلاحیت شته ښه سياست کوي اوس دا عمل شورو شوی دی په انتخابي قوانينو کې بدلون راوستی شوی دی د ښځو په حوالې سره، چې په انتخاباتو کې به برخه اخلي او ووټونه کې به هم پوره برخه لري، نو دا يو ښه قدم دی او دا سېوا کېدل پکار دي".

اغلې ګوهر وويل، "پښتنه ټولنه کې زيات ضرورت دی چې ښځې په سیاست کې، په قانون سازۍ کې او فېصله کولو کې برخه واخلي او که مونږ غواړو چې ټولنه مو په مخکې لاړه شي نو د ښځو د ژوند په هره شعبه کې برخه اخستل پکاري او زمونږ د ټولنې شاته پاتې کېدو يوه وجه هم دا ده چې مونږ ښځې شاته پاتې کړي دي".

کومو ګوندونو ښځو ته څومره برخه ورکړې ده؟

دغه تجزیه ښیي چې ایم کیو 73 ټکټونه سړو ته اؤ 7 ښځو ته ورکړي دي چې په حساب دغه ګوند ښځو ته په ټکټونو کې 9.59 فیصدي برخه ورکړې ده.

مسلم لیګ نواز ګوند بیا ټول 205 کسان د قامي اسمبلۍ په څوکیو ودرولي چې په دې 189 سړي اؤ 16 ښځې دي اؤ په دغه ګوند کې د ښځو د عمومي ټکټونو برخه 7.80 فیصدي جوړیږي.

پیپلز ګوند د قامي اسمبلۍ ټول 245 ټکټونه جاري کړي دي چې 234 یې پکې سړو اؤ 11 یې ښځو ته ورکړې دي اؤ تناسب یې 4.5 فیصدي جوړیږي.

تجزیه ښیي چې جماعت اسلامي 219 ټکټونه سړو اؤ 10 ښځو ته ورکړي دي اؤ په ټولو 229 ټکټونو کې یې د ښځو برخه 4.37 فیصدي جوړیږي.

عوامي نیشنل ګوند بیا په 59 ټکټونو کې په عمومي څوکیو یوازې دوه ټکټونه ښځو ته ورکړي دي چې د ښځو برخه پکې 3.33 جوړیږي

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د معاشياتو استاذې ډاکټر نورجهان تېره اوونۍ ډيوه سره خبرو کې ویلي وؤ، ښځې د پاکستان د ابادۍ 52 فيصده برخه ده خو که وکتل شي نو په سرکاري او پرائيوېټ نوکرو کې د ښځو شموليت اوس هم ډېر کم دی.

هغه وایي زياتره ښځې په سکولونو کې استاذانې دي يا په هسپتالونو کې کار کوي،د روزګار حوالې سره ښځو ته هغه سهوليات اوس هم نشته او په کور کلي کې چې کومې ښځې کارونه کوي د هغوی کارونه اوس هم نه دي کمرشلايزشوي.

ځيني زنانه وايي سياسي ګوندونه چې له انتخاباتو وړاندې د ښځو د پرمختګ په لړ کې کومې ژمنې وکړي هغه نه پوره کوي او هم دغه وجه ده چې اکثره ښځې په موجوده سياسي نظام ډیر اعتماد نه کوي چې د پرمختګ دپاره به يې کار وکړي.

اروبا علي په عبدالولي خان پوهنتون کې د جيالوجي زده کوونکې ده، هغه ډیوه ته وايي نه یې دي لیدلي چې حکومتونو د لوظونو سره اقدامات کړي.

"مونږه هغه اقدامات نه دي ليدلي چې د کومو هغوی وعدې کړې وې چې مونږه حکومت کې راشو نو د ښځو دپاره به دا دا کارونه کوو د ښځو د حقونو د پاره، يا دغه ښځو سره به امتيازي سلوک نه وي لکه اوس د نوکرو خبره ده چې څنګه به سړو ته مېلاوېږي هغه شان به ښځو ته هم مېلاوېږي نو هغه بيا هغه شان نه وي."

په عبدالولي خان پوهنتون مردان کې د سوشيالوجې استاذ پروفېسر راشيد علي دی ډیوه ته وايي مونږه به په سمه توګه مېرمنې د اقتدار ماڼیو ته رسوو او هلته فېصلو کې به دوی له پوره برخه ورکوو، نو هله به مونږه وکړی شو چې دا 50 فيصده ابادي ممخ په ړواندې بوځو.

د پاکستان الېکشن کمېشن د وېب پاڼې ترمخه په پاکستان کې د رجسټرډ شويو ووټرانو شمېر 12 کروړه او څه باندې 85 لکه ده چې د ښځو شمېره پکې څه کم 6 کروړه ريکارډ شوې ده.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG